مینه به دې کنګل کړم
.......................
کله مې هم چې د نفرت کولو لړۍ درنه پیل کړه تا به له زړه وباسم او زړه به هم پوه کړم چې نور دې یاده نه کړي خو مینه به دې د زړه په منځ کنګل پاتې کړم ...
غواړم د ژوند د هرې شیبې په تېرېدو سره چې ختمیدو ته ورلنډيږم ستا نیمګړې کنګل شوې مینه په څاڅکو څاڅکو سره ویلې کړم...
په خپلو ټولو دعاوو کې به مې له خدایه د اوږد ژوند نه ، د خوندور ژوند هم نه یواځې او یواځې د داسې یوه ژوند هیله وکړم چې د هرې شیبې په تیریدو ختمیدو ته ورنږدې شي ...
خو تر څنګ یې د هرې شیبې په تېرېدو د کنګل شوې مینې د څاڅکو څاڅکو اوبو کیدو او خاموشۍ لړۍ زما د ختمیدو له نیټې سره یوځاي ودروي او دواړه یوځآي په یوه وخت او یوې شیبې د جفا له دې ډکې نړۍ ووځو .
.........
صفي الله ستانکزی (اګست ۴ کال ۲۰۱۱ )
04.09.2011
- محمدالله آرین احمدزی
دمیرمن کلتوري- ټولنیز بهیر خبرتیامیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر په پام کې لري په نږدې راتلونکې کې رڼا کلنۍ ستره مشاعره په کابل کې جوړه کړي.ټاکل شوې په دې مشاعره کې د کال دری غوره شعرونه هم د ټاکل شوي واکمن هیات له خوا وټاکل شي، او له مشاعرې وروسته د رڼا مشاعرې د شعرونو ټولګه هم چاپ شي.دمیرمن کلتوري- ټولنیز بهیر دارالانشآ ټولو افغان میرمنو شاعرانو ته خبر ورکوي چې خپل یو یا دوه قطعې شعرونه له خپلې لنډې پیژندنې او یوه عکس سره د میرمن بهیر په برښن...
04.09.2011
- محمدالله آرین احمدزی
غزل
نن مې د سترګو په نظر کې نه یې که ته د کلي په ګودر کې نه یې
یاخو زما په سترګو بد لګیږي یا خو جوړ ته په پیښور کې نه یې
قسم دې نور مې په کې زړه ډوبیږي ته چې په ښکلي مازدیګر کې نه یې
اوس مې جانانه دومره نه یادیږې اوس د دې ښار هریو منظر کې نه یې...