د افغان يونايټيډ بانک او پکتيا پوهنتون د کرکټ لوبډلو تر منځ د کرکټ سيالي د يکشنبې په ورځ په کابل کې شا او خوا د سهار په نهه بجو پيل شوه، افغان يونايټيډ بانک پچه وګټله او توپ وهنه يې غوره کړه چې په ٢٥ آورونو کې يې پکتيا پوهنتون ته ١٨٤ منډې هدف وټاکۀ پکتيا پوهنتون ونشوای کولی چې ټاکل شوی هدف پوره کړي او افغان يونايټيډ بانک دا سيالي په ١٠ منډو وګټله.
د افغان يونايټيډ بانک له خوا همايون ښه لوبه وکړه او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. د يادونې وړ ده چې د پکتيا پوهنتون له خوا خيال محمد او رحمت ښه ملګرتيا وکړه او ٨٢ منډې يې جوړې کړې او محبت په توپ اچونه کې وړتيا وښوده او درې لوبغاړې وسوځول..
22.05.2011
- سيدجمال الدين فاطمي
انګلش -پښتو،پښتو انګلش قاموس چې ښاغلي اسرار احمد کريمزي جوړ کړی ښکلي او په زړه پورې قاموس دی، ما چې وليدل ډېری ځوانان د يو داسې قاموس په لټه کې دي چې انګلش -پښتو،پښتو انګلش قاموس وي نو له دې امله مې غوره وګڼله چې دا ګټور قاموس په خپلې برېښنا پاڼې کې تاسو سره شريک کړم هيله ده چې ګټه ترې واخلئ.د نومړړي قاموس د ښکته کولو له پاره دلته...
10.06.2011
- سيدجمال الدين فاطمي
تا نه لـــــــــــــرې دی خـــــــــو ما ته ډېر نژدې دی
زمانې! مــــــــرګ لکه ســــــــيوری راپسې دی
ســـــــــــتا جــنت ته خــــــدايه سل لارې درغلي
خـــــــو مــــونږ خـــوارو ته يوازې په کعبې دی
دومره فـرق دی، زما غوڅې، غوڅې شو...