راځۍ له نورو یې زده کړو!
د محمدالله ارین احمدزي لیکنه
افغانستان د ځمکې د کرې پر مخ په داسې یو موقعیت کې پروت دی چې تر ډيره ورته خپل جغرافیوي موقعیت غمونه جوړ کړي دي. تل پکې د نړۍ هر زور واکی خپل زور د خپل زور د ساتنې لپاره کارولی او یا یې هم د کومې بلې موخې لپاره دې هیواد ته را مخه کړې. هغه وخت چې لا هم د طالبانو واکمني وه امریکایانو د لومړي ځل لپاره د هلیکوپتر له لارې په کندهار کې خپل سرتیري کوز کړل لا به له الوتکې نه و کوز شوي چې طالبانو بیرته وځغلول او په تیښته خلاص شول. څو لسیزې وړاندې روس هم همداسې راغی خو بیرته په وتو کې یې زور ورته مالوم شو چې دوه او دوه څوکیږي. همداسې انګزیران ، چنګیزیان، مغولیان او نني امریکایان هم پسې در واخله. خو ددې هیواد بچي له دې ټولو تاریخي پړاونو په را تیریدو سره سره یوازنی شی چې دوی نه لري هغه تدبیر، پلان او ستراتیژي ده. دوی یو قدرت ته ماته ورکړي خو د دې قدرت تر وتو وروسته د هیواد په اړه ور سره فکر نه وي.دوی تل دې ته خوشاله وي چې جګړه مو وګټله خو هیڅکله په دې فکر نه کوي چې تر جګړې وروسته څه کول پکار دي، وايي المان کله چې دوهم نړیوال جنګ پای ته ورسید نو غوښتل یې اوسپنیزه کرښه یا د ریل پټلۍ جوړه کړي نو د کارکونکو بوټون وشلیدل نو کارکونکو د بوټونو غوښتنه وکړه، د وخت مسولینو ورته وویل چې تاسو باید ژر ژر دا کار خلاص کړی ترڅو ریل په کار پیل وکړي او موږ خام مواد خپل هیواد ته راوړو او دلته درته بوټونه ترې جوړ کړو، چې همداسې هم وشول او نن سبا المان په نړیواله کچه یو پوځي او اقتصادي زور دی. په چین کې نیژدې پنځوس کاله کیږي چې یوه ورځ هم رخصتي نه ده شوې. او نن سبا چین په اقتصادي لحاظ ټوله نړۍ نیولې او په ټوله نړۍ کې د چین تولیدات د هر چا په کار دي. بله خبره هم داده وايي په چین کې پر عادي کارکونکو ټکس نشته دی خو دوی د دې امتیاز په بدل کې اړ دي چې د خپل رسمي کار تر خلاصیدو وروسته دوه ساعته په یوه کمپنۍ کې وړیا کار وکړي. همداسی جاپان هم درواخلۍ په افغانستان کې جګړه شوې خو اټومي وسله نه ده پرې کارول شوې مګر جاپان امریکې په اټومي وسلو دړې وړې کړ خو د دې هیواد په اوسیدونکو کې کلک عزم او د دوی دې عزم جاپان په یو نړیوال اقتصادي قوت بدل کړ چې نن ورته هر هیواد اړ دی شمال، ختیځ، لویدیځ او سویل یې موټرو، بریښنايي توکو او نورو تولیداتو نیولی دی څه موده وړاندې پکې سخت سونامي د دې هیواد ډير وګړي و وژل، بې کوره او بې وره یې کړل خو دوه که درې اونۍ وروسته یې له افغانستان سره د څو میلیونونو ډالرو ژمنه وکړه. خو افغانان تل په دې سوچ کې وي چې یو ورور له واکه لرې کړي او بل یې پر ځای کښینوي، هغه خپل جیبونه ډک کړي وي او دی هم د جیب ډکیدو ته پیل وکړي. په هیڅ افغان کې تر اوسه