د پکتيا ولايت په مرکز ګرديز کې د (ځوانان په عمل کې) ټولنې لۀ خوا د (کرکټ د سولې لۀ پاره ) په نوم د کرکټ ټورنمنټ جوړ شوی چې ددې ټورنمنټ لومړۍ سيالي د رود احمدزيو او زرمت لوبډلو لۀ خوا ترسره شوې نوموړې سيالي د رود احمدزيو لوبډلې په ١٠ منډو د زرمت له لوبډلې څخه وګټله.
د نوموړي ټورنمنټ دويمه سيالي پرون د ٢٠١١ميلادي کال د جون د مياشتې په ١٤ نېټه د پوهنتون او نښتر لوبډلو تر منځ وشوه چې لومړی پوهنتون لوبډلې پچه وګټله او توپ وهنه يې غوره کړه د پوهنتون لوبډلې په ١٤ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځيدو سره نښتر لوبډلې ته ١٨٥ منډې هدف وټاکۀ ، له دې وروسته نښتر لوبډلې توپ وهنه پيل کړه خو نښتر لوبډلې ونشوای کولی چې نوموړی هدف پوره کړي او په ١٤ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره ٩٠ منډې جوړې کړې، لوبه په ډېر لوړ تفاوت (١٠٠) منډو د پکتيا پوهنتون په ګټه تمامه شوه.
د يادونې وړ ده چې په دې سيالۍ کې د پکتيا پوهنتون له خوا قاري اسماعيل ٨٥ منډې او رحمت ٦٣ منډې جوړې کړې باز محمد ٤ لوبغاړي وسوځول .
قاري اسماعيل د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.