د اسلام له نظره د مصرف کونکي تيوري:

د غير اسلامي اقتصادي سيستمونو فکري مشران  وايي چې انسان خود غرضه دى او غواړي چې صرف خپلې اړتياوې پوره كړي. او د دوى په اند د انسان اړتياوې (ضروريات) لامحدود دي.  خو سمه خبره دا ده چې حتمي نده ټول خلك په عام ډول او مسلمانان په خاص ډول خود غرضه  واوسي، د بيلګې په توګه كه يو بډايه سړى يوه غريب سړي ته خيرات وركړي پدې سره هغه (شتمن) ته روحي خوښي ورپه برخه كېږي او مونږ وينو چې ځينې كفار هم بيله کوم شخصي هدف څخه د غريبانو مرسته كوي، خو ټول دا ډول ندي.

كفار يوازې د دنيوي  خواهشاتو پوره كول خپل هدف ګڼي، مګر مسلمانان په خپلو مصرفي  فعاليتونو كې آخرت هم په نظر كې نيسي او د خپلې شتمنۍ يوه برخه د الله (ج) په لاره كې او بله برخه د خپلو اړتياوو د پوره كولو لپاره كاروي. په عامه توګه د انسانانو اړتياوې په درى ډوله دي:

                                 ۱-ضروريات         ۲ -احتياجات.         ۳-تحسينيات.

پورته ذكر شوې اړتياوې ځنې لږ او ځنې نورې ډېر اهميت لري.

د وسايلو په ويش كې د مصرفونکي انتخاب:

په لاندې چارټ كې د مصرف كونكي مصارف په ترتيبي ډول سره ښودل شويدي:

 

 

 

لومړى انتخاب                                             

 

 

دوهم انتخاب

 

دریم انتخاب


څلورم انتخاب

                                                                                                      

 

په اړتياوو د وسايلو د توزيع يا ويش قانون: وسايل لو مړى ضرورياتو، بيا احتياجاتو او كه بيا هم وسايل پاتې شي نو تحسينياتو ته ګوښي كېدى شي

 

په كپيټالستي سيستم كې د مصرفونکي  انتخاب:

لكه مخكې مو چې يادونه وكړه په كپيټاليزم كې مصرف كونكى خپل عايد د دنيوي شيانو له جملې څخه په هغو توكېو يا شيانو مصرفوي چې هغه ته ډېره يوټيليټي (فايده ، خوند) پکې ښکاره شي په لاندې شكل كې مونږ فرض كوو، چې يوا زې دوه اجناس موجود دي x1    او    x2  

 

.نو مصرف كونكى به خپل عايد په دغه دواړو اجناسو په داسې ډول ويشي يا مصرفوي چې د دواړو اجناسو څخه لاسته راتلونکى يوټيليټي يا خوند اعظمي شي. او په دغه شكل كې هغه د (A) په نقطه كې مينځ ته راځي  چيرې چې  د توپير د نه موجوديت منحني (Indifference Curve) د بوديجې (Budget Line) له خط سره مماس دى.

د لگښت لپاره د اسلام عادي فورمول:

مسلمان مصرفونكي(Consumers)خپل عايد يوازې په دنيوي توكېو (شيانو) باندې نه مصرفوي بلكې د الله (ج) په لاره كې هم مصرف كوي او د هر شي پيرودل (اخستل) نه غواړي د مسلمان اړتيا تر مصلحت پورې اړه لري، هرهغه شي چې مصلحت په كې وي هغه د مسلمان اړتياده.

د امام شاطبي له خوا مصلحت په پنځه ډوله ښودل شوى دى چې هغه ته المقاصد الشرعيه هم ويلاي شو او هغه پنځه مصلحتونه په لاندې ډول دي:

۱-د ځان ساتنه  ۲-د دين ساتنه ۳- د مال ساتنه   ۴-د عقل ساتنه ۵- د نسل ساتنه. نو هر هغه شي چې له انسان سره د پورته ذكر شوو مصلحتونو په ساتنه كې مرسته كوي مصلحت ګڼل كېږي، خو ټول مصلحتونه يو شان اهم ندي. د بيلګى په تو ګه كه يو سړى له ډېر ي لوږې سره مخامخ شي چې دده د مرګ خطر وي  پدې حالت كې ډير مصلحت پدې کى دى چى يو څه وخوري حتى چې مرداره هم خوړلى شي، اما كه يو څوك موړ  وي او بيا هم يو شي اخلي نو پدې كې كم مصلحت دى.

احتياجات درى مرحلې يا پولې  لري، او هغه په لاندې ډول دي :

۱- د اړتيا هغه حد يا پوله چې د پورته ذكر شويو پنځو  مصلحتونو(شرعي مقاصدو) ساتنه ورباندي كېږي.

