پښتانه ولې په مادي او معنوي لحاظ وژل کیږي
د محمدالله ارین احمدزي لیکنه
له نیژدې یوې لسیزې را په دیخوا نړیواله ټولنه په افغانستان او سیمه کې شتون لري. دوی د دې لپاره سیمې ته راغلل چې ترهګر به ځپي، د افغانستان په رغونه او ښه حکومت داري کې به مرسته کوي چې دا نو اوس ټول ملت ته معلومه ده او په اړه به یې خبرې کول د وخت له ضیاع څخه پرته نوره ګټه ونه لري. دا جګړه داده نیژدې یوه لسیزه کیږي چې دوام لري خو له یوې ورځې بلې ته پیاوړې کیږي، بریدونه زیات شوي، وسله وال ان دولتي ودانیو ته په ډيره اسانی دننه کیږي. په هیواد کې ډير بې ګناه ملکي وګړي، قومي مشران، علمي او سیاسي شخصیتونه په یو او بل نوم ترور شول او دا لړۍ لا هم دوام لري. خو په دې کسانو کې ملي او نا میلي، وړ او ناوړه تر دې دمه نه دي معلوم شوی چې څوک د چا لخوا او ولې و وژل شو؟ تیره ورځ افغان ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل چې دښمن مبهم دی، د ولسمشر دا خبرې تر ډيره حقیقت و، ځکه چې افغانستان یوازې سیاسي دښمن نه لري، یو یې ورسره سیاسي، بل یې اقتصادي، بل مذهبي او بل یې هم ژبنۍ او تاریخي دښمنۍ پالي. نو د دښمن په مبهم توب کې شک نشته دی او دا یو ریښتونی حقیقت دی او نه هم ولسمشر کولای شي د ديپلوماتیکو اصولو په پام کې نیولو سره له ټولې نړۍ او ګاونډیو هیوادونو سره جګړه پیل کړي خو دا جګړه د هر یوه کورته په خپله غځیدونکې ده تیره میاشت اسامه په پاکستان کې ووژل شو او د ولسمشر لس کلنې چیغې ریښتیا شوې او سبا به هم یو بل په ایران او یا هم کوم بل هیواد کې. خو په هیواد کې ځينې شته سیاسي کړیو د ولسمشر له دې خبرې سره کلک مخالفت وکړ. څو ورځې وړاندې به ټول هیواد وال د دې شاهد و چې د تغیر او امید په نوم د ټلوالې مشر عبدالله او د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح په یوه ناسته کې وویل چې له طالبانو سره په هیڅ ډول سوله نه شي کیدی او دوی وویل چې باید کسات ترې واخیستل شي ځکه چې دوی یې یوه لسیزه وړاندې تر تخاره او پنجشیر پورې ځغلولي و او هیواد یې د یو څو ورځو لپاره د دوی له شر څخه خلاص کړی په هر حال زه یې دفاع نه کوم ځکه د طالبانو کړنې هم له پوښتنو ډکو دي خو وايي د خرو ملا غویی وي نو ځکه اوس زما په څير ځينې هغه وخت ته په کتو د دوی تر کړنو د طالبانو هغه وخت راتګ ښه بولي، دوی په دې غونډه کې ځان د ټولو افغانانو د ملي ګټو ساتونکي وبلل خو د غونډې په جوړښت کې موږ ټولو ولیدل چې د هیواد د هرې سیمې استازو ګډون نه و کړی، یوازې هغو کسانو پکې ګډون کړی و چې په هیواد کې له سیاسي واک څخه لرې شوي او د ټلوالې ګټو ته ژمن خلک و، په دې غونډه کې د عبدالله لغماني یو ورور هم په سمبولیکه توګه ګډون کړی و او کیدی شي دا کس ټلوالې د دې لپاره دې غونډې ته راغوښتی وي چې ګواکې دا د پښتنو استازی دی خو ښه و داسې نه وه د ښاغلي عبدالله لغماني ورور په خپلو خبرو کې وویل چې ولې یې ولسمشر په هره ناسته کې د وژل شوي ورور نوم نه اخلي. همدارنګه په تیره اونۍ کې په تخار کې د ۳۰۳ پامیر زون قومندان جنرال داود او د تخار امنیه قومندان هم په یوه چاودنه کې و وژل شول او دلته نو ټلواله ښه را برګه شوه او څو تنو یې د افغانستان د ولسي جرګې په استازیتوب وویل چې په دې لیست کې د ځينو نورو شخصیتونو نومونه هم شته دي چې وسله وال طالبان یې وژل غواړي، د دوی په خبرو کې ټکر ډير و یوې خواته یې طالبان ګرم