په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د کږې بازار سره نژدې یوه ونه ده، چې د چا غاښ خوږيږی په دې ونه یو مېخ ټک وهي، دوی په دې عقیده دي چې په دې ونه له مېخ ټک وهلو سره سم د غاښ درد ارامیږي او شفا مومي . د دې ونې ډډ (تنه) اوس مهال د یو انسان د قد په اندازه له میخونو څخه ډکه ده . له دې وروسته که د چا غاښ درد کوي مجبور دی چې له ځان سره زینه هم یوسي ځکه چې د ونې ښکته برخه نورو میخونو نېولې ده او د ونې په پورتنۍ برخه کې د مېخ ټک وهلو له پاره زینه اړینه ده.
د یادونې وړ ده چې دیني علمأ د خلکو دا ډول عقيده شرک بولي او وايي چې انسانان باید د ستونزو د لرې کېدو له پاره ستر څښتن (جل جلاله ) ته رجوع وکړي او له سپېڅلي ذات (جل جلاله ) څخه يې مرسته وغواړي .
د نوموړې ونې څو انځورونه :