په ګڼو هیوادونوکې مالي او سوداګریزې اداري په ځانګړې توګه بانکونودخپلو مشتر یانو د سوکالۍ په موخه ATMs (داکړو ورکړو اتوماتیک ماشینونه ) دښار ونو په ګوټ ګوټ کې ځای پرځای کړي دي ،دغه ماشینونه په اتوماتیکه بڼه د مالی راکړو ورکړو ځواک او کمال لري چې یوازي داعتبار کارت په د ننه کولو کولي شی خپل بانکي حساب ته لاس رسئ پیداکړي او دخپلې خوښې پیسې ترې راوباسئ . A T Ms ماشیونونه په بېلا بېلو هېوادو کې په مختلفو نومونو تعبیریږي مثلآ دراکړو ورکړو خپل سری ماشین (Automatic transictions Machine) ،دپیسو ماشین(Money Machine)، نغدي ماشین (cash machine)،یا هره ګړۍ پیسې(any time money) او په همداسې نورو نومونو هم یادیږی.
له نېکه مرغه په افغانستان کې هم ځینو بانکونو په ټاکلو ځایو کې اوس دغه ماشونونه نصب کړي دي چې افغانان ترې ګټه اخستئ شي خو دغه ماشینونه په افغانستان کې په پراخه کچه په ښارونو کې ندي نصب شوي او یوازې دکابل ښار په ځینو مهمو پلور ځایونو یا په خپله دبانک دننه نصب شوي دي ، او له بله پلوه ډیرۍ وګړي یې له استعمال سره هم چندانې بلدیت نلري نو اړینه بولم چی یادشوی ماشین په تاریخچې،ماهیت او استعمال یو څو کرښې ګرانو هیوادوالوته وړاندې کړم.
شالید:
دپیسو دراکړې ورکړ لومړی ماشین د جورج سمېجن ارمنستاني اصله امریکایي لخوا جوړ شو او د(نیویار ک ښاري بانک) لخوا په کال ۱۹۳۹ کې ولګول شو خو داچې مشتر یانو پرې پوره باور نه کوه شپږ میاشتې لا نه وې تېرې چې بیرته ونړول شو. او د اټی ام تخنیک څه کم پنځه ویشت کاله له پامه وغورځول شو او کاریې په ټپه ودریده.
خو په کال ۱۹۶۵ کې یو ځلې بیا په لندن کې یو کمپنۍ د ATM ودې ته مخ کړ اویو پرمختللی بریښنایي ماشین یې خلکوته وړاندې کړ، . چې وروسته وروسته د ATMماشیونو دایره په غوړیدو شوه چې اوس مهال په ګڼو هیوادونو کې کارول کیږي.
دیادولو وړ ده چې جان شیپرډ بارن دنوموړو ماشینونو دامنیت او تېر ویي(پاسورډ) په برخه کې د پام وړ ګامونه اخیستي دي.
استعمال
مشتریان یوازي د ماشین په ځانګړی ځای کې خپل اعتبار کارت دننه کوي اوبیرته یې وباسي ماشین له مشتري دخپل تېرویي (پاسورډ) غوښتنه کوي ، کله چې تاسو کره پاسورډ داخلوي نو تاسو خپل بانکي حساب ته ننوزي چې پکې دخپلو شته پیسو په اړه مالومات ،له یو حساب څخه بل حساب ته د پیسو لیږدول ،پسیې وباسل او نورې ګڼې کړنې تر سره کولي شي.او دهرې کړنې په کولو سره په اتوماتیک ډول درته دخپل حساب جزیات (پاتې پیسې ... )په یوه واړه کاعذ کې چاپوي
هېښ کونکی خو لا دا ده چې تاسو کولی شي دهغه بانک له ا،ټې ،ایم څخه هم پیسې وباسئ چې ستاسو بانکی حساب پکې نشته یعنې که تاسو چیرته حساب په یو بانک کې لری کولئ شی چې خبلې پیسې دبل بانک له آ ټې ام هم وباسئ.
په سپېڅلې مینه
ولي خان شبګیر