بلل او بل لوري ته یې د سیمې د هیوادونو څارګرې ادارې او زه په دې پوه نه شوم چې دا کسان ریښتیا هم د ولسي جرګې په استازیتوب غږیږي او که د ټلوالې او یا هم ځان په استازیتوب. په هر حال په هیواد کې د هر افغان وژنه هغه که پښتون وي، ازبک وي، تاجک، او یا هم هزاره یا قزلباش د غندلو وړ ده باید چې وغندل شي او د دې ډول وژنو ژپه موخه سره ټول شته قومونه یو موټۍ شي خو نه په سیاسي او سمتي لحاظ. خو دلته د مور او میرې سلوک بیخي ډير دی ځکه چې په هیواد کې نه یوازې د یوې خوا مشران وژل کیږي بلکه د ډيرو نورو قومونو مشران هم وژل شوي او لاهم وژل کیږي. خو د هغو د وژل کیدو لپاره داسې ګام نه اوچتیږي لکه څنګه چې د ټلوالې او پخوانیو مجاهدینو د وژل کیدو لپاره پورته کیږي، که ریښتیا دوی ځانونه ملي بولي نو د کندهار پخوانی قومندان خاکریزوال،د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شهید عبدالمجیدبابی، د لوګر پخوانی والي عبدالله وردګ، د پلان پخوانی وزیر او ستر شخصیت شهید حاجي قدیر، د ولسي جرګې پخوانی استازی فضل الحمن څمنکنی، د پکتیا د پخوانی والي او علمي شخصیت شهید حکیم تڼي وال، او په ګوانتانامو کې د شهید شوي بندي معلم اول ګل، د کنړ جید قوميم مشر ملک زرین او پخواني جهادي قومندان او د ننګرهار پخوانی امنیه قومندان حاجي زمان او په زرګونو نور قومي مشران هم د دې هیواد بچیان او د دې هیواد په ډیرو سیاسي بهیرونو کې شامل خلک و یوه ورځ یې هم یاد ونه شو هغه متل دی وايي چې( مړ شوې پړ شوې). او نه هم پښتنو د دوی په مرګ کې سیاسي ګتې ولټولې، دا پر دوی د وطن حق و او ځانونه یې ترې ځار کړل نه یې په نوم بنیاد جوړ شو او نه هم ټلواله.
اوس که چیرې دا ډله په ریښتونې توګه ملي یو والی غواړي او ځانونه د ملي ګټو ساتونکي بولي نو ولې د ټولو یادونه کوي، پښتانه په ډير بد وضعیت کې قرار لري، یوې خواته ترې استخباراتي کړۍ تاو دي او دوی د سر پورته کیدو ته نه پریږدي او بلې خواته هم ورته حکومت پاملرنه نه کوي او بل لوري ته یې هم نړیوال زبرځواک او د بشري حقونو د ګټو د ساتونکو په نوم د بشري حقونو دښمنان له منځه وړي. ډير ځلې ما او ډيرو نور هم لیدلي دي چې په پښتون میشتو سیمو کې شته قومونه د دې حق نه لري چې د خپل وزل شوي کس جنازه وکړي د ډيرو خو یا پټې شوي او یا هم ډير قومي مشران پرته له جنازې خاور ته سپارل شوي دي. همداسې بیارغونه، سیاسي واک، اقتصادي پراختیا او نورو هم ډيرې پوښتنې را ولاړولی شي. د دې لپاره چې خبره مې مستنده شي یو ډير اړین ټکي ته ستاسو پام را اړوم، څو ورځې وړانې مې د ګډو افغان او بهرنیو ځواکونو یوه ویب پاڼه چې په پښتو، دري او انګلیسي ژبه خپرونې کوي کتله په دې پاڼه کې نیژدې په ۱۴ ولایتونو کې د ولایتي بیارغونې ، امریکا پراختیايي ادارې او ځينو نورو مرسته کونکو ادارو شوې مرستې نندارې ته وړاندې شوې وې. په دې ویب پاڼه کې په ټولو پښتون میشتو ولایتونو کې یا هم کلیوالو ته چرګې او چرګوړي ویشل شوي او یا هم میرمنو ته د اچارو د جوړولو چل ور ښودل شوی دی، ښونځيو ته تلي او هلته یې په زده کونکو راډیوګانې ویشلي دي. خو برعکس په شمالي ولایتونو کې بیا قومونو ته سړکونه، ښونځي، د څښاک اوبو، د کمپیوټر د زدکړې مرکزونه، ولسوالانو ته لسکسس موټرونه، کمپیوټري وسایل، پولیسو ته د ګوتې د نښان د اخیستو چلونه او ........... ور ښودل شوي دي. خو په دې اړه هیڅ یوې سیاسي ډلې، سیاسي