ما داسې فکر نه دی لیدلی چې دوی د هیواد د راتلونکې لپاره فکر کړی وي کوم یې که ښه فکر لري یا به زور نه لري یا هم زر ځکه زموږ په هیواد کې دا دوه شیه ډير مطرح دي، ډيره ښه وړتیا به لرې زور به نه لرې خبره به دې څوک نه اوري، ښه پلان به لرې خو پیسې به نه لرې چې خپل پلان پرې پلی کړې. چنګیز، مغول، انګزیر، روس او نورو ته مو ماتې ورکړه خو یو سالم فکر مو پیدا نکړ. تل مو بل ته لاس غځولي وي او کوښښ کوو چې یوازې خپل هدف په هره بیه چې وي لاس ته راوړو. انګریز چې کله له انګلستان څخه حرکت وکړ هند او پاکستان یې ونیوی وروسته یې افغانستان هم ونیوی، افغانانو، پاکستانیانو او هندیانو ټولو ماتې ورکړه خو د ماتې ورکول بیل بیل و. پاکستان ورته داسې ماته ورکړه چې زما او ستا خاوره یې هم خپله کړه او نیژدې یوه صوبه یې نن زما او ستا وینه ده زما او ستا خپل خپلوان دي خو زه او ته ورته نن یوازې ګورو دا وایو چې زموږ دی خو د بیرته را ګرځولو لپاره یې زور او زر خو څه کوې یوازې یوه خولو هم نه لرو، هند انګریز ته ماتې ورکړه خو انګریز هند ته شرق الهند کمپنۍ راوړه، د چاپ ماشیونه، د حکاکي ... نور کارونه پکې پیل شو او ښه په نره یې انګریز وشاړه. پاچاخان او مهاماتا ګاندې یو ځای مبارزه پیل کړه د ګاندي قوم او ملت د ده خبره ومنله او هیواد یې له یوې تباهي وژغوره خو افغانانو به په پاچاخان باندې ریشخند واهه او د ده خبرې ورته ټوکې ښکاریده او ډيرو ملایانو خو لا ښې ډيرې فتواوې هم پرې ورکړې. خو افغانان هغه وخت د دې په ارزښت پوهیږي چې نه یې هغه کس په لاس کې وي او نه یې هم هغه فکر، بلکه افغانان یوازنی قوم دی چې د نړۍ پر سر خپل شخصیتونه تر مرګ وروسته لمانځي خو دوی ته هیڅ ګټه نه لري. اوس هم لا وخت شته دی او افغانان کولای شي په خپله د تصمیم په نیونې په خپلو کړو وړو، ژوند، اقتصاد، فرهنګ، سیاست او ټولنه کې څه ناڅه پرمختګونه ولري، خو که خدای مه کوه افغانان داسې چانسونه هم له لاسه ورکړي نو بیا به ډيره سخته وي چې دوی دې نور پرمختګ وکړي. تاسو وګورۍ تیر تاریخ ولولۍ له دښمن سره توره وه له موږ سره هم توره وه ځکه مو مات کړی و، په میوند کې غازیانو جنګ کاوو خو پیغلو ورته اوبو وړې، همداسې د پاني پت، اصفهان... جګړې هم پسې درواخله خو موږ د وخت په تیریدو کمزوري شو او هڅه مو ونکړه چې پرمختګ وکړو نن دښمن لایزري وسلې، کمیاوي وسلې، الوتکې، ټانکونه، کمپیوټر، اداره او هر څه لري خو موږ او تاسو د څوارلسمې او شپاړسمې پیړۍ ټوپک لرو، ذهن، سیاست، اقتصاد او کړه وړه لرو، نو هیله ده چې افغانان ځانونه د وخت له غوښتنې سره سم عیار کړي نه دا چې وخت د ځان په ګټه ځکه شپه، شپه ده او ورځ هم ورځ دا هر څه روان دي هڅاند خلک به مخکې ځي لټان به همداسې پاتې وي او نورو ته به ګوري.