نړيوال مالي بحران اسلامي بانكونوته يوطلائي شانس(همت الله امين زى)
ديويشتمې پيړۍ په نړيوال كلي كې ژوند كول له شك پرته له ستونزو او لاسته راوړنو سره لارلرلى شي. داپه دې مانانه ده چې هميشه دې لاسته راوړنې واوسي او يادې هم حالت دبحران حاكم وي، داسې شېبې چې ورته عادي معلول وايو او ترې په ډاګه او ډاډه زړه رضايت لرو هم وخت ناوخت دشېبو يوه برخه ګرځېدلى شي . دكال ميلادي كلونوپه 2009 او 2008 كې په نړۍ كې نړيوال مالي بحران دميلادي سنې 2007په جولاي كې راجوت شو، دامريكې متحده ايالاتوكې پانګه اچونكي دتضمين په ساتل شويوسندونو باندې هغه وخت بې باوره شول كله چې مالي ماركيټ ته په لويه پيمانه ثابته سرمايه پيچكاري شوه چې په پايله كې يې نقدي بحران رامنځ ته شو.
داروپامركزي بانك،دانګلستان بانك، دمتحده ايالاتوفېډرال ريزروبانك په كلي اقتصادكې دپوردخطريوسترعامل وبللو، دتېر2008 كال په سپتمبركې مالي بحران لاپسې زور واخيست اوپه ټوله نړۍ كې سټاك ماركيتونه Stock MKTs راپرې وتل،چې په پايله كې زيات شمېربانكونه، پوركونكي شركتونه اودبيمې كمپنيوفعاليتو نه په ټپه ودريدل.
په همدې وخت كې دپيسې نړيوال صندوق (IMF) خبردارى وركړچې دمالي بحران په پايله كې يوتريليون ډالر زيان رامنځ ته كيداى شي اوپه تېرو ( 150 ) كالو داترټولوبدناورين ډولى حالت دى . دامريكې لوى مالي شركت( Lehman Brothers) دیووالي كيدواعلان وكړ،چې دې هم په مالي بحران باندې ډيره بده اغېزه وكړه، دامالي بحران تقريباًِ تراوسه دوام لري تراوسه چې اسلامي بانكونه لاپوره نه دي غوړيدلې.
نوپوښتنه داپيداكيږي چې آيااوسنى نړيوال مالي بحران په اسلامي بانكونوكومه اغېزه كړې اوكنه ؟
خوپه همدې حالت كې بياهم زيات شمېردمالي برخې ماهرينوكارپوهانواوداسلامي بانكونه مامورينوداتصديق كړى چې اوسنى مالي بحران په اسلامي بانكونوباندې كومه اغېزه نه ده كړې خوداسلامي بانكونودطبيعي جوړښت له مخې به هره اغېزه محدوده وي،يواځې دبانكونوګټه زيانمنه كيداى شي اودبانكونوپه ثابته سرمايۀ كومه اغيزه نه لري.
اوسني نړيوال مالي بحران اسلامي بانكونوته يوطلايي چانس وركوي ترڅوداسلامي شريعت داصولوپربنسټ په نړيوال سوداګريزماركېټ كې پانګه واچوي اوبرسېره په اسلامي هېوادنودغربي هېوادونوبانكونه هم اسلامي بانكدارۍ ته مخه كړې ده.ددوي په انداسلامي بانکداري دشته مالي ناورین متبادل حل کیدای شي، چې له همدې امله دنړۍ لویوبانکونولکه:
HS BC, British Bank, Ditched Bank, Standard Chartered او Citi Islamic Bank هم داسلامي بانکدارۍ کړکۍ (window) پرانیستې دی دنويوڅیړنوپربنسټ موجوده مالي ناورین ترراتلونکودوویا درېيوکلوپورې غزیدلی شي. همداوخت په نړۍ کې داسلامي بانکونوشتمني د۸۰۰ بلیونوډالرونه نیولې تریوتریلیون ډالروپورې رسېږي اوپه کال کې نږدې ۱۵ سلمې نه نیولې بياتر۳۰ سلنه پورې نمواوپرمختګ کوي . دیوې اندازې په مطابق داترکال ۲۰۱۲ ميلادي پورې ۱.۶ تریلیون ډالروته ورسېږي .
داسلامي بانکدارۍ زیاته پاملرنه اسلامي هېوادونولكه،مالیزیا،اندونیزیا اودآسیا نورو اسلامي هیوادوته متوجې ده . خوددې ترڅنګ اسلامي بانکدارۍ دشمالي افریقا په هیوادونو کې همدا ډول په اروپا کې هم ډېره په چټکۍ سره مخ په غوړیدو ده ، داسلامي بانکدارۍ لوي عربي پانګه اچونکي اوس د۸۰۰ بلیونو ډالرو په درلودلو سره چین ، جاپان او استرالیا ته مخه کړې ده .
اسلامي بانکداري دځینې شرعي محدودیتونوپه درلودلوسره په لاندې يادووشويو سکتورونو کې دپانګې اچونې په کلکه ممانعت کوي،لکه دشرابوجوړول، دهغوي خرڅول،دسودپه بدل کې پور ورکول، قماربازی، غیرشرعي فلمي صنعت، نېشه یي توکې جوړول، دخنځیرغوښې سوداګري اوداسې نورغیرشرعي سوداګریزفعالیتونه دعیسویانو مقدس کتاب بایبل هم دپورپه بدل کې زیاتې ګټې اخیستنې غندنه کړې او د یونان لوي فیلسوف ارستو هم دزیاتې ګټې اخیستنې ممانعت کوي، رومي فیلسوفانو دغه کار ډېر محدود ګرځولی او بیا پخوانۍ کلیسا دا کار بالکل ممنوع ګرځولی وو.
اوس داپوښتنه راپیداکیږي چې ایا اسلامي بانکداري په راتلونکي کې دشته نړیوال مالي سیستم ځای نيولى شى اوکه څنګه ؟ ترڅو په راتلونکی کې ددا ډول مالي بحرانونو د حل عامل وګرځي؟
سرچینه: سپوږمي ټکی کام