د استاد علم ګل سحر اند او فکر
د محمدالله ارین احمدزي لیکنه
پښتانه د تاریخ په رڼا کې ډيرو تاړاکونو ځپلي دي او ډير ځلې یې ډير تاریخي، ادبي، سیاسي او فرهنګي شته له لاسه ورکړي دي، چې ډير ځلې یې د تاریخي شتو تر څنګ ډيری څیرې هم د زمانې تاړاک ځپلي دي خو زما په اند خدای تعالی ورته د بیټ نیکه دا دعا چې ویلي یې دي :
دا وګړي ډير کړې خدایه
لویه خدایه خدایه
ورته په ریښتونې توګه قبلوې شوې او خدای تعالی د بیټ نیکه دا غږ اوریدلی دی او تل یې د زمانې په هر پړاو کې په دوی کې داسې څيرې را پیدا کړي دي چې د دوی ډير له لاسه تللي مادي او معنوي ارزښتونه یې بیرته را خوندي کړي دي چا ورته د احمدشاه بابا او میرویس نیکه په څير تورې وهلي او ځينو خو یې ورته د ستر خوشال خټک بابا په څير توره او قلم دواړه چلولي دي . خدای تعالی ورته داسې څيرې ورکړې چې ډير یې له ناسمو راسمې ته او له کږو سیخو لارو ته را بللي دي، تل د نورو لخوا ورته کوهي کیندل شوي دي خو د داسې کسانو لوړفکر او حوصلې دا هرڅه د خپل کړیدلي اولس لپاره زغملي دي او هڅې یې همداسې پسې جاري ساتلي دي. د دې لپاره چې خبره را څخه اوږده نه شي موضوع ته به راشم. زه چې ځان د لیک او لوست په دنیا تر اوسه یوازې لوستی بولم یانې په دې مانا چې یو څه لوستی شم او د لیک لوست نړۍ ته راغلی یم تر دې وړاندې مې د یو چا نوم اوریدلی چې علم ګل سحر یې باله. ما ډير ارمان کوی چې که خدای مې دا ارمان پوره کړي او په قدرمن استاد مې سترګې ولګیږي، شپې ورځې ښې ډيرې تیرې شوې او زما دا ارمان خدای پوره کړ او د دې ویاړ مې په برخه شو چې ښاغلی استاد و وینم. زه د استاد د علمیت په اړه ځان ته د دې اجازه نه ورکوم چې څه پرې و وایم خو یوازې د ده شخصیت په اړه درته هغه څه وایم چې ما پکې لیدلي دي:
استاد سحر تل د ځان نه بلکه د ډيرو په اړه فکر کړی دی او ډيرو ته یې داسې مشوره ورکړې لکه څنګه یې سړی باید ځان ته ور کړي، د هیواد د ځوریدلي پښتون قوم په دردونو تر نورو ښه پوهیږي او ډير سیاسي بهیرونه یې له سره تیر کړي دي او په هر سیاسي بهیر کې په هیواد کې پاتې شوی دی او په هیواد کې یې د هیواد والو خدمت کړی دی. استاد سحر یو لیکوال دی چې ډيرې لنډې کیسې، علمي څيړنیزې مقالې، طنزونه، ژباړې، سیاسي مقالې.... یې لیکلي دي، استاد سحر شاعر دی خو داسې شاعر چې شعر یې تل له کلیوالو انځورنو، سیمه ایزو خوندونو، دردنونو او ښکلاوو څخه ډک دی، په شعر کې یې د دې ښکلاوو تر څنګ ډيری تاریخي پیښې هم خوندې شوي دي او د خپل قوم لپاره پکې ځینې وړاندوینې هم شوي دي، استاد یو ښه مشر دی خو داسې مشر نه دی چې ما زرما ټول یې زما، کله یې چې وس شوی د خولې مړۍ یې هم له خپل ځوریدلي قوم سره نیمه کړې تل د پښتون په درد درمن شوی او په خوښيې خوشال شوی دی. استاد لیکوال داسې خو داسې لیکوال چې په هره لیکنه کې یې د لیکوال او لوستونکي دواړو د زړه درد موندل کیږي. استاد د دومره لویې حوصلې څيښتن دی چې د ده دې حوصلې ډيرو نورو ته هم حوصله ورکړې، استاد تل غواړي له خپل اولس سره نیژدې پاتې شي د دوی د ستونزو په برخه کې هڅه وکړي او څه یې چې وس وي هغه ورته تر سره کړي. استاد د څوکۍ شوقي نه دی هغه څه کوي چې د قوم خیر یې پکې وي داسې نه کوي چې د قوم په ګټو کې خپلې ګتې ولټوي ده د ځوریدلي اولس لپاره ډير کړاوونه په سر ګاللي دي او د دې ځوریدلي قوم لپاره یې ډيرې دروازې ټکولي دي او ډير یې تر خپلې پراخې لمنې لاندې د هدایت په نیت پټ کړي دي تل یې په لیکنه او شعر یانې نظم او نثر کې پیغام جوت دی په خبرو ډير شخوند نه وهي لکه څنګه یې چې شخصیت دی همداسې یې لیکنه هم ده. استاد قوم ژبې او اولس ته د خدمت په موخه ډير لوړ لوړ مقامونه تر خپلې دې شته ملنګي پورته نه دي بللي. استاد د خلکو لارښود دی او د خلکو په منځ کې پاتې شوی دی او لا هم د خلکو په منځ کې داسې ژوند کوي چې د ده دې کړنو ډير تر خپل ژور اغیز لاندې را وستي دي.
