کتنې:

کتنې:

لۀ ايکسپرېس څخه د محمدطاهر ژباړه

 د افغانستان کرکټ لوبډلې دپاکستان کرکټ لوبډلې خلاف لومړنۍ يوه ورځنۍ نړيواله سيالي وبايلله خو ټول زړونه يې وګټل، د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان مصباح الحق د افغان لوبغاړو ستاينه وکړه او ويې ويل  چې د افغانستان د کرکټ لوبډله د يو ورځنيو سيالو يوه خطرناکه لوبډله ده هغه يوازې بنګله دېش او زمبابوې نۀ بلکې ډېرې قوي لوبډلې ماتولی شي ، دا يوازې د تجربې ترلاسه کولو خبره ده، کۀ چيرته افغان کرکټ لوبډله د قوي لوبډلو خلاف ډېرې سيالۍ وکړي نو کارکردګي به يې ښه وي .

د افغان کرکټ لوبډلې نه متاثره مصباح الحق د افغان کرکټ لوبډلې فيلډينګ هم ډېر وستايلو.

د افغان کرکټ لوبډلې کپتان نوروز منګل هم د خپلو لوبغاړو لۀ کارکردګۍ نه خوشاله ؤ ، هغۀ وويل : چې پاکستان سره لوبه کې  زمونږ پيل ډېر ښۀ ؤ مګر لۀ بده بخته ميډل ارډر (د لوبې د منځ) بيټينګ خراب شو، هغوي مونږ ډېر سکور جوړولو ته پرېنښودو. هغې نه وروسته د مونږ د پاکستان دوه وېکټې  ژر وغورځولې ، نو زۀ د خپلو لوبغاړو لۀ کارکردګۍ نه خوشاله يم ، مونږ ته د دې لوبې نه ډېر څۀ زده کړل .

پۀ همدې وخت کې د افغانستان د کرکټ بورډ مشر حضرت عمر زاخېلوال وويل : مونږ د پاکستان نه مننه کوو چې مونږ ته يې د لوبې کولو موقع راکړه . اوس به هندوستان ، استراليا، بنګله دېش او سريلانکا سره دلوبې کولو زمينه برابروو. د دې ډول کارکردګۍ نه وروسته ماته هيڅ لامل نۀ تر سترګو کيږي چې دوی به د لوبې نه انکار وکړي.

زاخېلوال وويل : چې ICC او ACC زمونږ پۀ ملګرتيا کې خپل کردار ادا کړ ، خو مونږ ته بايد د قوي لوبډلو خلاف د لوبو نورو موقعو راکولو کې دې هم مرسته وکړي .

نوموړي زياته کړه : زما شخصي نظر دا دی چې قوي لوبډلې همېشه زمونږ خلاف دلوبې کولو نه د دې لۀ پاره ډډه کوي چې افغانستان نه مېچ ګټل دومره اهميت نۀ لري مګر بايلل ډېره غټه خبره ده.

هغۀ وويل چې : زمونږ پۀ هيواد کې د کابل او جلال آباد لوبغالي د هرې لوبډلې لۀ پاره خلاص دي ، کۀ هغوی نۀ راځي نو بيا مونږ د نړۍ پۀ هر ځای کې لوبې ته تيار يو.

څو نورې ليکنې:

څنګه کولی شو د بې کاره برېښناليکونو مخنيوی وکړو!

دوه کاله پۀ تشناب کې ژوند!

د نړۍ تر ټولو لوړ ځوړوبی!

هغه وخت پوه شوم !

وېروونکې او کږه ،وږه لار !