رياض نايبخيل
.ګرانو وطنوالو اسلام عليکم.کله چی يو ازاد هيواد د بل هيواد له خوا مستعميره کيږی نو د خپل استعماری پلان د بشپړ عملی کولو دپاره په لاندی څو برخو کار کوی او هغه دادي.اول.داسی کسان لټوې چی خپل شوم پلانونه دهغوی په واسطه عملی کړی. دوهم دهغه هيواد سياسی حالات دومره خرابوی چی يو ګوند يا سياسی ډله د بل په مقابل کی وسلی ته لاس پورته کړی.دريم.د هغه هيواد نظامی طاقت ضعيفوی او له منځه وړي. څلورم.دهغه هيواد اقتصادی بنسټونه ړنګوی.پنځم.دهغه هيواد عقيدوی ،کلتوری او عنعنوی بنسټونه تخريبوی او ورو ورو لمنځه وړی.دا پورته پنځه اساسات چه کله د يوه هيواد له منځه يوړل شی پخپله د هغه هيواد استقلال لمنځه ځی او اشغاليدو او مستعميری ته چمتو کيړی نو که د٣١ کلنی جګړی را ديخوا دخپل وطن تاريخ ته نظر واچوو دا هر څه مو دسر په سترګو وليدل نو کرزی هم د پورته اخری پنځمی مادی د تطبيق لپاره د وطن د دښمنانو د پلانونو د عملی ګولو دپاره رهين مخدوم وزير مقرر کړاو پخپله هم د پردې غلام دې او لعنت د ولسی جرګی په هغه پښتنو غړو شه چی دخپل قوم دښمن او دوست نه پيژنی او دڅو پيسو په بدل کی خپل ملت خرڅوی٠ افغان ملت بايد نور هوښيار شی او اينده دکرزی غوندی خاين ته خپله رايه ور نکړی.