فیس بوک والو ته خبرداری
ژباړه او زیاتونه: محمدالله ارین احمدزی
دوه امریکايي ميرمنې د فیس بوک له لارې پوه شوې چې د یو کس ميرمنې( بنې) دي.
په واشنګټن کې څارنوالانو ويلي دي، چې دا دوه له یو بل څخه ناخبره بنې هغه وخت په دې پوه شوې چې یوې میرمنې د بلې په اکونټ کې د هغو انځورونه کتل او پکې یې ولیدل چې له خاوند سره یې یوه بله میرمن په داسې حال کې ولاړه ده چې د واده کیک پرې کوي.
دې میرمنې لومړی خپلې خواښې ته وویل او وروسته یې له محکمې سره اړیکې ونیولې.
د دوی خاوند آلن اونیل چې د زندان افسر دی د دوو ښځو په لرلو تورن شوی دی او کیدی شي د روانې میاشتې په وروستیو کې محکمې ته حاضر شي.
په امریکې کې د څو میرمنو لرل قانوني جرم دی.
د محکمې اسناد ښيي چې اونیل په ۲۰۰۱ کال کې له لومړنۍ میرمنې سره واده کړی و، خو وروسته تر دې چې دی پرته له طلاق څخه له خپلې میرمنې لرې کیږي خپل نوم ته تغیر ورکوي او په ځان باندې د آلن فولک نوم ږدي او دوهم واده کوي.
محکمه وايي کله چې دوی د ده د لومړنۍ میرمنې تر اړیکو یو ساعت وروسته د هغه له مور سره اړیکې ونیوې، ښاغلی فولک بیرته خپلې لومړنۍ میرمنې ته ستونی شوی او وايي چې تر اوسه یې دې ته طلاق نه دی ورکړی او لا یې هم خاوند دی.
ویل کیږي چې تر اوسه نه ښآغلي اونیل او نه یې هم لومړنۍ میرمنې د طلاق غوښتنه کړې.
څارنوال وايي چې ده خپلې دوهمې میرمنې ته ویلي دي چې دا دې د ده د واړه په اړه څه نه وايي تر څو هرڅه سم شي، خو میرمنې یې له محکمې سره اړیکې نیولي دي.
که اونیل مجرم وپيژندل شي نو یو کال به ورته د بند سزا واورول شي.
تر دې وړاندې هم په ایران کې دې ته ورته پيښه هغه وخت د طلاق لامل شوه چې د یوې میرمنې خاوند په فیس بوک کې په مستعار نوم د آی ډي تر جوړولو وروسته له خپلې میرمنې څخه داسې خبرې و ویستې چې دې یې خاوند ته کول نه غوښتل.
د یادې میرمنې خاوند په محکمه کې ټول اسناد او له خپلې میرمنې سره شوي چټونه یا بریښ بنډارونه وښودل او میرمنې ته یې د دې له امله طلاق ورکړ چې له ده سره یې خیانت کړی و، او له څو نورو سره له اړیکو لرلو څخه یې پرده پورته کړې وه.
د دې میرمنې خاوند ادعا وکړه چې میرمنې یې ده ته هم د نامشروع اړیکو ست کړی و او دا ست به هره ورځ تکراریده.
د میرمنې خاوند یاده میرمن هغه وخت ګیر کړه او راز یې افشا کړ چې دوی دواړه په کور کې و، میرمنې یې په کمپيوټر کې په فیس بوک کې چټ کاوو او خاوند یې هم په بله خونه کې د موباییل له لارې له دې سره بریښ بنډار کاوو او کیسه داسې شوه چې خاوند یې هغه لاس په لاس ګیر کړه او خپل مستعار نوم، مستعاره آیډي یې دې ته وښوده او دایې طلاق کړه، له دې سره سره چې ده خپلې میرمنې ته طلاق ورکړ خو په ایران کې د شته اسلامي نظام سره سم میرمن یې د نامشروع اړیکو په تور بندي شوه.
په نړۍ کې د نړۍ جال له چټک پرمختګ سره سره چې ځينې اسانتیاوې یې رامنځ ته کړي دي او ان تر دې چې په عربي نړۍ کې د اوښتونونو لامل شو خو په کورني ژوند کې یې په نوره نړۍ کې ډير خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.