اصلي تاج محل په ۱۶۳۱ کال کې هندي شاه جهان د خپلې مېرمنې له پاره جوړ کړ ، د دې ځای په جوړېدو کې سلګونو کاریګروکار وکړ او په څو کلونو کې یې د جوړېدو چارې بشپړې کړې، چې هیڅکله به یې یاد د نړیوالو له یادونو څخه ونه وځي .
هند ډېر لرغوني اثار لري چې د هغوی له ډلې څخه ډېرمهم یې (تاج محل) دی، دا لرغونې ودانۍ ډېر سیلانیان ځانته جذبوي او د نړۍ له ښکلو ودانیو څخه شمېرل کیږي .
(فیضل حسن کاداري) د هند له پوسته خانې څخه تقاوت شوی هندي سړی دی چې یو ډېر په زړه پورې او عجیب کار ته یې لاس اچولی، هغه په ۲۰۱۱ کال کې د خپلې مېرمنې له مرګ نه وروسته خپل ټول ژوند دهغې په یاد کې تاج محل جوړولو ته ځانګړی کړ.
دې ۷۷ کلن سړي د دې له پاره په دې کار لاس پورې کړ چې د مېرمنې یاد یې تل پاتې وي، هغه د دې واړه تاج محل د جوړېدو له پاره ټول ژوند پلورلی، هغه په خپلو سپمول شوو پنځه زره ډالرو او د څو محلي کارګرو په مرسته د دغې ودانۍ د جوړېدو چارې په دوه کلونو کې بشپړې کړې .
هغه چې په دې ورځو کې پیسې نه لري پرېکړه یې وکړه چې دا ودانۍ د مسافرو د اوسېدو له پاره په اجاره ورکړي تر څو هغوي په دې تاج محل کې شپې تېرې کړي .
دا لیکنه کتل شوې ځلې
يوې ښځې د شپږ پښو لرونکی ماشوم وزېږاوۀ مېرمن (دانا) غواړي، د نړۍ تر ټولو چاغه ښځه شي! دوه کلنه ماشومه ، ٤٥ کيلو وزن لري! |