عبدالقديم وياړ د ارواښاد الله محمدخان زوي په خټه اندړ او دکابل ولايت دموسهي ولسوالۍ اصلي اوسيدونکی دی.

لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې دکابل ښار له دقيقي بلخي ښوونځي نه پيل اودکابل په عبدالرحمن پژواک ليسه کې پاي ته ورسولې.

له هيواد څخه دباندې او دننه يې دژورناليزم او پښتو ادبياتو په برخه کې خورې ورې زده کړې کړي او اوس مهال په کابل کې د ادبياتو پوهنځي د عربي څانګې محصل دی.

دندې:

شاوخوا يوکال يې له پژواک خبري اژانس سره د خبريال په توګه کارکړی ترهغې وروسته يې څلور کاله وړاندې له طلوع خصوصي ټلويزون سره دخبريالي دنده پيل کړه.اوس مهال له لمر او طلوع ټلويزونونو سره دخبريال ،پروډيوسر او ايډيټر په توګه کارکوي.

ab.qadeem@yahoo.com

mob:0093700068754