ګرانو لوستونکو سلامونه!
په غالب ګومان تاسو به دافغانستان د بیرغ په مانااو تعبیر پوهیږي په هر حال غواړم په دې لنډه لیکنه کې دافغانستان د بیرغ ځینې ځانګړنې له تاسوسره شریکې کړم.
افغانستان له تېر150کلنو را په دېخوا د 28 په شاوخوا کې بیروغونه په ډېر یا کم توپیر دافغانستان د بیرغ په توګه اعلان کړي دي، دبېلګې په توګه ددراني د امپراطورۍ دورې بیرغ له دریو رنګو زرغون ،سپین،او زرغون رنګ څخه جوړ شوی وؤ، ورسته بیا د عبدالرحمن خان په وخت کې دافغانستا امارت بیرغ تور رنګ لره په همدې ترتیب په په نورو دوروکې ...
دنني بیرغ ځینې ځانګړنې
دافغانستا دامهال دری رنګه بیرغ لري چې د بیرغ په منخ کې یو سپین ځانګړي سمبول هم شتون لری دغه دری رنګونه عبارت دي له؛تور،سور او زرغون ځخه ، دغه رنګونه داسې تعبیریږي ،تو ر رنګ نولسمه پیړی انځوروی چې هغه مهال په افغانستان توره تیاره خوره،سور رنګ دامانا چې مونز ددې تیاری له منځه وړلو لپاره قرباني ورکړه ،وینې مو تویې کړې ،په پایله کو مو خپلواکۍ تر لاسه کړه چې وروستی زرغون رنګ دهمدې مفهوم(ازادي او خپلواکي) نماینده توب کوي
دبیرغ په منځ کې چې کوم نښان دي لاندې څو دپام وړ رازونه لري
-
دنښان په سر د شهادت کلمه لیکل شوې ده
-
لاندې تر دالله اکبرشعارلیکل شوی
-
دواړو خواوؤ ته یې دغنمو وږي کښل شوي چې دافغانستان د روښانه او بریالی راتلونکي مانا لري او داسې هم انګیرل کېږي چې افغانستان یو زراعتی هیودا دی
-
د نښان په منځ کې د جومات محراب(کعبې جهت) او ممبر(دخطیب دوینا ځای) لیدل کیږي
-
دجومات دواړو خوؤته کوچني بیرغونه رسم شوي چې دافغانستا د ملی حاکمیت په مفهوم او مانا ورکوي
-
د مسجد لاندې د 1298 لمریز کال لیکل شوی چې د 1919 سره معادله یعنې د خپلواکۍ نیټه ده
-
ورپسې دافغانستان نوم لیکل شوی ،البته اوس په همدغه ځای کې دافغانستان اسلامی دولت لیکل کیږي
د بیرغونو په هکله ددلا زیاتو مالوماتو لپاره همدا ځای وټومبئ
په سپیڅلې مینه
ولی خان شبګیر/هند
اسلام یوازنی دین دی چې بشریت ته د خپلواکۍ ،سولې او خوشالۍ زیری ورکوي ==رومي