نعیمه غني

د میرمن کلتوري- ټولنیز بهیرد نولسمې غونډې رپوټ

میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر پرون شنبه د ۱۳۹۱ کال د وږي د میاشتې په ۲۵ نیټه  د ښوونې او روزنې وزارت په کتابتون کې غونډه وکړه. د غونډې مشره تورپیکۍ مومند، ویانده یې هیلۍ احدي او آغلې سپرغۍ بصیر اود هالند له هیواد څخه د (ویکلي ) مجلې خبریاله میرمن مینکه د غونډې میلمنې وې.

غونډه د ورځې په یوه نیمه بجه پيل شوه او د تل په څیر یې درې برخې لرلې چې په سر کې یې د کاري مسائلو په لړ کې وویل شول چې د میرمن بهیر د غړو لپاره ضروري ده چې لږ تر لږه په اونۍ کې یو ځل انترنت ته  لاس رسی ولري او خپل نوي تخلیق شوي اثار له همدې لارې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د لوستونکو تر غوږونو ورسوي، همداراز دا هم وویل شول چې په راتلونکې غونډه کې به د میرمنو لپاره لازم وظایف ورکړل شي تر څو چارې لا ښې پر مخ لاړې شي.

د غونډې په دوهمه برخه کې د میرمن مدهونا حیدري او آرزو کبیري په شعرونو په وار سره کره کتنه وشوه، خو له دې کبله چې د هغوی دواړو مورنۍ ژبې دری دي نو په شعرونو کې یې ګرامري ستونزې لیدل کیدې او بله ستونزه د هغوی د شعرونو د قالب په انتخاب کې وه، چې دې ستونزو ته په پام سره د محمودې تقوا له خوا هغوی ته د شعر د هندسي جوړښت په هکله لنډ معلومات ورکړل شول اوهمدارنګه د بهیر د میرمنو له خوا هغوی ته د ځینو اړینو کتابونو د مطالعې سپارښتنه وشوه، چې هغوی هم د مننې په کولو سره ژمنه وکړه چې یادې ستونزو ته به د حل لار مومي، او خپلې شاعرۍ ته به په پښتو ژبه دوام ورکوي.

د غونډې په دریمه برخه کې مشاعره وشوه چې په لړ کې یې لومړی مرسل افغان د پکتیا له ولایت څخه د تلیفون په لیکه خپل شعر واورولو وروسته له هغه میرمنو هرې یوې مدهونا حیدري، زمزمې نیازۍ، هیلۍ احدي، محمودې تقوا، لیمې نیازۍ، آرزو کبیري، شکریې کمالزۍ، نظیفې نیازۍ، تورپیکۍ مومند، مینا نظري، شفیقې خپلواک ، مرضیه امین، ش جلالزۍاو نعیمې شعرونه وویل.

 غونډه د ورځې په څلورو بجو پای ته ورسیده. د یادولو وړ ده چې میرمن بهیر هره شنبه د غرمې یوه بجه د ښوونې او روزنې په تالار کې غونډه کوي.