محبت چاپ شوه!
دافغانستان دخوست ولايت څخه دمحبت په نوم مهالنۍ خپرونه چې په ادبي موضوعاتوسربېره سياسي مالومات هم خپروي لومړۍ ګڼه یې په سره رنګ،ښکلي ډيزاين اوښه کيفيت کاغذسره له چاپه راووته چې دلېکنوترڅنګ شعرونو،مرکواونوروموضوعاتوته پکې ځای ورکړل شوی دی داخپرونه دخوست د بااحساسه ژڼکيولخواخپريږي . دمحبت مينه وال کولای شي دافغانستان له ګوټ ګوټ کتاب پلورنځيوڅخه محبت ترګوتو کړي همدارنګه له قلم چلوونکوڅخه هيله کيږي چې دمحبت دښکلا لپاره زموږسره هرډول همکاري ونه سپموي.داچې محبت خېلوپه لومړي ځل محبت له چاپه راوباسله نېمګړتياوې به هرومرولري ځکه لومړی ځل یې دی ستاسوهرډول سالمونېوکواو وړانديزونوته سترګې په لاره دي. که غواړۍ دمحبت له مسولينوسره په اړيکه کې شئ په لاندې شمېرواړيکه ونيسئ.
۰۷۹۹۶۱۴۰۴۰
۰۷۹۶۵۳۰۱۱۸
۰۷۰۰۷۸۲۷۹۷
۰۷۰۰۸۰۹۰۴۱
Email: muhabat.mujala@yahoo.com
05.10.2011
- محمدالله آرین احمدزی
شیبه ، کلونه سمه ده چې په ما دې د ځان درنښت نه لوریږي د زړه له تله درنه بښنه غواړم ...خو ښه یې ویلي ”مینه په شیبو کیږي هیرول یې کلونه غواړي“... زه هم چې د دې جملې د لارویانو تر اغیز لاندې یم تر هیرولو دې کیداي شي په څو څو ځله ، آن سل ځله ، آن زر ځله په تیروتنې درته ووایم چې مینه در سره لرم ... خو تر هغې مې بښه چې پوره مې نه یې هیره شوې...*********************صفي الله ستانکزی 2011-10-05...
08.10.2011
- محمدالله آرین احمدزی
دلته کې ، هلته کې دفتر ته یې څو نوې چالاکې نیولې. چالاکې مې ځکه وویل چې د خبریالۍ په مسلک کې تر څو د لاس او پښو انسان نه وي په تېره بیا دا سیاه سرې یادوم هیڅ پیسې نه شي تر لاسه کولاي . له څو ښایسته او بدرنګو یې ژر ژر امتحانونه اخېستل خو چې کله به دې هم رییس ته وکتل د آزموینې یوه پآڼه او لیکنه به یې هم نه وه خوښه شوې . په دې ورځ بیا هم څو تنه راغلې وې څو د ډالري ماشونو څښتنې شي ، زه هم چې لږ څه وخته له پوهنتونه رارسیدلی ووم ، ښایسته ځلې ښکته پورته شوم ، ټول ښه پوهېدل چې کار خ...