د منځني ختیځ لرغوني عجایب
ژباړه او زیاتونه: محمدالله ارین احمدزی
منځنی ختیځ کیدی شي د لرغونتوب مرکز وبولو، که له سعودي یې را وشمېرو او بیا پسې فلسطین او بابل ته راشو دا ټول هغه تاریخي عجایب دي چې ډير وړاندې منل شوي دي خو موږ به په دې لیکنه کې یوازې او یوازې لس عجایب در وپیژنو او د نورو عجایبو د پیژندلو به درته ژمنه درکړو:
په ایران کې د جمشید تخت
د جمشید تخت چې د جوړیدو نیټه یې له میلاد څخه وړاندې شپږمې پیړۍ ته ورګرځي د شیزار ښار په ۷۰ کیلومتري کې پروت دی، دا د هخامنشي امپراطوري لوی مرکز و، په دې تخت کې ډير مجلل توکي شته دي چې د داریوش کبیر د پاچاهي پر مهال جوړ شوي دي، نن یې له زړښت او مقدوني سکندر لخوا د ور له ورته کیدو سره سره کیدی شي ښکلا یې لا هم څرګنده وي.
د فلسطین بیت المقدس:
بیت المقدس او د اقصی جومات چې د اسلام د سپڅلي پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د معراج مبارک ځای او د اسلام لومړنۍ قبله ده په بیلابیلو دینونو کې ورته ډير درناوی شوی دی.نو ځکه دې ښار ته غځيدلې لارې د ډيرو دینونو لکه اسلام، مسحیت، ارمني او نورو ښودونه کوي.د اقصی جومات څخه پرته په دې ښار کې ځينې نورې تاریخي ودانۍ هم شته دي چې کیدی شي د قبه الصخره جومات یې له لرغونو هغو څخه یاد کړو،د دې ودانۍ د جوړیدو نیټه چې اومې میلادي پیړۍ ته ورګرځي د مسلمانانو او یهودانو لپاره یو سپيڅلی او د درناوي وړ ځای بلل شوی دی.
د لبنان بعلبک:
د بعلبک ښار چې د لمر ښار یې هم بولي د لبنان په حاصل خیزه دره بکای کې پروت دی، او په منځني ختیځ کې یوازنۍ رومي ودانۍ پکې روغه رمټه پاتې ده. دا ښار چې ډير لوی او روم ته ورته پراخ و نو ځکه به خلک د چکر لپاره ورته راتلل او هم به د وخت واکمنان خپلو خدایانو ته د عبادت لپاره دې سیمې ته راتلل. نن سبا په بعلبک کې ډيری هنري نندارتونونه جوړیږي چې په دا وروستیو کې د خپل ارزښت په لرلو سره د لبنان په ځانګړي فرهنګي مرکز تبدیل شو.
د یمن شیبام:
دا ښار چې په شپاړسمه میلادي پیړۍ کې جوړ شوی دی پکې د ځانګړې شوې معماري له امله ډير شهرت لري.دا ښار چې مخکې به پکې ډيری سعودي او نورو ځایونو ته تلونکي کاروانونه به پکې تم کیدل له ځانګړي نوم څخه برخه من و.
د مصر کارناک:
کارناک چې د الاقصر سره نیژدې پرته ده په مصر کې له لویو معبدونو څخه بلل کیږي. چې پکې ډيرې لارې اوکرکۍ جوړې دي. همدرانګه د آمون لوی معبد هم دلته جوړ شوی و. وروسته تر دې چې د آمون معبد دلته جوړ شو ډيرې نورې تاریخي او ښکلې ودانۍ هم پکې جوړې شوې،چې تر ټولو مشهوره یې کیدی شي د مصر د وخت د آلهې ودانۍ وبولو. د دې ښار لرغونی نوم آیپت ایسوت و چې مانا یې تر ټولو سپیڅلی ښار کیږي او اوس اوس ورته د کارناک نوم غوره شو.
د سوریې ا الحصن یا شوالیه کلا:
دا کلا چې په یولسمه میلادي پیړۍ کې جوړه شوې او د صلیبي جګړې د جګړه مارو جنګي کلا بلل کیده، لومړي پکې کردان اوسیدل چې له همدې امله یې نوم حصن الاکراد یا د کردانو کلا شو. دا کلا کله چط په ۱۲۷۰ کال کې صلیبي جګړه مارو ونیوله څو ځلې ورغول شوه چې اوس اوس د یونسکو لخوا په نړیوالو میراثونو کې ثبت شوې کلا ده.
د سعودي مداین صالح:
دا سیمه چې لرغونتیا یې د اسلام له ځلیدا ډيره وړاندې ده په سعودي کې لومړنۍ لرغونې سیمه ده چې د یونسکو په نړیوالو میراثونو کې ثبت شوې.په دې ښار کې ډيری ځایونه وران شوي خو لا هم پکې ډير څه شته دي چې ښه نښه یې د تمدن نښه الانباط بولي. الانباط هغه تمدن دی چې زرکاله وړاندې په دې سیمه کې واکمن و. مداین ښار د سعودیانو لپاره تر ټولو پخوانی او لوی د اوسیدو ځای و. او پاترا ښار چې د دې ځای څخه ۵۰۰ کیلومتره لرې په اردن کې پروت دی د هغه وخت د تمدن مرکز و.
د ترکیې تروا ښار:
تروا د نړۍ له مشهورو تاریخي سیمو ده چې لرغونتوب یې د مسو عصر ته ورګرځي. د تروا ښار له میلاده وړاندې په دولسمه او دیارلسمه پیړۍ کې د لرغوني یونان د سپارتیانو او اخاییه جنګالیو لخوا تر برید لاندې ونیول شو. چې د تروا تر ټولو مشهور جنګ یې هم بولي.
د تونس کارتاژ:
فینیقیانو دا ښار له میلاد وړاندې په نهمه پیړۍ کې د تونس په خلیج کې جوړ کړ، د دې ځای د جوړیدو موخه دا وه چې دې سیمې یو سوداګریز موقعیت درلود چې ډيری د مدیترانې سیمې یې تر پوښښ لاندې وې.دا ښار له میلاده ۱۴۶ کاله وړاندې له قرطاجنیو سره د روم په درې ګونو جګړو کې وران شو. خو دا ښار تر کلونو وروسته بیرته د رومي معماري سره سم جوړ شو.
د عراق د بابل ښار:
د بابل ښار چې د بین النهرین مرکز دی په ښکلو او لرغونو بڼوڼو ښکلی شوی دی. دې ښار د نبوچادنزار دوهم پر مهال ډير شهرت او لويي درلوده، خو نن د عراق پلازمینې بغداد ته نیژدې په ۸۵ کیلومتري سیمه کې یې یوازې ورانې پاتې ودانۍ تر سترګو کیږي چې د دې هیواد د یو غني او ژور تاریخ څرګندونه کوي.