کتنې:

 کتنې:

کۀ پۀ ميوند کې شهيد نۀ شوې

خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه

***

خال به  د یار لۀ  وينو کېدم 

 چې شينکي باغ کې ګل گلاب وشرموينه

***

د غرۀ پۀ سر لاټين بليږي

هغه مې ورور دی ماته ګوتې جوړوينه

***

دېوال سوری که ګوتې راکه

پلار مې خټګر دی بيا به جوړ کړي دېوالونه

***

اختر پرون ؤ پرون تېر شو

د بغدادۍ کوترو نن راغلل سيلونه

***

ورونه اختر ته خويندې بيايي

بې ورونو خويندې دېوالو ته ناستې دينه

***

اختر چې تېر شي بيا به راشي

د نادانۍعمر چې تېر شي نۀ راځينه

***

زما د اوو ورونو لښکر دی

کۀ زۀ سرتوره پۀ لار ځم پټه به يمه

***

د مازيګر زيړيه لمره

پۀ روغو وايه د رنځورو سلامونه

***

چې لمونځ قضا شي بيا ادا شي

ادا به نۀ شي قضا شوي ديدنونه

***

د مازيګر زيړيه لمره

يا مې درواخله يا در لنډ که تنابونه

***

چې مازيګر شي زېړی لمر شي

پۀ چا اختر شي څوک دغم ژړا کوينه

***

ګودر د پېغلو جماعت دی

امام يې نشته مخ پۀ لمر ولاړې دينه

***

د جانان کور پۀ لمر خاتۀ دی

کۀ پۀ قبله وای ما به لمونځ ورته کاونه

***

مخ پۀ قبله مې د يار کور دی

لمونځ مې بانه دی د خپل يار ديدن کوومه

***

چپه کاکله د غم ګله

پۀ سيخکي پسې لۀ بامه ولوېدمه

***

چې سپينه خولۀ خورې،خاورې وخورې

پۀ سپينه خولۀ د مرګي لارې تللې دينه

***

ښېرا مې ډېرې زړۀ ته راشي

تا ته يې نۀ کووم پۀ زړۀ يې تېروومه

***

زما دې څټ پۀ کتو مات کۀ

الله دې ستا پۀ راتلو شړک وغورځوينه

***

پۀ زړۀ مې اور د ګرګو بل دی

د اسوېلو سره سکروټې غورځوومه


يادونه : مونږ د کره ټپو د راټولولو او خوندي کولوهڅه کوو، پۀ دې برخه کې ستاسو همکاري اړينه ده.