په بلخ کې ۴۰ ځوانانو پر پښتو لیکل زده کړل.

ضمیر سار

د بلخ ادبي خوځښت د (پښتو لیکل- د لیکلو د ارونو ښوونیزه لړۍ) په پای غونډه کې شاوخوا ۴۰ بلخ مېشتو ځوانانو (نجونو او هلکانو) ته د ليکوالۍ پر سندونو سربېره ۴۰ کتابونه د ژباړې په موخه وروسپارل.

په دغه غونډه کې، چې نن د غبرګولي په ۲۸مه، د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې جوړه شوې وه، د بلخ ولایت د مشرانو او ځوانانو سربېره د کابل پوهنتون د علومو اکاډمۍ ځینې غړیو، د مدني ټولنو او کلتوري ریاستونو مشرانو او د هېواد یو شمېر تکړه لیکوالانو برخه اخیستې وه.

د سیمینار په ترڅ کې د استادانو د ارزوونکو ویناوو تر څنګ د سیمینار د څلورو ګډونوالو (دوه هلکان او دوو نجونو) له خوا لنډکۍ کیسې ولوستل شوې او په پای کې د اسنادونو سربېره هر ګډونوال ته د ژباړې له پاره یو یو کتاب ورکړل شو.

ویل کېږي، چې دغه ډېری رواني، تاریخي او کیسه ییز کتابونه به په راتلونکو شپږو میاشتو کې ژباړل کېږي.

د بلخ ادبي خوځښت غړي او ددغې پروژې مسوول بریالي جلالزي سیمینار ارزښتناکه وباله او زیاته يې کړه، چې دا د شمال په تاریخ کې د پښتو د ودې لومړۍ هڅه ده.

د نوموړي په وینا دغه سیمینار څلور میاشتې وړاندې په افغانستان کې د المان د کلتوري هڅو مرکز (ګویته انسټیټوټ) له خوا په مالي مرسته جوړ شوی و.

نوموړي وویل، چې تر دې وړاندې نه حکومت او نه هم نورو کلتوري او ټولنیزو موسسو د بلخ ادبي خوځښت لاسنیوی کړی دی.

د نوموړي په وینا سيمینار په اونۍ کې يوه ورځ و، چې په پاتو ورځو کې يې ګډونوال د ځینو کيسه ییزو کتابونو لوستلو او د کورنیو دندو ترسره کولو ته هڅول. ‎

جلالزي وويل، چې د سیمینار په ترڅ کې ځوانانو د لنډو کیسو د لیکلو تر څنګ د ژباړې مهارتونه هم زده کړل.

نوموړي زیاته کړه، چې یاد خوځښت په پام کې لري، چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د سیمینار د ګډونوالو ژباړې او د لنډو کیسو کتابونه یو ځای له چاپه راوباسي.

د پښتو د لیکلو د ارونو ښوونیز سیمینار ګډونوال بیا د لیکوالۍ د پراختیا سربېره د ژبې د لا زیاتو خدمتونو ژمنه کوي.

د مزار شریف ښار اوسېدونکې او د مېرمن کلتوري او ټولنیز بهیر غړې لیلا ساپۍ، چې په غونډه کې یې د (مورنۍ ژبې) تر سرلیک لاندې لنډه کۍ کیسه ولوستله، وویل: ((زه خو ايله اوس پوی شوم، چې پښتنه یمه.))

نوموړي زیاته کړه، چې د سیمینار په ترڅ کې د لیکوالۍ تر څنګ له خپلې مورنۍ ژبې سره يې مینه زیاته شوه.

لیلا زیاته کړه: ((په غیر پښتني چاپېریال کې مې نږدې خپله مورنۍ ژبه له لاسه ورکړې وه؛ خو ښه وشو، د بلخ ادبي خوځښت په مرسته مې پر خپلې مورنۍ ژبې د لیکلو چل هم زده کړه.))

نوموړې ژمنه وکړه، چې تر خپل وسه به د پښتو ژبې د لیکلو او ژباړلو په برخه کې کار کوي.

بلخ ادبي خوځښت له تېرو شپږو کلونو راهیسې د بلخ او ګاونډیو ولایتونو په کچه ادبي او کلتوري هڅې پیل کړي دي، چې په دې وروستیو کې یې ښوونیزې هڅې ګړندۍ شوې دي.

خوځښت د روان کال د غويي په ۲مه د ((راځئ! چې سبق ووایو)) تر نامه لاندې یو علمي سیمینار جوړ کړ، چې د بلخ او شاوخوا ولایتونو زیات شمېر مشرانو او ځوانانو په کې ګډون کړی و.

په دغه یو ورځيني سیمینار کې د هېواد د تکړه لیکوالانو تر څنګ بلخ مېشتو فرهنګیانو هم علمي مقالې ولوستې.