معراج / وياړ
کله چې پيغمبر عليه سلام معراج ته ولاړ نو دخپل امت لپاره تيارشوي جنتونه يې کتل.يوچيرې حورې سره راټولې وې چمبه يې وهله او بدلې يې ويلې.کله چې پيغمبر عليه اسلام هغوي ته نږدې ورورسيد نوټولې حورې نبي عيله سلام ته د درناوي لپاره راپورته شوې.له هغو نه يوې شوخې يې پيغمبر عليه اسلام ته وويل: ياپيغمبر عليه اسلامه ما به له خيره سره خپل کوم يو امتي ته ورکوې؟ پيغمبر عيله سلام وخندل بيا يې ورته وويل ته خو مې د حضرت بلال لپاره خوښه يې.حورې مخ تا وکړ او وې ويل: اوهو زه يې هغه تور حبشې ته ورکړم.
پيغمبر عيله اسلام اوفرمايل: هغه تور حبشي پرما مين دی نه پرتا، ته دهغه له قدره څه خبره يې،الله تعالي به دقيامت په ورځ د حضرت بلال له رنګه ټول تور را ټول کړي او د جنت حورو ته به ترې خالونه ووهي.
******
پيغمبر عليه اسلام دمعراج په شپه دجبريل امين په ملتيا دخپل امت جنتونه کتل نو دهريو امتي دجنت له کتلو وروسته يې کله چې ديوې ماڼۍ په درشل پښه مبارکه کيښوده له جبريل امين نه يې وپوښتل چې دا جنت زما دکوم امتي دی؟ جبريل عليه سلام ورته وويل : دا دحضرت عمرفاروق لپاره دی.پيغمبرعليه سلام ژر پښه بيرته راکاږله اوپه شا شو.جبريل عليه سلام وپوښتل يا پيغمبر عليه سلام داکار مو ولې وکړ.هغه مبارک ورته وفرمايل: حضرت عمر رض ډير غيرتي دی هسې نه چې کله بيرته مدينې ته ولاړ شم او داکيسه ورته وکړم راباندې په قار نشي چې اي پيغمبر عيله سلام زما له اجازې پرته څنګه زما کورته دننه شوی يې.
دحضرت عمر رض دغيرت په اړه پيغمبر عيله سلام ويلي دي چې د قيامت په ورځ به الله تعالي خپلو ټو لو بنده ګانو ته دمور په نوم غږ کوي ان پيغمبر عيله سلام ته به هم دخپلې مور بي بي په نوم غږ کوي چې اي محمده دامنې زويه راشه او خپل حساب ورکړه چې دنياکې دې څه کړي دي.
خو يوازينې انسان چې دپلار په نوم ورته غږ کيږي هغه به حضرت عمر رض وي .هغه ته به غږ کيږي چې اي عمر دخطاب زويه راشه اوخپل حساب دې ورکړه. داځکه چې الله تعالي وايي حضرت عمر ډير غيرتي دی هسې نه چې دمور نوم يې واخلم پرې بده ولګيږي چې يا الله په دې محشر کې دا دټولو خلکو ترمنځ دې زما دمور نوم ولې واخيست.