وياړ
هغه خبرې او چلند چې بايد هيڅکله له ماشوم سره ونشي:
1-په ماشوم باندې له خپل نوم پرته اضافي او ناسم نومونه لکه ((تړتړی،لټ،ټنبل)) او....... که چيرې دا ډول نومونه په ماشوم باندې کيښودل شي نو هغوي داسې فکر کوي چې همدا بد يا ناسم صفتونه لري .ددغو بدو نومونو اوصفتونو له امله ترسختو اراويي فشارونو لاندې رازې او پرخپل نفس باور او ويساينه له لاسه ورکوي. دبيلګې په توګه که چيرې ماشوم ته ډارن او بې زړه وويل شي هغه تل پر خپل بيزړه توب فکر کوي او له خپلو همزولو ځان کم احساسوي. که يو ماشوم ته ګنګی يا تړتړی وويل شي نو هيڅکله به زړه ونکړي چې دچا پروړاندې وغيږي او خبرې وکړي .داسې نورې په سلهاوو بيلګې شته چې دماشوم په روحي حالت باندې نيغ په نيغه اغيزه کوي او دماشوم په شخصيت بيدريغه اوکلک ګوزار کولاي شي.
ددې پرځاي بايد ماشوم په مثبتو او سمو جملو دخپلو دندو ياکړنو په اړه په ښه او کراره توګه وپوهول شي.
دبيلګې په توګه ماشوم ته بايد وويل شي :
ستا کتابونه اوکتابچې دکوټې پر غولي خواره واره دي اوبايد ټول کړل شي.
داکوټه ډيره ګډه وډه ده او بايد ټول کړل شي.
او داسې نورې جملې چې کيداي شي ماشوم خپل ناسم چلند ته متوجه کړي.
((نوربيا))