په شيرپور کې مې دوه بنګلې دي

ښځې مې درې دي يوه بله جوړ ومه

 

مورې بيسواد ته مې ورنکړې

دواخانې ته په نسوارو پسې زينه

 

دپيغلو سوال ځکه نه قبليږي

مخکې له سوال نه په زيارت کوې نازونه

 

 خدايه تورسرې کونډې مکړې

په ځوانه ځوانۍ دپردوخدمت کوينه

 

دالوچې په رنګې سره ده

خلکې يې وينځي زه يې خاوروسره خورمه

 

له پيښوره راغلې ستړی مشې

اوله خوله درکړم که دې جيب ولټومه

 

 دشين کيدو اميد مې نشته

جانان په ځمکه د ملتان کرلی يمه

 

اخر بۀ وران شې پېښوره  

د ننګرهار نجونې ښېرا درته کوينه