تقاضا تیوری (Theory of Demand)
دیوه شي(جنس)تقاضا له هغه مقدار څخه غبارت ده چه په یوه ټاکلی وخت او مختلفو نرخونوکې دپیرودونکی دپیرودلو(اخستلو)توان ښیي.
چه په لاندې فکتورونو(عواملو)پورې اړه لري.
- دشي(جنس)بیه
- داخیستونکی یا مصرف کونکی عواید
- ترجیح(ددوؤ شیانوترمنځ)لکه کیله اومڼه
- دمربوطه شي دبیې لوړوالی اوکموالی، لکه پیپسی او کوک
دتقاضا قانون
دتقاضادقانون په بنسټ دیوشی دبیې (نرخ)اومقدار ترمنځ معکوسه اړیکه وجودلری چه دغې معکوسی رابطې ته دتقاضا قانون وایي.
یعنی که دیوشی مقدارزیاتیږی په نتیجه کې قمت یې کمیږی،اوهغه مرحله چه دتقاضاقانون پکې صدق نکوی دقانون استثنا بلل کیږی .
دتقاضا منحني
په هندسی یا ګرافیک ډول درقمونو په مرسته دجنس دمقداراونرخ ترمنځ معکوسی رابطی نمایش ته د تقاضامنحني وایی،معمولآ دتقاضامقدارپه xمحور او دشي بیه په yمحورښودل کیږی چه تل دغه منحنی له چپ اړخ څخه ښي لوری ته په نزولي ډول غزیږی
دتقاضا اوغوښتنی ترمنځ فرق
غوښتنه دخواهش مترادف لفظ دی،اما تقاضا هغه غوښتنه ده چه دغه لاندې دوه ځانګړنې ولري.
- دتادیه کولوځواک( داخستلو توان)
- دتادیه کولو میلان اورضایت(هوډتوب)
چه دواړه شرطونه دجنس په قمت پورې تړلی دي، یوځوک دیوشي غوښتنه لري خوداخستلو قدرت اوتوان یې نلري، نوپس دی ته تقاضا نه بلکه غوښتنه وایو.
مثلآ دیوه ښه کورلرل یوخواهش دی امادغه خواهش هغه وخت تقاضا کیدلی شی چه یوڅوک یې داخستلوتوان اومیلان(رضایت)دواړه ولري.
دتقاضا تابع
دتقاضا تابع ددوؤ یازیاتو متحویلو(بیه اومقدار)ترمنځ رابطه ښیي مثلآ
Qd= f(p)
په پورتنی معادله کې دتقاضا مقدرا د بیو یوه تابع ده ،ځینې نو عناصر هم شته چې تقاضا دهغو تابع بلل کیږي دبېلګې په توګه په لاندې معادله کې دجنس تقاضا د( د شې بیه، د مربوطه شې بیه،عوایدو،اود مصروف کونکی د خوند اوترجیح)یوه تابع ده
DN=f(PN,PR,Y,T)---------I
- DN د Nشي تقاضا
- PNد Nشي بیه
- PRد مربوطه شي بیه
- Y عواید
- مصرف کونکي تست او ترجیح
که په لومړی معادله کې که دPR,Y,T متحول ثابت ونیول شی نو لیکلی شوچې
DN=f(PN)-------II
په دې مانا چې که چیرته د بیې تغیر او تبدیل مومی نو د شي تقاضا هم بدلیږی،چې پدې صورت بیه له تقاضاسره عیر مستقیمه اړیکه لري،چې دبیو په لوړوالی تقاضا کمیږي او عکس دتقاضا په لوړیدو بیې راټیتږي
-----------------------------------------
اوس که مونږ د PN,Y,T متحول ثابت وساتو نو معادله لاندی شکل غوره کوی،او په همداډول نورې معادلی ...
DN=f(PR)-------III
پورتنئ معادله په ګوته کوي چې ;که چیرته د مربوطه شی(PR) بیې تغیرمومي,نودNجنس تقاضا هم تعیر کوي دبېلګې په توګه (پیپسي او کوکاکولا،نوکیااو سمسونګ،سونی اوکمپک کمپیوتر)پدې مانا که دکوکاکولا بیې راټییږي نو د پسی تقاضا هم کمیږي چې پدی صورت کې د N جنس تقاضا د مربوطه(تعویضی) جنس له بیو سره مستقیمه اړیکه لري. او ګراف یې مخ په پیجومي ښویږي(رسمیږي)
خو که دغه مربوطه جنسونه تعویضي نه وی او بشپړکونکی جنسونه وي پدې صورت کې ګراف یې مخ په ځوړ(لاندې)رسمیږي او د Nجنس تقاضادبشپړونکي جنس له بیې سره غیر مستقیمه اړیکه لري
مثلآ که د مبایل دخبروکولو نرخونه لوړیږي ،دمبایل تقاضا کمیږي او برعکس..
--------------------------------------
DN=f(Y)-------IV
پورتنی معادله دNجنس تقاضا د شخص له عوایدسره اړیکه څیړي ،چې پدې صورت کې شیان او جنسونه په دریو ډلو ویشل کیږي
-
دژوند اړین توکي
-
عیاشي او عصری توکي
-
دټیټې بیې توکي
د عوایدو لوړوالي دژوند له اړینو توکو سره مستقیمه اړیکه لري ،یعنې د عوایدو په لوړیدو دژوند اړینو اوضروري توکو تقاضا هم لوړیږي ،خودیوې ټاکلې اندازې وروسته اړیکه ثابته پاتې کیږي.ګراف یې تریو ټاکلې نقطې پور لوړیږي او وروسته ګراف ثابت پاتې کیږي.
په دوهم صورت کې دعوایدو لوړوالي له عیاشی اوعصری توکو له تقاضا سره مستقمیه اړیکه لري هر څومره چې عواید لوړیږي په همغه اندازه د جنسونو دتقاضاهم لوړیږي چې ګراف یې مخ پورته خواته ښویږي.اما د ټیټې بیې توکي (هغه توکې چې مصرف کونکی یې دکمو عواید له کبله مصرفوي خو همدغه رقم شیان په لوړوبیو اوښه څرنګوالي هم موجودوي) دعواید له لوړوالی سره تر یوې نقطې پورې مستقیمه او وروسته له هغې غیرمستقیمه اړیکه لری د نوموړوتوکو ګراف تر یوه ټکي پورې مخ پورته او بیا بیرته شاته ته رسمیږي
----------------------------------------------------
DN=f(T)---------V
دمصرف کونکي ترجیح او خوند هم دجنسونوله تقاضا سره مستقیمه اړیکه لري،مثلآ په ګرم موسم کې دایس کریم تقاضا زیاتیږي (ځکه خوندیې زیات وي)اما په ژمې کې د یادشوی جنس تقاضا کمیږي
په بشپړه پښتنه مینه
ولي خان شبګیر /هند
دلیکنې حق خوندي دی
خپل مرګ،خپل الله ج ،پردی پور،خپله ژمنه،دموراوپلارلارښونه،دژونداساسي هدف ،خپل خپلوان او صله رحمی مه هیروه،