بره الواته راکړه چې واړه لوري وګورم
خدایه کاينات به دې د هسک له ستوري وګورم
کاڼي يې ويشتو ته جوړ، که جوړ دي ترې کورونه خو
ووايه چې غره ته زه له کوم ليدلوري وګورم ؟!
خوب وينم، دوزخ کې يم، لمبې رانه چاپېره وي
مورې! هلته هم ستا د دوعاوو سيوري وګورم
وايمه چې څله ستا ستاينې ته راټول نه دي
چېرته چې په پاڼه بې غزله توري وګورم
ستا د ارمانونو رنګ يې ښکاري په څېرو باندې
زه چې لارويه د دنيا کمزوري وګورم