څو به ګلونه قتلوئ ، څو به ترې ساه وباسئ
د مينې خيال به لۀ زړګي څنګه پۀ غلا وباسئ
تاسو پرې و پايئ خو ژوند درنه بې مينې نۀ شي
زما د تن وينې نچوړ کړئ ، ما نه ساه وباسئ
فرق همدغه دی ، چې دواړه بس د يو کلي يو
زۀ امن غواړمه او تاسو ترې رڼا وباسئ
حجره به ورانه شي ، جومات به هيڅوک نۀ پېژني
کۀ تصور ترې د ماما او د کاکا وباسئ
بيا به ګودر ، بيا به چينار ته څوک څۀ نۀ وايي خو!
بس د دې کلي نه يو خان او بل ملا وباسئ
نوم ورله مۀ ږدئ خېر دی مونږه خلک پېژنو خو
زما د کوره دا شر ورک کړئ دا بلا وباسئ
اتله يار دې انکار وکړي چې دې نۀ پېژنم!
بيا د هغۀ د لېونو د صف نه ما وباسئ
10.01.2012
- سيدجمال الدين فاطمي
چې يې زړونه خوښوي ، هغه تراب دی
شعر يې زړونه لړزوي ، هغه تراب دی
سر او مال زمونږه واړه ترې لوګی شه
چې مـو زړۀ ابادوي ، هــغه تراب دی
پۀ وحدت وزير لۀ ځانه هم ډېر ګران دی
د افغان سر جګوي ، هــغه تراب دی...
13.01.2012
- سيدجمال الدين فاطمي
د ام ایاس مور خپلې پېغلې لور (ام ایاس) ته د مېړۀ (عوف بن محلم الشیباني) کور ته تر ورتلو مخکې نصیحتونه کوي .
اې لورکۍ! تۀ لۀ هغۀ کور څخه ورجلا شوې چېرته چې تا خاپوړې کړې وې، لۀ هغۀ ژوند څخه ورجلا شوې چېرته چې تۀ لویه شوې وې ، داسې سړي ته ورغلې چې نه یې پېژنې او داسې ملګري ته ورغلې چې ورسره بلده نه یې، نو تۀ د دۀ لپاره وینځه شه ترڅو دی ستا لۀ پاره غلام شي ....