تورمان صیب یو ځل بیا دې هم خبره په ګل بدله
لیکوال: محمدالله ارین احمدزی
تورمان صیب هیله من یم چې له سفر څخه به په خیر را ستون شوی یې او خدای دې وکړي چې د پختورګو دې هم څه غم کړی وي. خیر د پوښتنې دې را باندې حق دی او دا حق به خامخا ادا کوم. رابه شم ستاسو خبرې ته زما چې څومره خیال دی کیدی شي ته زما په خبرو خفه شوی یې او یا هم کیدی شي بل ډول پوه شوی یې ځکه چې په لیکنه کې راته په غصه ښکاره شوی یې. موږ ټول یو څه وایو، یو فکر لرو، خو د ویلو په انداز کې مو توپیر دی هغه داسې که موږ د یو شاعر هغه کمزورې شاعري چې پکې نوښت، فکري لوړخیال، ادبي جوړښتونه، نوې کلیمې نه وي نو ښه به دا وي چې د هغه شاعر په شاعري باندې نیغ په نیغه خبره وکړو. همداسې نثر هم درواخلۍ، دا چې څوک چاته صیب و وايي څوک یې ونه وايي دا د ټولنې کار دی او دوی په خپله دا قضاوت تر موږ ښه کولای شي. ما په خپله لیکنه کې که تاسو چیرې سر تر پایه لوستې وي هم دې خبرې ته نغوته کړې وه. هیڅوک په یوه ټولنه کې د ټولنیز شعور د لوړاوي مخالف نه دي له باسوادي یې در واخله بیا تر شاعري، لیکوالي او ان سیاسي شعور پورې. دا نن چې موږ د لوست، ښو سړکونو، روغتونو، ښه اقتصاد، ښه مشرتابه لپاره نارې سورې وهو دا په خپله د دې ښودنه کوي چې نور ټولنه او ټولنیز ژوند په هره برخه کې یو بدلون ته اړتیا لري. هر څوک دا کوښښ کوي چې په ټولنه کې یې کره والی وي یانې یوه کره ټولنه ولري خو دا به څنګه شونې وي؟ زما په اند دا به هغه وخت شونی وي چې هر څه ته په هغه سترګه ولیدل شي لکه څنګه چې ارزي، په دوهمه نړیواله جګړه کې د فرانسې د ځواکونو د هغه وخت قومندان داسې پریکړه وکړه چې دوی به له المان سره جګړه نه کوي، همداسې وشو جګړه ونه شوه خو هغه خوارکی جنرال د فرانسې د وخت محکمې بندي کړ او په بند کې ومړ، خو نیژدې لس دولس کاله وروسته همدې محکمې په زندان کې د دې جنرال یو یاداشت پیدا کړ چې ده پکې د دې فیصلې په اړه معلومات ورکړي، ده لیکلي و چې ما ځکه جګړه ونکړه چې المان ۴۰۰۰ بم غورځونګې الوتکې درلودې، خو فرانسې بیا الوتکې نه بلکه د نړۍ په کچه لوړې او ښکلې ودانۍ لرلې چې نن سبا یې هم ساری نشته دی. نو که ما جګړه کړې وی کیدی شي د دوی دا ۴۰۰۰ الوتکو پر موږ بمونه غورځولي وی، پنځلس کاله وروسته تر دې چې دی ومړ فرانسې دی د خپل وخت قهرمان وباله او د ده پر نوم یې یو مډال جوړ کړ، ځکه دا د ده معوقل او عاقلانه تصمیم و هغه وخت کیدی شي د فرانسې بې خیرې وه پکې خو وروسته پکې فرانسې ډيرې ګټې وکړې. زموږ ټولنه زما په اند هغه وخت کره کیدی شي چې په نا کره خبرو باندې یو څه وویل شي او ناکره لیکوال، شاعر، او ان لوستونکي ته کره څه ور وښودل شي. همدارنګه که موږ چیرې کره کتنه او معیار په ټولنه کې د کنایې او استعارې په ژبه دوده وو دا به ناشونې وي ډیر به په زړه کې وهل کیږي چې ګواکې دا یې ماته ویلي دي او دا یې پلانې ته. که خبرې لوڅې وکړو او په هره برخه کې نیمګرتیاوې پرته له کوم ډار، تربنګني، سیمې او قوم څخه په ګوته کړو ډير څه دي چې ډير ژر سمېدی