۲- د اړتيا هغه حد چې د پنځو  مصلحتونو(شرعي مقاصدو)  محا فظت نور هم ورباندې تقويه کيږي.

۳- د اړتيا هغه حد چې د دغو مصلحتونو(شرعي مقاصدو) ساتنه ورسره ښه يا غوره كېږي.

په لاندې شكل يا ګراف کې د يوه مسلمان لكښت ښودل شوى دى او په دې ډول سره يو مسلمان د دنيوي او اخروي لګښت يا اهدافو تر مينځ حرکت كولى شي.

 

د اسلام له نظره يو سړى خپل عايد په  دوو  شيانو مصرفوي  يو دنيوي اړتياوې او بل د الله په لاره کې(اخروي اړتياوې )كه چيرې فرض كړو ددغه سړي  د دنيا اړتياوې (X1)وي، نو دغه شخص به د خپل عايد  (Y1) برخه د الله په لاره کې په مصرف رسوي  او ددغه سړي تعا دل د (A)په نقطه كې مينځ ته راځي پدې ځاى كې مونږ د توپير د نه شتون خط      (Indifference Curve)مفكوره نه كاروو، د (A)نه پورته ټولې نقطې غوره دي  معنى دا چې د الله په لاره كې چې څومره ډېر مصارف وشي هغومره ثواب لري، مګر دنيوى اړتياوې هم له پامه نشو غورځولاى . اوس سوال دا دى چې څومره لگښت با يد وشي؟ ددې لپاره يو خاص قانون نشته مګر تر ټولو ښه منځنى لګښت يا اوسط مصرف دى، رسول الله (ص) فرمايي:

  عَنْ عَبْدِ الله بْنِ سَرْجِسَ الْمُزَنِيِّ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ السَّمْتُ الْحَسَنُ وَالتُّؤَدَةُ وَالِاقْتِصَادُ جُزْءٌ مِنْ أَرْبَعَةٍ وَعِشْرِينَ جُزْءًا مِنْ النُّبُوَّةِ .                                                     ترجمه: عبدالله بن سرجس مزني (رض) وايي چې رسول الله (ص) فرمايلي: غوره اخلاق ، دوستي  او ميانه روي د نبوت له څلورويشتمې برخې نه يوه برخه ده.

نو مونږ بايد په دنيوي كارونو كې اصراف ونكړو ځكه چې هغه نا روا دى..په غير اسلامي سيستم كې د يوه سړي ضرورت  يا خواهشات د ټولنې له اړتياوو  سره په ټكر كې واقع كېدي شي، مګر په اسلام كې د يوه شخص ضرورت د مصلحت په بنا ټاکل كېږي او هغه شخص يې په خپله ښه ټاكلى شي مګر شخصي مصلحت د ټولنې له مصلحت سره سمون لري يعنې په تضادكې نه واقع كېږي .د بيلګې په توګه د اسلام له نظره يو سړى نشي كولى چې شراب وخوري او يا يې توليد كړي که څه هم دا سړى اصرار وکړي چې زه ديته ضرورت لرم او يا دا چې د شرابو په توليد كې ګټه كوم، ځكه چې دا لومړى مصلحت ندى او كه چيرې شخصي مصلحت د ټولنې له مصلحت سره په تضاد کى واقع كېږي نو بيا د ټولنې مصلحت  د اوليت حق لري.

ددې لپاره چې مقاصد شرعيه تر لاسه شي دوه ډوله موسسې يا ادارې پكاردي:

۱- داوطلبانه اداره: دغه ته فرض كفايي كارونه هم ويلي شو چې يو مسلمان له بل سره په داوطلبانه ډول مرسته كوي او يو بل ته امر بالمعروف او نهي عن المنكر كوي (په نيكو كارونو امر او له بدو څخه منع كوي)

۲-اجرايي اداره : دغه اداره ددې لپاره جوړيږي تر څو مصرف كونكي له ناروا كارونو څخه منع  كړي او هغوي ديته اړ باسي چې د اسلام مطابق كار وكړي دغه ادارې ته حكومت ويلى شو چې د مصرف كونكي په عمل كې په لاندې صورتونو كې مداخله كولى شي:

                  I.د حرامو شيانو پيرودل - پلورل

               II.په تحيسنياتو او يا حاجياتو کې اسراف

            III. په تحسينياتو ټول يا زيات مصرف کول او د ضرورياتو له پامه غورځول.

 

 

  دغه لیکنه له پورتني  کتاب څخه اخستل شوې ده

 

دمعاصر اسلامي اقتصاد پیژنده

لیکوال بشیرالله نجیمي

 

 

اقتصاد بلاګ  له لیکوال (نجیمي) څخه مننه کوي

چې دغه ښکلې اوارزښتنا ک کتاب یې ورته ډالۍ کړئ

  شبګیر