شرعي او عرفي قباله
(د خاطرو لړۍ)
محمدالله ارين احمدزی
دوستانو نيژدې يو کال کيږي چې په کابل کې د کور يا ځمکې د اخيستو په لټه کې يم ځکه يو خو له مسافري ستړي شوي يو او بل په وطن کې مو هم ځای نشته دی ډاريږو داسې نه وي چې څوک مو خمبيره کړي، شيرپور، وزیراکبرخان، نوي ښار او څلورمې کارتې ته مو وس نه کيږي بس د کابل په څنډو کې ځينې وخت په څرخه پله، کمپنۍ او سنګ نوشته کې د ځمکو پوښتنه کوو. دا پوښتنې او دا ګرځيدل ماته ډير عجيب دي، هغه ورځې يو ځای ته تللي و د معاملاتو د لارښونې وال ډيرې عجيبې خبرې کولې، ماته هم د ده خبرو خوند راکړ او له ځان سره مې هوډ وکړ چې دا خاطرې به ليکم، دا ده د دې خاطرو لومړۍ برخه پيلوم او هيله من يم چې د پام وړ مو وګرځي.
څرخه پله ته زموږ تګ:
د تير کال ۱۳۹۰ په وروستیو کې مې يو دوست چې په يو مخابراتي شرکت کې کار کوي راته ټليفون وکړ او راته يې وويل چې راځه د جمعې په ورځ دې د څرخي پله سيمې ته بوزم هلته نمرې ارزانه دي او ډير ښکلی ښارګوټی جوړ شوی دی. زه د ښار ګوټي د نوم په اوریدو را څک شوم ملګري ته مې وويل چې زه او ته د ښارګوټي نمرې نه شو اخيستی څه يې کوې، خو ده ټينګار کاوو چې ډيرې ارزانه دي بس سم غریب آباد دی زما او ستا واره پرې راځي.
د جمعې په ورځ مو نوې جامې واغوستې، او د څرخي پله په لور چې د کابل په ختيځ کې پرته سيمه ده او د څرخه پله مشهور زندان ته يې هم په خپله پراخه سينه کې ځای ورکړی دی حرکت وکړ. زه او ملګری مې د عبدالحق په څلور لارې کې سره يو ځای شو، هلته مې يو بل ملګری هم راسره شو ده هم ويل چې زه هم نمره اخلم، بس ټکسي مو ونيوله او د ځمکو درې تجاران مخ په څرخي پله وخوځيدو.
پر لاره مو هم د نمرو خبرې کولې په خبرو خبرو کې د څرخي پله بازار ته له رسيدو سره سم له موټره پلي شو، او د کابل ننګرهار له لويې لارې څخه په جلا شوې وړه لاره پلي روان شو ريښتيا هير مې نه شي چې د څرخي پله په بازار کې مو نيمه کيلو مومپلي هم را واخيستل ځکه خلک وايي په ساړه ژمي کې مومپلي ګرم وي، موسم ښه خوندور و هوا هم دومره سړه نه وه، بس لږ چې ولاړو نو په تنګو کوڅو سرشو ځکه ملګري مې ويل چې ښارګوټي ته غځيدلې لاره لرې ده داسې نيژدې به ورشو، ځه ځه ځه.... ايله بيله له سينده پورې ور تيرشو. له سينده پورې مې ملګري په داسې حال کې چې مومپلي هم ور ختم شوي و او ساه ساه و د دې لپاره چې موږ ته ډاډ راکړي د دې جميع الکمالات ښارګوټي په اړه يې په خپل لکچر پيل وکړ:
- ښارګوټی له دې ځايه پیل شو، دا د ښارګوټي سر دی..... ما هم ورته د مجبوري سر خواځاوو، بس همداسې مخکې پسې تلو او روان و. ښه ټوټه مزل مو وکړ خو ناڅاپه د سپیو له يوې لويې ډلې سره مخ شو. بس صم بکم عمی مو هم پرې چوف کړ او د واورې ګرداړي مو هم جوړ کړل ځکه لوټې او تيږې نه وې او لرګی موږ له ځانه سره اخيستو نه و. خو سپي نه و بلاوې وې، موږ ته يې چې را پام شو را منډې يې کړې خو ډار بد شی وي په منډه ترې خلاص شو. د کورونو تر شاه په واورو په پوښل شوې ځمکه د سپيو له ډاره بر تير شو.