شي. بل هم داچې د یو کس وړتیا باید وکتل شي او تر وړتیا وروسته قضاوت وشي. په افغانستان کې بیا په ځانګړي ډول په پښتنو کې تر ټولو لویه ستونزه همداده دوی چې پر چا قضاوت کوي د هغه سیاسي، ادبي، ټولنیز شخصیت ټول به نقد کوي حال دا چې هرڅوک کیدی شي په خپله برخه کې پر هغه کس وغږیږي، که زه چیرې په تورمان صیب او د ده پر علمي شخصیت لیکنه کوم دې ته به څه اړتیاوي چې د تورمان صیب شخصي ژوند ته هم ورشم، همداسې یې په ټولنه کې ټولنیز ژوند هم درواخله، تورمان صیب ته ټول عزت ورکوي پرې منلی دی زه ولې د ده پر عزت ور تیر شم او دا پولې ماتې کړم ځکه خدای تعالی وايي(تعزمن تشا وتزل من تشأ) الایه، د عزت، ذلت ورکړه ټوله د خدای په لاس کې ده. نو ښاغلی تورمان صیب زما لیکنه په همدې وه په دې کې زه شخصي حدودو ته نه ووم ورغلی او نه هم د کومې کړۍ چې ته یې فکر کوي غړی یا یې هم هم فکری یم. که چیرې تاسو زما له دوستانو پوښتنه وکړۍ دا به درته جوته شي چې ارین کوم فکر ته کار کوي، ما سره د قوم، لوري، سیمې فکر نشته دی زه د ملپالنې فکر لرم. او موږ باید دومره واړه نه شو چې ملي فکر مو په قومي، سمتي او.... فکر بدل شي. که چیرې تاسو، زه او یا هم کوم بل څوک د نوښت فکر لرو راځۍ دا کار د کره کتنې له لارې وکړو، له ځانونو پیل وکړو همداسې پسې ټولنې ته را و وزو کره نا کره، قوي کمزوري سره بیل کړو بیا که چا ګیله وکړه او یا یې ګیله کوله دی دې پوه شي او خپل کار یې. او زما په اړه ته باید هیڅکله داسې اندیښنه ونه لرې چې ګواکې زه به د کومې ډلې، کوم لوري لخوا داسې کوم لکه تا چې خپل فکر بیان کړی و زه هم د ټولنې د یو کمزوري وګړي په ډول د دې حق لرم چې خپل اند بیان کړم. څه شی چې تاسو ته کره ښکاري کیدی شي ماته پکې یو څه نا کره ښکاره شي او څه شی چې ماته کره ښکاري کیدی شي تاته پکې ناکره ښکاره شي. لکه څنګه چې ټولنې، انساني ژوند، عواطف، اړیکې بیلې بیلې دي همداسې لیدلوری هم بیل وي. مجاهدینو ته تره کی یو دښمن ښکاري په سیاسي برخه کې د هغوی لیدلوری سم دی که نه دی دوی پوه شه او کار یې خو ماته په ادبي ډګر کې بیا تره کی د ډيرو ستایلو وړ دی، همداسې ډير لرې به نه ځم څو ورځنی وړاندې د لیبیا مشر قذافي به دریاد کړم د ناټو او په لیبیا کې د شته انتقالي شورا سخت دښمن و، خو که یې ادبي برخې ته راشو هغه هم په ځانګړي ډول د ماشوم ادبیاتو داسې یو لیکوال و چې کیدی شي په لیبیا کې یې ډير کلونه وروسته هم څوک تشه ډکه نشي کړی اوس نو ته راته و وایه چې د یو لیکوال په توګه زما او مجاهد، زما او ناټو د فکر تر منځ توپیر شته دی کنه، معلومه خبره ده چې توپیر شته دی ځکه د هر یوه لیدلوری بیل بیل دی.زه تل درسره په کره والي، نوښت او فکري قوت کې همفکری یم. راځۍ دا لړۍ پر شخصیتونو نه بلکه د دوی پر پنځونو پیل کړو، یوازې د دوی تخلیق و ارزو نور نو د خپلې لیکنې لمن په همدې ځای را نغاړم. هیله من یم چې خوا دې درنه نه شي او خدای ته لاسونه لپه کوم چې الله دې راته روغ جوړ کړه او د ژوند په ټولو برخو کې درته د پوره بریا په هیله یم.