هوسۍ
ویاړ صیب ما فکر نه کاوه ،چې ستاسې په ویبلاګ کې به دومره پوچي خبرې کیږي
خبره دهېوادمل صیب او یون صیب په اړه وه دا ډول پیغورونه او تورونه دا په ډاګه کوې ،چې څومره له عقدې ډک یاست .
په هر صورت زه چې تر کومه هېوادمل صیب او یون صیب پيژنم داخبرې له څيرمې ناروا او ناسمې دي په هر صورت دکرزي په په پلیت نظام کې داشخاصو خبره مهمه نه ده ، بلکې دا ګرد نظام باید ړنګ شي ځکه همدې کرزي پر پښتنو ځمکه تبۍ کړې ده
په دومره ناوړه او مردار نظام کې دهیوادمل او یون غوندې کسان ددې واک او صلاحیت نه لري ،چې له یوه توري یوه نقطه لرې کړي که دیون اوهېوادمل په ارمان کېدای اوس به دا هېواد ګل اوګلزار و ددې پر ځای ،چې دوی ته بد رداو کنځل وکړو داسې څه کړې دي او څه به وکوې
په درنښت
هوسۍ
وياړ\هوسۍ جانې يون صاحب زما شخصي ملګری دی او څومره چی يون صاحب او هيوادمل صاحب تاته ګران دي ترهغه ډير ماته قدرمن دي.
خو که دبيان په ازادۍ باورمند يو نو ولی دچا پر خولې لاس کيږدو .دا ليکنه زما نه وه بلکې ديوچا راليږلی نظر و. زه لکه څومره چې ستاسو نظر ته په درنه سترګه ګورم هومره دنورو دوستانو نظرونه هم راته ګران دي. او داپه دې مانا نه چې خداي مکړه مونږ دخپلو مشرانو سپکاوي ته ناست يو. تاسو ماته عقده يي ويلي داستاسو نظر دی او زه يې ددې لپاره خپروم چې ماته مو ويلي ښه ده چې بل څوک مو نه دي رټلي زه دبيان ازادۍ ته ژمن يم اوستاسو جرت ستايم.مننه ډيره زياته