دميرمن كلتوري ـ ټولنيزبهيرد اته څلويښتمې غونډې رپوټ
د میرمن کلتوري - ټولنیز بهير غونډه د شنبې په ورځ د وږي د میاشتې په نولسمه نېټه ۱۳۹۰/۶/۱۹ له غرمې وروسته په یوه نیمه بجه دپوهنې په کتابتون کې پیل شوه، د غونډې ویانده آغلې ګلالۍ امرخېل وه او مشري يې آغلې ساهره شريف کوله په لومړي سرکې میرمن شریف پر کاري مسایلو خبرې وکړې او د هغې تر څنګ يې د رڼا پر کلنۍ مشاعره هم خبرې سره وکړې او راتلونکې جمعه يې د یادې غونډې ورځ وټاکله او ددې غونډې ځینو ګډونوالو ته یې د ستاینلیکونو د ور کولو په هکله هم پریکړې وشوې، ددې تر څنګ میرمن شریف د ځینو کورسونو لکه د کمپیوټر، انټرنټ، موټر چلولو، فضانوردۍ او داسې نورو په هکله هم خبرې وکړې چې د بهیر غړو ته وړیا زده کړې برابروي، او تر ټولو مهمه خبره داوه چې په اکثریتو رایو سره میرمن ګلالۍ امرخېل دکال غوره فرهنګیالۍ وټاکل شوه دمیرمن بهیر په دې غونډه کې د رڼا مشاعرې پلان تصویب شو هرې خور ته ځانګړې دنده وسپارل شوه، داهم وپتییل شوه چې پرانستونکې وینا آغلې ساهره شریف، کلنی رپوټ آغلې تورپیکۍ مومند، او دمیرمن بهیر د فعالیتونو په اړوند پریزینتیشن آغلې ندا ساپۍ وړاندې کړي. دغه راز د رڼا مشاعرې د دریو غوره شعرونو د ټاکلو او ټولو شعرونو د ارزولو لپاره ژوري هیات هم وټاکل شو.
د رڼا مشاعرې د غونډې دارالانشآ او میلمه پاله ډله هم دخویندو له منځ څخه وټاکل شوه چې د مشاعرې په ورځ ټول کارونه تنظیم کړي.
او ددې تر څنګ د غونډې په پای کې په زړه پورې مشاعره هم تر سره شوه، یاده غونډه په دریو بجو او دېرشو دقیقو پای ته ورسېده