مشر، اپوزیسیون او په دې اپوزیسیون کې د پښتون په هسې خوشې چټي استازیتوب ناستو استازو هیڅ هم نه دي ویلي. خو دا یې غوښتې چې ورور یې مړ شو، ده ته موقف ور نه کول او ولسمشر یې ولې نوم نه یادوي. مخکې ولسمشر د ولایتي بیارغونې د ټيمونو د لغوه کیدو غوښتنه وکړه تر ټولو ډير غبرګون د پنجشیر والي، د مزار والي، د بدخشان او ......... والي وښود په ریښتیا هم دوی باید غبرګون ښودلی وی ځکه چې دوی ته یې ډير څه کړي دي او خدای دې وکړي چې نور هم ورته ډير کار وکړي او په دې که څوک خوا بدوي هغه به افغان نه وي. خو زه دا وایم چې په هره برخه کې شته سیاسیون باید توازون مراعت کړي، پښتو ژبه د اخطار ژبه او پښتانه ترهګر ونه بولي، که د بدن یو ډير وړوکی غړی هم د یو چا وخوږیږي ټول بدن به ترې نا راحته وي داسې نه ده چې د سر درد پښې نه نا راحته کوي دا ټول د یو بدن غړي دي او ټول بدن ته پاملرنه په کار ده. ولسمشر چې چیغې وهي چې جګړه مبهمه ده، طالبان د پښتنو استازي نه دي، ډيری بریدونه طالبان نه کوي... ټول یې په خولو پورې خاندي او وايي چې دا هسې لګیا دی. خو په اصل کې ولسمشر ته کیدی شي ډير دردونه نور هم مالوم وي خو د ویلو لپاره به یې خولو نه ولري او یا به هم وخت ته ګوري. په ډيری پښتنون میشتو ولایتونو کې هره ورځ په لسګونو او ان ځينې ورځې خو کیدی شي دا شمېر په سلګونو کسانو ته ورسیږي وژل کیږي، ښونځي تړل کیږي، شخصیتونه ترور کیږي خو ( شتر دیدي، نه) کیسه ده. په ټول هیواد کې په علمي، سیاسي، اقتصادي او ټولینزه کچه تغیرات راغلي دي خو په پښتون میشتو ولایتونو کې( هغه خرک او هغه درک) دی. زما په اند تر هغه چې دا ډول د مور او میرې سلوک روان وي هر ولایت او هره سیمه یوازې او یوازې خپلې ګټې ولټوي دا هیواد به هیڅکله سمې خواته لاړ نه شي او هیواد به نور هم د بربادي خواته لاړشي. تاسو وګوری ډيره د افسوس خبره ده په ولسي جرګه کې پښتانه، قزلباش، ازبک او هزاره استازي شته دي خو کله چې یو استازی هم د خپلې سیاسي موخې لپاره خپل غږ اوچتوي د ټولې ولسي جرګې په استازیتوب یې وايي یوه ورځ په ولسي جرګه کې شته استازو دوی ته داسې ونه ویل چې تاسو ته کله موږ داسې ویلي او یا هم دا ستاسو موقف کله د ولسي جرګې موقف دی، په غزني کې که ۱۳ ولسوالۍ پښتانه دربدره دي وي دې، په کندهار کې که پښتانه وژل کیږي وژل کیږي دې، په کنړ کې که پر کورونو هوايي بریدونه کیږي خو کیږي به،خو کله چې د ټلوالې او د ملي په نوم د ناملي څیرو ګټې له ګواښ سره مخ شي بیا نو دنیا ړنګه شوه. په رسنیو کې له ډاره څوک د پښتنو لپاره غږ نه شي اوچتولای خو دوی په رسنیو کې ناست وي او نفاق ته لمن وهي هیڅوک ورته نه شي ویلی چې وروره څه کوې، که و وایې بس دستي وايي چې موږ خو جهاد کړی، مقاومت مو کړی. خو داسې هیڅکله نه وايي چې هیواد مو تباه کړی، کابل مو کنډواله کړی، پاټکونه مو اچولي، د نفاق اور مو بل کړی او دا نن چې هیواد له دې دومره ستونزو سره لاس او ګریوان ده دا ټول د دوی تیرې ناسمې کړنې دي چې کړي یې دي. پښتانه نه یوازې د نسل وژنې ښکار دي بلکه دوی په سیاسي، اقتصادي، علمي، فرهنګي لحاظ د دې ناسمو کړنو ښکار کیږي، دوی ته دې ښونځي جوړیږي خو پښتنو ته دې چرګې او چرګوړي ور ویشل کیږي، دوی ته دې د نجونو ښونځي جوړیږي خو پښتنو خویندو ته دې د اچارو جوړولو چل ور ښودل کیږي، د دوی بچیان دې په بهر کې زدکړې کوي خو پښتانه دې په هیواد کې په شته پوهنتونونو کې هم