د پنيرک علمي نوم Malva sylvestris د کورنۍ نوم يې Malvaceae دی انګليسي نوم يې Common mallow پۀ عربي کې ورته خُبازي، پۀ پښتو او فارسي کې يې پنديرک، پنډېرک او پنيرک بولي .

پنيرک

پنيرک يو لۀ هغو هرزه ګياوو څخه دی چې په وچو او لمرينو ځايونو کې پيدا کيږي ،کابو ٦٠ سانتي متره اوږدوالی لري او پۀ ځينې ځايونو کې يې خلک د ګټې اخيستنې پۀ موخه هم کري.

 پنيرک د تنفسي ستونزو او د پوستکي د دانو يا ځوانکو د تداوۍ لۀ پاره ډېر ګټوردی .

د ايسنا (د تهران د طبي علومو مرکز) د راپور لۀ مخې : د پنيرکو د ګل مهمه ماده (نباتي لعاب) دي چې د هغې د تجزيې پۀ نتيجه کې ګلکتوز، ارابينوز، ګلوکوز او رامنوز چې د قندونو ډولونه دي لاسته راځي ، د دې نه علاوه د B,A اوC ويټامينونه هم پۀ پنيرک کې پيدا کيږي . همدا رنګه بلغم او د ستوني خارښ لۀ منځه وړي او د ګردې او مثانې  ناروغيو درملنه کوي .

پنيرک د ټوخي ضد او د سېنې لۀ پاره ښۀ درمل دي او د استفراق (زړۀ بدوالي) لۀ پاره هم ورڅخه ګټه اخيستل کيږي.

پۀ نيم لېتر اوبو کې د پنيرک د پاڼو او ګلانو لۀ اېشولو څخه محلول پۀ لاس راځي ، کۀ چېرې نوموړی محلول د بدن پۀ پوستکي ولګول شي پوستکی ارام او  نرموي پۀ ځانګړي ډول د هغو کسانو لۀ پاره ارامي او نرمي وربښي چې حساس او نرم پوستکی ولري .

د پنيرک لۀ جوشاندې څخه د بواسيرو د ناکرارۍ پۀ لۀ منځه وړلو، ځينې تورمونو او د سترغليو د پړسوب پۀ لرې کولو کې ګټه اخيستل کيږي.

کۀ د پنيرک د ګل او پاڼو څخه جوړه شوې جوشانده غړغړه کړل شي نو د بلغمو او د ستوني درد پۀ لۀ منځه وړلوکې  ډېر ګټور تماميږي .

کۀ چېرې د پنيرک د ريښو او پاڼو څخه (خام لېټۍ) جوړه شي او پۀ دانه کېښودل شي ، دانه سورۍ کوي زوې او اوبه يې بهر راوځي او بالاخره دانه وچيږي .

پۀ  بدن باندې د ګرمکو د لۀ منځه وړلو لۀ پاره هم لۀ پنيرک څخه ګټه اخيستل کيږي ، پۀ ځانګړي ډول د اوړي پۀ موسم کې، هغه سوځېدنه او ناکراري چې د ګرمکو لۀ کبله  پۀ بدن راپېدا شوي وي د پنيرک پۀ واسطه اراميږي، همدارنګه کۀ د بدن پۀ سوځېدلې برخه د محلول پۀ ډول ولګول شي ډېر ګټور تماميږي .

د اراموونکي او نرموونکي  خاصيت پۀ لرلو سره د هغو کسانو لۀ پاره چې  د معدې او کولمو لۀ ستونزو سره لاس او ګرېوان وي د غذا پۀ ډول توصيه کيږي .

څو نورې ليکنې :

خپلې پېغلې لور ته د ام ایاس د مور نصیحتونه :

پۀ اسلام کې د اخلاقو او ادابو مقام

كارتون چې د يو يهودي او فلسطيني ماشوم ترمنځ لفظي شخړه ښيي

د ازموينې پۀ ورځو کې بايد څۀ وخورو؟

آيا داسې شی شته چې په اوسنۍ ټکنالوجۍ کې کم وي ؟