د ښاغلي رحمت الله درد يو ښکلی او شهکار غزل :
ګنې دا ژوند دی؟ ، چې تيريږي لۀ اشنا نه بغېر؟
رښتيا دي ګله! چې ګلاب چېرې بې خاره نۀ وي
هر څۀ درکړي دي خدای تا ته ، لۀ وفا نه بغېر
تۀ دومره وکړه،چې پۀ خوږ زړګي مې لاس کېږدوه
بيا راته وايه ! که روغ نۀ شو لۀ دوا نه بغېر
کاڼي دي کاڼي ، د يوې پيسې ارزښت نۀ لري
زړۀ محبت نه بغېر ، سترګې لۀ حيا نه بغېر
د زړګي کور مې بې لۀ تا نه داسې وران ليدۀ شي
لکه د کلي جومات لوګ شي لۀ مُلا نه بغېر
ما چې ټول عمر دعاګانې ورته غوښتې لۀ خدای
نن پۀ ما تېر شو لۀ سلام او لۀ دعا نه بغېر
چا وې چې مينه نۀ پټېږي ، په مونږ څوک خبر شو؟
هلته لۀ تا نه سېوا ، دلته کې لۀ ما نه بغېر
زړۀ به يې غواړي خو پۀ خولۀ ګل مخي (هو) نۀ کوي
مړوند يې نيسه کله ، کله لۀ رضا نه بغېر
تۀ مرور خو شه ! لۀ (درد) نه سترګې وا خو ړوه!
چا وې چې نشته دي مرګونه لۀ قضا نه بغېر .