څو ښکلې پښتو لنډۍ ویې لولۍ او که که مو کومه نوې ښکلې لنډۍ په ذهن کې درګرځې د تبصرو په کړکۍ یې موږ سره شریکه کړۍ او یا یې هم د بلاګ له لارې د اړیکو د مینو له لار را ولیږۍ ترڅو یې خپرې کړو او نو ر هم ترې خوند واخلي. 

څوک د واده په ارمان دینه

چاته په کور کې شاه بلبلې ناستې دینه

کله خفه کله غصه شي

زما اشنا د ماشومانو خوی کوینه

څوک یې مړوند باندې اوده شي

څوک یې د یو نظر کتو په ارمان وینه

د زړه په سر مې زخم جوړ شو

په مړاوو سترګو اشنا ورکړه ټکړونه

د چا په زړه کې زخم جوړ کړي

د چا زخمي زړګي ته ورکړي ټکورونه

د دنیا داسې زنده ګي ده

نن بادشاهي ده سبا خیر غواړي مینه

زړه مې سوری لکه غلبیل دی

د یار غمونه پکې رو رو چڼوومه

دنیا نیمګړې نیمه خوا ده

مرګي پناه کړل ښکلي ښکلي صورتونه

زړه مې په تیر حسن مین دی

تیرې چړې مې له ځيګره وتې دینه

زما د زړه دښتې ګله

خزان دې هر وخت په سپرلي رژوینه

زما په مینه کې خواږه دي

دا غمازان دي چې کاږه کتل کوینه

نه یاري کړم نه پرې پوهیږم

چې د چا ورانه یاري وینم قار راځينه

د نن ځواني د ګلو لښته

په زړګي سخته راکوي رټ ځوابونه

مازدیګری دی سوال قبلیږي

په جاینماز ناست راته پورته کړه لاسونه

چاته حال ویلی نه شم

زه د دنیا له ژونده تا ویستلی یمه

څوک محلونو کې اوسیږي

څوک د ناکامه په کیږدۍ کې ژوند کوینه

ښکلي که ډير وي خدای دې ډير کړي

خوږه اشنا زه به په تا صبر کومه

زړه مې په هغه وخت کې بد شو

چې ور دې پورې کړ ځنځیر دې واچاوونه

څوک په ټوډي موټر کې ګرځي

څوک د کرې لپاره بل ته سوال کوینه

په چا د مینې امتحان وي

څوک په هجران کې د خپل ځان شپې تیروینه

د یارانې قول یې راکړ

قسم یې راکړ چې مې ونه ویې حالونه

 د نورو لنډیو لباره په خپل وار سره دا ځای کښیکاږۍ: او یا هم دا ځای  او یا هم دا ځای او یا هم دا ځای کښیکاږۍ: