د ستراتیژیکو همکاریو د تړون مخالفت څوک کوي؟

    دوه میاشتي دمخه مې دافغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ته له یوه نږدې کس څخه د افغانستان او امریکاتر منځ د ستراتیژیک تړون په اړه وپوښتل، هغه راته وویل له ټولو جزیاتو څخه یې خبر نه یم خو څه موده دمخه مې چې ولسمشر ولید، طبیعت یې ډیر خټه و، فکر کوم دغه تړون به لاسلیک نه شي ماورته وویل د ولسمشر دخواشیني علت څه و، ده وویل د تړون په یوه ماده کې ویل شوي چې افغان لوری باید د خپلو کانونو د قرارداد په وخت کې له امریکایي لوري سره مشوره وکړي او ولسمشر په دې خبره ډیر خواشینی دی.

هغه شیبه ما هم ورته وویل دا خو نو زموږ د ملي واکمني ښکاره نقض دی، ده وویل ولسمشر هیڅکله دا اجازه نه ورکوي.

وروسته مې ورته وویل اول زموږ زیاتره مخالفتونه سرسري وي ،کیدای شي دا ډول ماده په دې تړون کې بیخي موجوده نه وي او که خدای نخواسته د مقابل لوري ټینګار داوي او موږ تیرو ستونزو ته په پام سره مجبور یو دغې ستراتیژیکې ملګرتیا ته تن ورکړو،نوآیا دا به ښه وي چې زموږ کانونه زموږ له خولې ووځي زموږ غرضي او وږي ګاونډیان یې د ناامنیو له وجې د تیر په څیر راڅخه یوسي او که به داښه وي چې موږ په دې اړه له امریکاسره تر مشورې وروسته خپل کانونه داوطلبۍ ته وسپارو.ما په تیرو جګړو کې د پاکستان او ایران له خوا زموږ د عامه شتمني(لکه دملي موزیم داثارو، د میرزکې خزانې، دنیمروزد تاریخي اثارو ، دهلمند سیند اوبو او...) دلوټولو او وړیا ترلاسه کولو، یادونه وکړه.

زموږ دهیواد دغه مهم چارواکی څو شیبې په چورتونو کې لاهو شو وروسته یې سر راپورته کړ، ویې ویل- تا خو والله ښه خبره وکړه، موږ باید په دې اړه ښه فکر وکړو.

وروسته وروسته څرګنده شوه چې دا ډول ماده په تړون کې نه وه نه هم امریکایي لوري په دې او دې ته ورته موضوعګانو ټینګار کړی دی.دادی امریکایان او دهغوی متحدین په هیواد کې میشت دي خو زموږ د مهمو کانونو قراردادونه په سیمه کې ددوی سیال چین ته ورکړل شوي دي.

دافغانستان او امریکا متحدو ایالاتوترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د تړون یوه طرحه په دې وروستیو کې په ځینو ویبپاڼو کې خپره شوې ده، طبعي ده چې په دې طرحه کې به بدلونونه هم راځي او دافغانستان لویه جرګه به په دې برخه کې زموږ د ملي ګټو پر بنسټ پریکړه کوي خو تر کومه ځایه چې له همدې طرحې ښکاري داسې څه پکې نشته چې ددغه تړون ځیني مخالفینو یې دمخه یادونه کوله.

ددغې طرحې له مخې دافغانستان او امریکا متحدو ایالاتوترمنځ د ستراتیژیکو همکاریوتړون د متقابل درناوي او ګډو اهدافو پر بنسټ ولاړ دی داسې کوم ټکی نه پکې تر سترګو کیږي چې د افغانستان دغرضي ګاونډیانوپه لمسون یې ځینې کړۍ او کسان یادوي.

له کله نه چې دافغانستان او امریکا متحدو ایالاتوترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د تړون خبره راپورته شوې زموږ ګاونډیانو په تیره ایران او پاکستان خپلې هڅې ګړندۍ کړې تر څو په هرډول وي ددغه تړون د لاسلیکیدو مخه ونیسي. زموږ دغه دوه ګاونډي د افغانستان په پارلمان، ځینو سیاسي او قومي ګوندونو او آن دولت کې پراخ نفوذ لري د خپلو ګوډاګیانو په وسیله یې ددغه تړون پرضد پراخ تبلیغات پیل کړل.داچې په هیواد کې زیاتره رسنۍ یا ددوی په پیسو جوړې شوې او یا ددوی په پیسو چلیږي نو څه چې ددوی نظر وي دغه رسنۍ یې تبلیغوي. او دا ډول کسان هم په دغو رسنیو کې بحثونو ته په ډیره علاقمندي حاضریږي او بې له دې چې دافغانستان ملي ګټو ته توجه وکړي څه چې ګاونډیان وایي دوی یې عملي کوي.

نن ورځ د ایران او پاکستان او زموږ دیو شمیرسیاسي ډلو ټپلو او ځینو په اصطلاح دنظر خاوندانو نظر سره یو دی.ددغه تړون د لاسلیکیدو بل مخالف لوری افغان جنګسالاران دي چې کلونه کلونه یې اوبه خړې کړې او کبان یې پکې نیولي دي، دوی په جګړو پایي او شخصي او تنظیمي ګټې یې په جګړو او ګډوډیو کې خوندې دي. دوی ښه پوهیږي چې په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنیو سوله ساتو ځواکونو تر وتو وروسته به بیرته هماغه اش وي او هماغه کاسه.په وطن کې به د ځنګله قانون چلیږي او دوی به ټوپک په لاس په دې خلکو حکمراني کوي.

ددغه تړون نور مخالفین هغه کسان دي چې له بده مرغه په تیرو کلونو کې د نړیوالو ځواکونو د خپلسرو عملیاتو له امله زیانمن شوي دي، ویره لري چې که ستراتیژیک تړون لاسلیک شي بهرني ځواکونه به د خپلسرو عملیاتو په تر سره کولو پراخ لاس ولري او زموږ غمیزه به دوام وکړي، په داسې حال کې چې په تړون کې داسې څه نشته.

دافغانستان او امریکا متحدو ایالاتوترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د تړون ځینې نور مخالفین یوشمیر بې خبره کسان دي چې دافغانستان د دښمنانو د تبلیغاتو تر اغیز لاندې راغلي دي.دوی ته لا د تړون محتوا معلومه نه ده خو مخالفت یې کوي او د(آب نا دیده، موزه کشیده) متل پرې تطبیقدای شي.لا هغه وخت چې د تړون په اړه هیڅ معلومات نه و خپاره شوي ځینو ناخبرو کسانو یې کلک مخالفت کاوو.

اوس چې په پام کې ده په څو ورځو کې ددغه تړون په اړه لویه دودیزه جرګه جوړه او پریکړه وکړي نو مخکې ترمخکې مخالفت به دافغانستان د دښمنانو په ګټه کار وي.په لویه جرګه کې به تر دووزرو زیات افغانان او د اوسني پارلمان غړي پوره وخت ولري چې ددغه تړون په اړه بحث وکړي باور دی چې زموږ استازي به دخپل وطن د ملي ګټو پربنسټ پریکړې وکړي.

اخترمحمد زرمتی

له خدمتګار ورځپاڼې په مننې