د غږ او رڼا د خاوند په نامه

بــلــنــلـیـک

د افغانستان میدیوتیک اداره ویاړي، چې خپلو علمي او فرهنګي فعالیتونو په لړ کې، دا ځل غواړي، چې د هېواد وتلي او تکړه لیکوال ښاغلي محمد انور وفا سمندر د پېنځو وروستیو چاپ شویو اثارو، «په کور یو لیونی» (ناول) «د غږ چینه»، «دوازده بال» (رمان)، «غږ او رڼا زما وزرې»، «چشمۀ آوا»، په اړه د یو علمي سمینار کوربه واوسي.

په دې توګه ټولو قلموالو، لیکوالو، پنځوالو او د کلام لارویانو ته بلنه ورکول کېږي، چې په خپل ګډون سره دغه سیمینار د کامیابۍ پولې ته ورسوئ.

یاده دې وي، چې د کلام او هنر لارویان، درانه استاذان، او مینه وال ددې فرصت لري، چې په خپلو اندونو او نظرونو سره د هېواد علمي او فرهنګي ارزښتونو د لا ښېرازۍ په لار کې له موږ سره خپل رغند او ګټور ګامونه شریک کړئ.

درناوی

حمیدالله ځاځی

د افغانستان لپاره د میدیوتیک لوی کواردیناتور

ورځ: ( پنجشنبه ) د چنګاښ ۱۵مه

وخت: ( د ماسپښین ۳ بجې )

ځای: د قلع فتح الله دویم سړک، مدینه بازار، ۱۲۳ نمبر کور، کابل ټولنیز مرکز، میدیوتیک