دميرمن كلتوري ـ ټولنيزبهيرد شپږ څلويښتمې غونډې رپوټ

دمیرمن بهیر غونډه ۱۳۹۰ کال د چنګاښ په دشنبې په ورځ په دوه بجو پیل شوه دغونډې ویانده هیلی( احدی) وه

او  د غونډی مشره گلالۍ (عمر خیله) وه او رپورټ زمزمې( نیازۍ ) ولوست. چې د غونډی

په پیل  کې د  نظیفه (نیازۍ)  او تور پیکۍ (مومند)  شعرونه  کره  کتنې ته  وړاندې  شول چی

زمزمی نیازی٫ استاد  نجیب (منلی) فولاد اوتورپیکۍ مومند او نورو خویندو پرې نظرونه   ورکړل.

د کاری مسایلو په برخه کې د بهیر په راتلونکو پلانونو خبرې وشوې او دمیرمن بهیر د څانګوپه ځینو ستونزو خبری وشوی وروسته مشاعره وه چې خویندو په کی گډون درلوده

لینا(فدا) رمزمه(نیازۍ) گلالی(عمرخیله) سونیتا(مدبر) هیلۍ (احدي) تورپیکۍ، نظیفې نیازۍ اوفرحناز(الکوزۍ) او نورو خویندو پکې په زړه پورې شعرونه ولوستل. زمونږپه غونډه کې بهرنيو ژورنالستانو نفپ ریدریګ بوبین اوفیلی ا وو گډون کړی وو

دغونډې په اخر کې دهیواد وتلي لیکوال او ادبپوه استاد نجیب الله (منلي)  د ادبیاتو په اړه په زړه پورې لکچر وړاندې کړ.

په غونډه کې وپتییل شوه چې دبلې اونۍ دپاره دلینا (فدا) شعر کره کتنې ته وړاندې کیږي او حوریه سپیڅلې به ورباندې لیکلې کره کتنه وړاندې کوي.

غونډه  د مازدیګر په څلور نیمو بجوپای ته ورسیده، دیادولو وړ ده چې دميرمن كلتوري ـ ټولنيزبهير اوونیزې غونډې د هرې شنبې په ورځ له غرمې وروسته په یوه نیمه بجه د پوهنې وزارت په تالار کې جوړیږي.