تاسې به ټول پرنجی پېژنۍ چې پۀ عربي ژبدود کې ورته عطسه وايي . د اسلام مقدس دين لارښوونه ده څوک چې وپرنجيږي نو دغه کس بايد الحمد الله ووايي کله چې ددۀ غږ بل مسلمان واورېدۀ نو پۀ ځواب کې بايد هغه دۀ ته يرحمک الله ووايي او د دوهم ځل دباره پرنجيدونکی سړی دوهم کس ته بايد د جزاک الله ځواب ورکړي .
د پورته خبرو مانا داده چې کله يو چا ته د پرنجي پېښه وشي نو دۀ ته پۀ کار ده چې الحمدالله ووايي او د خدای (ج) شکر ادا کړي مانا يې داده چې : ټول ثنا او صفت چې دی خدای (ج) لره دی ، دوهم کس ته چې د دۀ غږ يا د الحمدالله اواز اواوري نو هغه بايد يرحمک الله ورته ووايي يانې خدای (ج) دې رحم درباندې وکړي ، بېرته د دۀ ځواب داده : جزاک الله مانا يې داده چې تا ته دې هم خدای(ج) د خير جزا درکړي پۀ دغه اسلامي وينا کې ډېر لوی طبي راز پروت دی .
طبي راز دا دی چې : د انسان وچې مرۍ څخه نيولې بيا تر سږو پورې لوی خدای (ج) داسې يو جوړښت پيدا کړی چې وېښتو ته ورته دی او دغه وېښتۀ ډوله جوړښتونه تل پۀ حرکت کې وي او پۀ طبي اصطلاح کې ورته (Cilia) وايي دغه جوړښتونه څلورويشت ساعته يا شپه او ورځ د حرکت پۀ حال کې وي د دوی خوځښت ته پۀ طبي اصطلاح کې (Ciliary Movement) وايي دا چې دغه جوړښتونه الله (ج) د څۀ لۀ پاره پيدا کړي او د هغوی دنده څۀ شی ده دې خبرې ته راځو :
دغه وېښتۀ ډوله جوړښتونه د تنفسي سيستم څخه دفاع کوي او هغه لۀ ناروغيو څخه ساتي ، داسې چې کله انسان ساه اخلي نو پۀ دغه هوا کې چې دی يې تنفس کوي ، ګردونه ، دوړې او مکرړبړنه موجود وي ، نو چې کله دغه مکروبونه او نور زيانمن توکي ددغه وېښتۀ ډوله جوړښتونو څخه تيريږي نو دغه جوړښتونه د دې ځواک لري چې د ځان خوا ته يې راکش کړي ، کله يې چې راونيول نو د دې څخه مخنيوی وشو چې دغه مکروبونه او دوړې سږو ته ننوزي او د هغوی د ناروغۍ لامل شي ، ځکه خو دغه جوړښتونه دتنفسي سيستم د پيره دارۍ دنده لري ، کله چې دغه وېښتۀ ډوله جوړښتونه دغه مکروبونه او دوړې ونيسي نو د خپلو حرکتونو پۀ وسيله يې حنجرې ته رسوي کله چې حنجرې ته راورسيږي دلته يو عصب ده چې هغه تمبه کوي کله چې هغه تمبه شي نو شي نو د دغې تمبې لۀ کبله انسان پرنجي ته اړ کيږي کله چې نوموړی کس وپرنجيږي نو نو دغه مکروبونه او ګردونه ټول ورسره بهر کيږي او انسان يې د زيانه خلاصيږي .
نو دا چې د پرنجي څخه وروسته اسلام خلکو ته سپارښتنه کوي چې الحمدالله ووايي پۀ دې کې هغه طبي راز دی چې تاسې ولوست ، ځکه مسلمان ته پۀ کار دي چې د هغه خدای (ج) شکر ادا کړي چې هغۀ پۀ خپل قدرت سره د دۀ پۀ وجود کې يو حساس او عجيبه سيستم کارولی ده چې دۀ ته مکروبونه نۀ پريږدي او لۀ ناروغيو څخه يې ژغوري .