يوه شپه د پوهنتون په ليليه کې ملګري راټول شوي وو هر چا بېل ، بېل بحثونه کول او د خبرو لۀ پاره يې يوه موضوع لرله ، زمونږ يو ملګري د خبرو په منځ کې پوښتنه وکړه او ويې ويل :
آيا داسې شی شته چې په اوسنۍ ټکنالوجۍ کې کم وي ؟ پۀ نوې او عصري ټيکنالوجۍ کې ډېرې اسانتياوې موجود دي د مثال په ډول : د خبرو لۀ پاره ګرځنده ټيليفون ، د خبرونو د ليدلو او اورېدلو لۀ پاره راديو او تلوېزون ، د چاپ لۀ پاره پرېنټر ، د لوړ اورېدو لۀ پاره لوډسپېکر ، د ځانګړي اورېدو لۀ پاره هيډفون او نور . . .
د دې پوښتنې په اورېدو سره ناستو ملګرو ډول ، ډول ځوابونه ورکړل او بېلا بېلې تبصرې يې پرې وکړې . څۀ وخت وروسته مې يو انځور تر لاسه کړ چې زمونږ د ملګري د پوښتنې سره يې مستقيمه اړيکه درلوده جالب او پۀ زړۀ پورې راته ښکاره شواو دلته مې لۀ تاسو سره شريک کړ !
انځور وګورئ او مونږ سره خپل نظرونه شريک کړئ ، پۀ دې اړه ستا سو څۀ نظر دی ؟!
اياغواړئ چې خپل له مينځه تللي فايلونه مو بېرته تر لاسه کړئ؟ پۀ هغو پروګرامونو کې پښتو ولیکئ چې پښتو پکې نۀ لیکل کیږي |