عام طالب
سلام
اول خوله ښاغلي بلاګ چلونکي نه هیله کوم چې خبربشپړنشرکړي اوورسره داسلامي تحریک دویاندانودنظرهم خپورکړي چې داخبره یې یوه افواه بللې ځکه په تیرکال کې څووارې داسې شوي چې وروسته دروغ ثابتې شویدی لکه دمولوي کبیردنیولوادعا داخترمحمدمنصور دشهادت ادعا چې تیرکا دبرطاني دفاع وزیرهم پرې خوښي وښوده خوهغه لاژوندی ګرځي دغه راز نورو دروغ .
اوبیاکه نیول شوي زماله انده په سلامي تحریک ځکه بده اغیزه ونکړي چې ملابرادررښتیایومشروه اوصلاحیتونه یې درلودل خودتحریک کار ډول دهغه چاپه لاس کې دی چې عملایې توپک په اوږه دی اوجګړه کوي داسې زیاتره مشران چې په رادیوګانو کې یادیږي دتحریک په کاري وړتیاکې سمبولیک دریځ لري ځکه خوپه تیره موده کې دداډول مشهوروقومندانانو اومشرانوشهادت کومه بده اغیزه نه ده ښندلې اوبله خو لاشاعرانه دلیل دی چې وایي .
وياړ//ورورګله داخبر په بيړنۍ توګه ما له يو ې بهرنۍ سرچينې نه اخيستی اوخپور کړی و.په داسې حالاتو کې مونږ ته د هماغې رسنۍ دبې پرېتوب و دقيق والي خبره مهمه ده چاچې خبر خپور کړی او که چيرې خبر غلط وخوت بيا به يې ځواب هم هماغه رسنۍ وايي کوم چې مونږ د سرچينې په توګه کارولې ده.مونږ په دغسې حالاتوکې دې ته اړ نه يو چې په دولتي چارواکو اوياهم امارتي چارواکو پسې خپله ورځ ورکه کړو .