لرغونی لاروی
نه رهین – نه کریم
د رهین تله او راتله سم د خوب لیده وو خو د تللو خوب یې ډېر لنډ، ؤ. د رهین له تلو سره کریم یو ناڅاپی کاڼی ؤ چې د افغانستان په اطلاعاتو او کولتور راولوید. خو دا هم ډېر دروند ؤ نو بېرته همغه سپک رهین راغلو. په فرهنګي او کلتوري چارو کې دواړه یو له بله بد تر وو. دا چې ولې یو هم د ملت د فرهنګ او علم په ګټه نه ؤ، دلته پرې غږېږ.
لومړی: رهین یو ډاکټر ؤ، په کار پوهېدو او د علم او فرهنګ سره له پخوا اشنا ؤ خو د کار سړی نه ؤ. ځکه چې کار یې نه کاوه. پاړسيوان او پښتانه ټول ترې خپه وو. کاشکې یې پر ځای داسې یو شخص ګومارل شوی وای چې لږ تر لږه په هره خوا کې تر مخدوم رهین وړ او مناسب وای، خو بدبختانه! پر ځای یې داسې یو شخص تعین شو چې بیا هم د هیواد اطلاعاتو او فرهنګ ته چندان کار ونه شو! ځکه چې کریم خرم د علم او فرهنګ له مخې یو مغشوش السند سړی انسان دی. تر وزارت د مخه یې چا یوه علمي او فرهنګي کرښه هم نه وه لوستې. کار یې هم ونه کړ. د رهین او کریم یو څو عمده توپیرونه دا وو:
جسمي توپیر: رهین سپک او کریم دروند
علمي او فرهنګي توپیر: رهین ډاکټر او کریم هیڅ شی هم نه
د لیکوالۍ په اړه: رهین لیکوال ؤ خو متعصب ولې کریم یوه کرښه هم نه وه توره کړې.
ژبنی توپیر: رهین پاړسیوان او ورسره متعصب ؤ کریم پښتون او ورسره متعصب ؤ
د تعصب توپیر: رهین غټ متعصب ؤ چې د پښتو او پاړسو تعصب یې کاوه خو کریم سپک او وړوکی متعصب ؤ چې یوازې د کلی او سیمې په سطحه ووړ تعصب یې کاوه. ډالري او سوپر سکیل معاشونه یې یوازې خپل قبیلوي خېل ته حواله کول.
د رهین په وخت کې هم د هیواد تاریخي او لرغوني اثار غلا کېدل او د کریم په خت کې هم د محمداغه د مس عینک، د هرات او ... د لرغونو اثارو لوټ او غلا ښه په درز کې روانه ده.
د رهین سمینارونه هم تش په نامه او بې معنی وو، د کریم تر رهین لا بدتره وو.
رهین هم د ایران په خدمت کې ؤ او کریم هم د ایران په چوپړ کې دی.
د رهین په وخت کې هم د ملي ټلویزیون ملي لوری کوږ ؤ او د کریم په وخت کې هم همغه لوری دی.
د رهین په وخت کې هم د پښتو خبرونو اولویت پاړسو ته ورکړل شوی ؤ او د کریم په وخت کې هم همغه دود خوندي وساتل شو.
د رهین په وخت کې پښتو او پاړسي پروګرامونه بېل ؤ خو ملي نه ؤ . د کریم په وخت کې د پښتو سهارنی پروګرام درې ورځې پښتو او پوره څلور ورځې پاړسو دی.
د رهین په وخت کې یوازې ملي ټلویزیون د حکومت په خدمت کې ؤ د کریم په وخت کې خپلواکې خپرونې هم وپلورل شوې لکه ویسا.
د رهین په وخت کې هم په افغانستان کې په پښتو اعلانونو ملنډې وهل کېدې او د کریم په وخت کې هم ویل کېږي.
رهین هم د واټونو او سړکونو نومول د سمتي تعصب له مخې کول خو کریم ورته د کلیوالي تعصب ډله جوړه کړې ده.
د رهین واک د رهین ؤ خو دکریم سره د احمدي وردګ په نامه یو هلکی تر کریم خرم زیا واک لري.
بس خو څه به مو سر خوږووم خو په لنډو به ووایم چې
نه رهین نه کریم، نه رهین نه کریم، نه رهین نه کریم نه رهین نه کریم، نه رهین نه کریم، نه رهین نه کریم نه رهین نه کریم، نه رهین نه کریم، نه رهین نه کریم نه رهین نه کریم، نه رهین نه کریم، نه رهین نه کریم