بې برخې پاتې کیږي. ولې چې دوی جهاد کړی دی، جهاد خیتځ، سویل، شمال او لویدیځ ټولو کړی دی، خو امتیاز یې یو لوری اخلي زه ډير داسې مجاهدین پیژنم چې اوس د خوړولو ډوډۍ نه لري په ایران، سعودي، دوبې.... کې خواري غریبي کوي خو دوی بیا بلډينګونه، لوړې ماڼۍ، په دوبۍ کې کورونه او په بریټانیا کې تجارتونه لري. که تاسو جهاد کړی دی او ریښتیا د دې هیواد بچیان یی دا دومره پیسې له کومه شوې، عبدالله یوه دریشي په پنځه زره ډالره اخلي که ته افغان یې پنځه زره ډالره دې له کومه کړل ولې د دې یوې دریشي پیسې د کابل په قمبر څلور لارې کې له هلمند، کندهار، نیمروز څخه را کډوال شوي هغوی ته نه ورکوې، ته چې په غونډو کې ګډون کوې ولې دې کډوالو ته نه ورځې او د دوی د حال پوښتنه نه کوې، څو ورځې وړاندې د فیس بوک په پاڼه کې هم دا ویډیو ګانې خپرې شوې او ما مخکې هم اوریدلي و چې عبدالله په سینګار مین دی او ان د ده سینګار د یوې میرمنې لخوا کیږي که غواړې چې ده ته د مرکې لپاره ورشې درې ساعته وړاندې به ورته زنګ وهې او دی به تیاري نیسي نوکه دی مشر هم شي دی به د فیشن تر څنګ ملت ته د کار کولو څومره موکه ولري، د ولسمشر کرزي کابینې او مشاورینو یې له هیواد سره شوې مرستې په لسکس موټرو ولګولې او پټې یې کړې دی به یې د دریشي او فیشن لپاره په جیب کې اچوي.اوس خو داده ده له تغیر او امید ټلوالې څخه هم څه تر لاسه نکړل او پایله یې ملت ولیده اوس نوی ایتلاف جوړوي چې نوم یې له کړکیچ څخه د هیواد ژغورنه نومیږي دې کې هم ده ډيرې متعصبې څيرې لکه بهزاد، فوزیه کوفي..... او ځينې تش په نوم پښتانه لکه اتمر، شینکۍ کړوخیله را ټول کړي دي وبه ګورو چې څه کیږي. ښاغلی صالح چې غچ اخلي ولې د دې کډوالو غږ نه پورته کوي دده د واکمنۍ پر مهال په پښتون میشتو ولایتونو کې په سلګونو بیګناه نیول شوي پښتانه اوس هم په څرخي پله زندان او د ملي امنیت په اداره کې بندیان دي، له زابل څخه زما یو دوست راغلی و دلته یې بندي و ویل یې څلور کاله کیږي ورور یې بندي دی محکمې لا تر اوسه په دې اړه چې دی ګناهګار دی که بې ګناه فیصله نه کړې هغه وویل چې ورور یې اوس لیونی شوی دی او دولت ترې په تنګ شوی دی وايي ژر کوه د دې لیوني د خوشې کیدو څه غم دې وخوره اوس خوشې کول د څه لپاره ایا د ده بچي ته به کور ته د ده ورتګ له ځان سره څه پیغام ولري، خو که ولسمشر یوه ورځ پښتانه طالبان ونه بلل بس بد یې وکړل او په دوی اور بل وي. خو ټول په دې پوهیږي چې غوا توره شیدې سپینې که پښتانه ، هزاره، تاجک، ازبک، قزلباش......... سره یو موټۍ نه شي او د هیواد د هرې سیمې او هرې ژبې د ویونکي ګټې سره په ګډه تامین نه کړي دا حال به له دې هم بد تر وي او هره ورځ به د دې قومونو شخصیتونه وژل کیږي نه به ملي څيره مالومه وي نه به هم ملي نه به قاتل مالوم وي نه به هم مقتول، داود و وژل شو خو دا جوته نه شوه چې ایا دی په ریښتیا هم طالبانو وژلی دی او که په یاده سیمه کې د دی پر ضد کومې بلې سیاسي ډلې په لومړي سرکې په رسنیو کې وویل شوه، ځانمرګی برید و، وروسته ملي امنیت وویل چې چاودنه وه خو د داود ورور بیا وویل چې نه یې هم ورور په چاودنه کې وژل شوی او نه هم په ځانمرګي برید کې بلکه په ډزو سره وژل شوی دی. په دې هیله چې ټول قومونه سره یو موټۍ او دا رټل شوې څيرې چې اوس د دوی پر سر معاملې کوي د تل لپاره ورټي.
دا لیکنه د سپین غر په ښکلې او بې جوړې ویب پاڼه کې هم لوستلای شی