کرزی صيب ښه دې وکړل.

ح. مومند

وايي چې اوبو اخيستی ځګ ته هم لاس اچوي. زموږ د هېواد سياسي حالالت هم داسې دي، چې له چارواکيو نه يې لوری ورک کړی. ښايي همداسې يو حالت به و، چې څو مياشتې پخوا د افغانستان د سولې عالي شورا جوړه شوه. د شورا په ترکيب کې داسې کسان وو، چې هر يو پخپله د روان شپاړس کلن جنګ عامل او موجد و، خو ناڅاپه ترې د سولې کوترې جوړې او د بېدرېغه بودېجې په مټ يې په کار پيل وکړ. د هغوی فعاليت هم په هوا کې د ماڼيو د جوړولو په څېر و، چې بېخ او سر يې نه مالومېده، خو د خپلو مرکو په لړ کې به يې داسې عجيبې او غريبې خبرې کولې او داسې ډاډ به يې خلکو ته ورکاوه، چې يوه نالوستي افغان به پرې هم باور نه شو کولای.

سره له دې چې په وړه کچه د سولې د شورا جوړول څه بده خبره نه وه، خو په دې موخه چې  ګواکې دا شورا به د هېواد روان کړکېچ ته د پای ټکې کېږدي، د خندا وړ کار په دې و، چې له چا سره دې شورا د خبرو هڅه پيل کړې وه، د هغوی مشران نه په سترګو ښکاره کېدل، نه يې ځای مالوم و او نه يې هم خپلواکي درلوده.

په پای کې چې يې مشر برهان الدين رباني د يوه ځانمرګي بريد په وسيله ووژل شو، نو دا دی کرزي صيب اعلان کړه، چې نور نو د طالب په نامه له چا سره د خبرو اړتيا نشته او د دې پر ځای بايد له پاکستان سره خبرې وشي.

سره له دې چې دغه اعلان پر ځای ځکه دی، چې د ميلينونو ډالرو او وخت د ضياع مخه به ونيول شي او هغه انرژي چې بېځايه پر دې خبره لګېده، مخنيوی به يې وشي، خو له دې ټولو سره انسان په ځانګړې توګه افغان د دغه اعلان په اورېدو سره د حيرانتیا ګوته ځکه غاښ ته نيسي، چې زموږ سياسي مشرانو ولې پر داسې خامو کارونو چې هېڅ پايله يې نه درلوده، وخت او پيسې ولګولې؟!

. ښه دا ده چې نور نو د سولې د شورا لګښت د ملي اردو او پوليسو هغو ځواکونو ته ورکړي، چې د خپلو وينو په بيه له بهرني يرغلګر سره جنګېږي.

خو يوه يادونه چې اړينه ده، هغه دا ده، چې دا ځل دې د پاکستان له حکومت سره د افغانستان دولت يوه خبره هم نه کوي. ځکه دا خبرې به هم د سولې د عالي شورا د هوايي هڅو په څېر بې ګټې وي. لنډه لار  دا ده، چې د افغانستان دولت د ای ايس ای د هغو استازيو سره د خبرو دروازې پرانيزي، چې په هېواد او حکومت کې نام خدا ښه ډېر دي. حکومت دې دا خلک وهڅوي، تر څو ای ايس ای سره د افغانستان د دولت د خبرو کولو لپاره څه چاره وکړي او دا ځکه چې د پاکستان بهرنۍ او پوځي پاليسي د پاکستان د استخباراتي ادارې په لاس کې ده او تر هغه چې دغه اداره راضي او يا مجبوره شوې نه وي، نو د افغانستان د سولې په برخه کې هر ډول هڅه د اوبو د سر کرښې او په ځان پورې خندا ده.