|
یو هندي ځوان د لکۍ لرلو له کبله ، چې د لکۍ اندازه یې (۷) اوو انچو ته رسیږي، ډېرو هندوانو د خپل خدای په توګه ومانه.
د العربیه د رپورټ په اساس، ډېری هندوانو د (بیزو خدایان) چې د هغوی په وړاندې ډېر سپېڅلي دي، نوموړی یې یو له هغو څخه شمېرلی.
"هافینگتون پوسټ" امریکايي ورځپاڼې خبر ورکړی، دولس کلن"ارشید علی خان" له هغې لکۍ سره چې په حقیقت کې هډوکی دی او د ملاتیر په امتداد وجود لري ، نړۍ ته راغلی.