نور مو هم ښه ډير مزل وکړ خو ايله بيله مو په يو کور سترګې ولګيدې زما ملګري ويل دا کور د رهنما د وال دی تاسو دلته تم شی زه به ور ورته وټکوم، موږ هم ورسره ومنله. دی ورغی او له هغې خوا يې تر لږ ځنډ وروسته يو لوی ږيری سړی له ځان سره يو ځای را ووست، سړي موږ ته له را رسيدو سره سم له ټولو سره ستړې مه شې وکړه او په ځينو افتحاري رتبو يې هم ونازولو ، ما چې عينکې په سترګو کړې وې دستي یې د ډاکټر صیب رتبه راکړه او بل دوست مې چې پتلون او دریشي يې کړې وه د مامورصیب رتبه تر لاسه کړه او دې بل هم د انجينر ربته تر لاسه کړه اوس نو موږ هم مسلکي خلک و او رتبې مو لرلې. د رتبو تر ورکړې وروسته د معاملاتو د لارښونې وال وويل: که چای نه څښۍ درځی چې ځو چې نمرې در وښيم. له ده سره پورته روان شو. سړي تر لږ ځنډ وروسته وويل دا د قومندان زیارت ګل آخند ښارګوټی دی، دلته به ښه سړکونه وي، ښه بريښنا به وي ټولې نمرې خرڅې شوي دي خو بس ستاسو قسمت ښه و درې دانې پاتې دي. بس له واورو ډکې دښتې ته يې ودرولو او ويل يې چې دا ځای پاتې دی، دا يې لار ده، دا ځای چې وينی دا لوی چوک يا څلور لارې ده، دا وړکتون دی او دلته به هم مارکيټونه، پوهنتونونه، روغتونونه وي د غره په ډډه کې به که خدای کول پسرلي ته يو نړيوال لوبغالی جوړ شي له خبرو سره به د رهنما وال مانا داره خندا هم وکړه. سړي چې غوښتل يې موږ نور هم ګرم کړي له ما يې پوښتنه وکړه ډاکتر صاب چيرې کار کوې، ما ورته وويل په یو تلويزون کې. ده سمدستي را غبرګه کړه او ويې ويل:
- ستاسو تلويزون هم دفتر دلته راوړي ځای يې لا مخکې تر مخکې اخيستی دی، بل دوست مې په مخابراتي شرکت کې کار کاوو هغه ته يې ويل چې ستاسو شرکت هم دلته راځي.................. بس څه مو کړي وی له عجیب سړي سره ګير شوي و، د سړي تر لکچر وروسته مې ترې پوښتنه وکړه چې وروره اسناد يې څه ډول دي( ځکه موږ هم ځينې خبرې زده کړې وې، چپه نمره، راسته نمره، شرعي او عرفي قواله، چورکان.....) ويل يې د کس مو ذمه وار يم خو د دولت نه. عجيب ښارګوټی و د کس ذمه وار او د دولت نه. خو خير ډیرې خبرې سره تبادله شوې او بیرته کښته را روان شو.
دې يو دوست مې ماته غلي شانتې وويل زه خو يې نه اخلم، ما ورته وويل ولې؟
ويل يې :ځکه چې د بريښنا پايې ورته نيژدې دي داسې نه وي چې کيبلونه يې شليدلي وي او ټول پکې بريښنا نيولي و. دې خدای وهلي هم له خندا مړه کړو او عجيبه انديښنه يې هم څرګنده کړه.
دا بل چې داسې ډاکټر ګوټی شانې و، ويل زه يې هم نه اخلم ما ورته وويل ولې؟
ده هم ويل: د بريښنا پايي ورته نيژدې دي په بدن بد اغيز کوي او سړی کمزوری کوي او جنسي قوه يې له منځه وړي. ما ورته وويل زه يې هم نه اخلم ځکه چې له ښاره لرې دی او دلته به څه ډول ځم راځم، نور مې ځکه څه ونه ويل چې د دوی انديښنو مې له خندا بډوډي را شنه کړي و. خو د معاملاتو د لارښونې وال مو په دې خبرو پوه نکړ. بس سړي سره مو مخه ښه وکړه او له ښارګوټي څخه پلي را روان شو. زموږ تبصرې روانې وې، يوه ويل ښه دی. بل ويل ښه نه دی، بل به ویل چې هم ښه دی او هم ښه نه دی. په همدې خبرو کې يو ځل بيا د سپيو له ډلې سره مخ شو. بس هغه ټوکه راياده شوه چې وايي يو کس ژمی په يو کلي کې سپيو را ايسار کړی و ده به چې تيږې ته لاس کړ نو هغه به په ځمکه کې یخ شوې وه. سړي نارې کړې وې چې دا څنګه کلی دی چې تيږي يې تړلي دي او سپي يې خوشي کړي دي، بس موږ د دې ټوکې په حقيقي ځای کې و او کیدی شي دا سړی په همدې ښارګوټي کې سپي را ايسار کړی وي. خو موږ ته ښه راغلاست او خدای پامانی سپيو و وايه( زما هسې هم له سپي ذره چوي) خو خدای فضل وکړ په منډو منډو مو ځانونه ترې را خلاص کړل. او همداسې ستړي په خټو ککړ بیرته لویې لارې ته را و وتو او په موټر کې پټه خولو کيناستوځکه نور نه د خبرو کولو توان و او نه يې هم د اوريدو.