موږ رښتيا روژه نيولې؟: محمدالله ارين

روژه د خير، برکت، رحمت، مغفرت، قرآن کريم د نزول، دعا د قبليدو، نفل په فرضو د حسابيدو، دوزخ او شيطان د تړل کیدو مياشت ده خو په افغانستان کې تر ډيره دا خبرې يوازې د ویلو تر کچې دي او موږ خو په دې دنيا د روژې کومې ګټې نه دي ليدلي،البته هغه ګټې چې له الله تعالی سره دي هغه به له هغه څخه غواړو، خو د بنده ګانو مکلفیت او پوره کيدل يي موږ نه دي ليدلي.

په دې مياشت کې برکت کډه کړې، خير پکې هیڅ چاته نه رسيږي په ځانګړي ډول غريب خوغرق دی، مخکې به غريب لږ تر لږه له وچې ډوډۍ سره تريخ چای پيدا کولای شوای اوس دواړه نشته دي، د دعاوو پر ځای پکې ښيراوې ډيرې کيږي، او زه چې څومره خيال کوم شونې ده د افغانستان شيطانان هم په دې مياشت کې خلاص وي، ځکه که خلاص نه وای نو خلک به يو څه سم وی.

زه دا څو ورځې پرته له دې چې څه ته اړتيا ولرم، ځينې توکي بيه کوم، يوه کيلو ګاز له ۴۵ افغانيو ۷۵ افغانیو ته پورته شوی دی دا ځکه چې د روژې برکات دي،يو ليټر تيل له ۵۷ افغانیو ۶۳ افغانيو ته پورته شوي دي ځکه د روژې برکات دي، د ښو پر ځای بدې، د صبر پر ځای سوکان او لغتې ډيرې شوي دي او دا هم د روژې برکات دي، په ټول کې زموږ ټول کړه وړه دومره بدرنګی شوي دی لکه د روان دوبي سوځنده لمر او سخته تنده.

نن مې ورور ويل چې بايد اختر ته راته جامې وکړې، د څلور لارې سره نيږدې يوې هټۍ ته ور تاو شوم، يو کس پکې ناست و او په ږيره يي عبدالرب رسول سياف ته سل په سلو کې ماتې ورکړې وه، ځکه د سیاف اوس تر نامو رسيږي ددې بابا تر نامو هم ورتیره وه ما ويل بس پيدا مې کړ اصلي روژتي به همدا وی او که انصاف وي له همدي سړي سره به وي، انصاف دار ته مو په ډيره مینه سلام وکړ او انصاف دار هم انصافدار ځواب راکړ او مانا داره خندا يي هم ورسره یو ځای کړه.

ورور مې يو شين رنګي رخت ته ګوتې ورتيرې کړې ويل يي:

ـ بابا دا متر په څو دی؟

بابا وویل:

ـ جوړه په اته سوه او ګنډل يي هم درې نيم سوه چې ټول شي يولس نيم سوه افغانۍ.

بابا ته ښه ځير شوم، ځکه د ده ږيرې، روژې، په ستوني کې خبرو، نرۍ مسکا ته مې فکر خراب شو، او ورته مې وويل:

- بابا دا رخت خو د ګريس په نوم دی پاکستان کې يي يو متر په سل کلدارې دی، ته چې په کفرستان(( افغانستان)) کې دواکاندار يي خير دی متر په سل افغانۍ (( له دې سره سره چې دا هم له اسلامي شريعت سره سم غبن فاحش دی يانې تر سر او ګټه يو شاني دي)) خرڅ کړه خو نه په دوه سوه افغانۍ او ۴۰۰ کلدارې، بابا نه وړه نه راوړه ويل يي:

ـ وروره روژه ده هسې مو ولې اعصاب خرابوې په دې اته سوه والله که څوک خبرې هم وکړي.

ما چې د افغانانو روژه په تيرو څو ورځو کې ليدلې د دوی انصاف، زړه سوي، مينې، د فرضو اداکولو، خبرو او اداګانو ته ځير شوی یم دروغ وایي، کنځلې کوي، غبن فاحش کوي، سود کوي، زياتی کوي، بې رحمي کوي، جګړه کوي، د خلکو غوښې پرې کوي، هرڅه ګران پلوري، يوازې يو څه نه کوي او هغه دا چې نه څه خوری او نه څه څښي.

په ټول کې زموږ په هيواد کې روژه د برکت نه بلکه د بې برکتي مياشت شوه، خو دا مياشت د الله له لوري نه بلکه د الله بنده ګانو همداسې کړې.

زه چې دا روژه ګورم، زموږ د کلي د درمندانو وخت را ياد شي، يو وخت تهريشرې يا د غنمو ويستلو دا اتومات ماشينونه نه و موږ به په غويو باندې غنم ميدول او بيا به مو د څپر په نوم يو شی په غويو پسې اچولی و او د غويو خولې ته به مو هم پوز بند(( خلوندونی)) ور اچولی و څو غنم ونخوري نور به مو نو کار کاوو، نو زه چې ننيو، ږيرورو، بې ږيرو، لوستو ، نالوستو، ځوانانو، سپين ږيرو، ښځو او پيغلو ته ګورم، دوی راته زموږ تر غوو کم نه ښکاري، البته هغه چې ذهنا او فکرا روژه دي زما خوار له فتوا مستثنا دي او د نورو دې را پسې لاس خلاص وي.

محمدالله ارين