|
دا دواړه يو تن دی، او د تصويرونو تر منځ فاصله هم يوازې درې کاله ده. دغه ښځه (انګوین تی پونګ) نوميږي او د ويتنام هيواد اوسېدونکې ده. لۀ ٢٠٠٨ کال راهيسې د پوستکي پۀ يو ډول ځانګړې ناروغۍ اخته شوې ده چې د بېوزلۍ لۀ امله يې پۀ تداوۍ نه ده بريالۍ شوې.
مګر اوس ډاکټرانو هغې ته وعده ورکړې چې پۀ راتلونکو مياشتو کې به يې درملنې ته پۀ وړيا ډول ادامه ورکړي . دې بېوزلې ښځې ټول وخت لۀ ځانګړو ماسکونو څخه ګټه اخيسته، مګر اوس هيله منه شوې چې طبي علوم دا ستونزه هوارولی شي.
پونګ پۀ دې باور ده چې پۀ دې ناروغۍ د هغوسمندري خوړو د حساسيت لۀ کبله اخته شوې کومو نه چې نوموړې پۀ ٢٠٠٨ کال کې ګټه اخيستې وۀ.
دې بېچاره هر وخت حتی پۀ خوب کې هم د خپلې ناروغۍ د درملنې پۀ اړه فکر کاوۀ. پونګ د دې پۀ ځای چې روغتون ته لاړه شي لۀ کورنيو درملو(ګياوو) څخه ګټه اخيسته ځکه چې هغې او د هغې خاوندد درملنې د لګښت توان نۀ درلود .
يوه مياشت وروسته د پونګ د بدن خارښ کم شو خو پوستکی يې د زړو ښځو غوندې کوت، کوت او ګونځې، ګونځې شو، ډاکټران تر اوسه د دې ناروغۍ د اصلي لامل پۀ معلومولو نۀ دي بريالي شوي.
يوې ښځې د شپږ پښو لرونکی ماشوم وزېږاوۀ مېرمن (دانا) غواړي، د نړۍ تر ټولو چاغه ښځه شي! دوه کلنه ماشومه ، ٤٥ کيلو وزن لري! |