|
پاکستان د کرکټ نولس کلنو کپ سیالیو په دوام له هند څخه ماتې ومنله د نولس کلنو نړیوال کپ سیالیو په کوارټر پایلوبه کې نن هندوستان له پاکستان سره د لوبې ډګر ته ووت چې د هندوستان له خوا له ماتې سره مخ شو.
پچه پاکستان وګټله او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، د پاکستان نولس کلنو لوبډلې د ۴۶ اور په لوبولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل اود هند نولس کلنو لوبډلې ته یې د ۱۳۷ منډو هدف وټاکه.
هندي لوبغاړو په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د پاکستانۍ لوبډلې لوبه پیلونکی لوبغاړی سمېع اسلم یې په لومړي بال سره وسوځاوه. همدا راز هندي بالرانو وکولی شول چې د پاکستان تکړه لوبغاړي امام الحق، محمد نواز، سلمان افریدی او ضیاءالحق په بې له کومې منډې (په صفر) وسوځوي.
خو د پاکستانۍ لوبډلې کپتان بابر اعظم وکولای شول په ۱۴۱ بالونو خپله پینځوسیزه پوره کړي. همدا راز احسان عدیل وکولای شول ٣٥ منډې جوړې کړي.
د هندوستان له خوا په توپ اچونه کې ځوان لوبغاړي سنډیپ شرما ۳ پاکستاني لوبغاړي او راویکنټ سېنګ هم ٣ لوبغاړي وسوځول.
هندوستان خپله پاڼۍ پیل کړه او د پاکستان له خوا ورکړل شوي هدف ته یې د ځان رسولو هڅه کوله، که څه هم هندوستان هم خپل درې لوبغاړي بې له کومې منډې جوړولو له لاسه ورکړي وو خو بیا هم وتوانېدل د ۴۸ اور په پای ته رسېدو سره د ۹ لوبغاړو په سوځېدو د پاکستان له خوا ورکړل شوی هدف ترلاسه کړي او لوبه وګټي.
د پاکستان له خوا په توپ اچونه کې ضیاءالحق او عزیز الله وتوانېدل چې درې ، درې هندي لوبغاړي وسوځوي، خو په ټول کې لوبه ډېره په زړه پورې وه چې تر ډېره یو شان روانه وه، د هندوستان او پاکستان تر منځ تل لوبې په همدې ډول په زړه پورې وي.
پاکستان تردې مهاله د نولس کلنو په نړیوال کپ سیالیو کې کومه ماتې نه درلوده خو نن د دغه هېواد د پخواني سیال هند له خوا له ماتې سره مخ شو. او په دې سره هند د نړیوال کپ سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره ومونده.
افغان کرکټ لوبډلې پرله پسې څلورمه برياتر لاسه کړه انګلستان د دريم ځل لۀ پاره پاکستان پۀ ګونډو کړ! |