که د استاد منظوم او منثور اثار په غور سره وګورۍ ډيرو نا ویلو او نا لوستو شیانو ته به مو پام شي او تاسو به پکې داسې څه ومومۍ چې په ژوند کې به مو د تغیراتو توپان راشي. د انسان ذاتي جوړښت داسې وي کله چې یو موقف ته رسیږي ځان ترې ورک شي او ډير نه لیدل کیږي چې ښې بیلګې یې زموږ په ټولنه کې شته دي خو استاد علم ګل سحر په هر وخت کې په یو حال دی. ډير څه نه وايي خو ډير څه کوي. د دې لپاره چې خبرې را څخه اوږدې نه شي او کړې خبرې مې لوستونکو ته په یقین بدلې شي د استاد د کلام څو بیلګې دلته را اخلم او ډيرې لنډې خبرې پرې کوم:
غزل
استاد علم ګل سحر
که بدرنګ مو په سرو وهي میخونه
خو دا ښکلي مو په زړو وهي میخونه
چې نه وګورو نه ښکلي چیرې یاد کړو
زموږ په سترګو او په خولو وهي میخونه
له نادودو څخه کوم پلو ته لاړ شو
وخت زموږ په ارادو وهي میخونه
دراوازې د زندانونو یې پرانیستې
د مکتب پر دروازو وهي میخونه
ستا د ښکلي مخ تصویر چې پکې نه وي
دا تور زړي پر اوبو وهي میخونه
څه به پټه کړي رڼا زموږ له سترګو
د لمرونو په شغلو وهي میخونه
بس د مینې سخت سفر یې دی په مخکې
خوار سحر بیا په څپلو وهي میخونه
د استاد دا غزل ما ډير مخکې اوریدلی و او که هر څوک یې ولولي پکې د خپله زړه درد اوریدلی شي، چې په هر بیت کیدی شي بلا خبرې وشي او پکې ډير دردونه وموندل شي د بیلګې په ډول استاد وايي:
که بدرنګ مو په سرو وهي میخونه
خو دا ښکلي مو په زړو وهي میخونه
دلته زما په اند که یو مین دا بیت ومومي او ویې لولي کیدی شي د خپلې مینې یو کټ مټ انکاس پکې و ویني خو ماته یې مانا بیا داسې ده چې چې دلته زما له بدرنګو څخه موخه کیدی شي پردي وي او له ښکلو څخه مې موخه خپل وي. کله اوسني حالاتو ته راشو ډيری هیواد وال په اوسنیو حالاتو کې له پردو ګیله کوي چې زما په اند د دوی دا ګیله له بدرنګو څخه ده، خو ځانونو او خپلو مشرانو ته لاس نه نیسي زموږ هیواد چې داسې یو حالت ته رسیدلی دی ډيری منقصر پکې زما په اند په خپله افغان مشران دي. همدارنګله پر سر له میخ ویلو څخه زما بله موخه هم مادي مرګ دی یانې کیدی شي یو څوک راڅخه موټر، کور او اولاد ټول واخلي خو له زړه څخه زما موخه بیا معنوي ژوند یانې علمیت دی، اوس ډيرې داسې کړۍ شته چې پر سر یانې مادي ژوند نه بلکه د پښتنو پر معنوي ژوند باندې میخونه وهي او دوی له سیاست، علمیت، ادبي هلو ځلو له نورې نړۍ سره له اړیکو څخه ساتي.
چې نه وګورو نه ښکلي چیرې یاد کړو
زموږ په سترګو او په خولو وهي میخونه
واه دې کې څومره ښکلی قوي انځور دلته بیا هم زما په اند د پښتنو اوسنی ژوند ډير ښه انځور شوی دی تاسو وګوری د پولې هې خواته یانې په کوزه پښتونخوا او د پولې دې خواته یانې په افغانستان او بره پښتونخوا کې د پښتنو پر وړاندې څه ډول دسیسې روانې دي. زه ډير داسې کسان پیژنم چې د نورو قومونو او ژبو خلک دي اوس په ښو ښو دفترونو کې ژوند کوي او یا هم د نړۍ په ښو پوهنتونونو کې ژوند کوي خو پښتانه بس یوازې او یوازې جګړو او د یو بل د جنازواو چتولو ته پاتې دي او یوازې شپه ورځ تیروي دلته یوه لنډۍ را یاده شوه چې وايي:
دفتري کار ټول په دري دی
خواره پښتو یم تش جګړو ته مې ساتینه
همدارنګه د استاد په دې غزل کې دې بیت ته هم وګورۍ:
له نادودو څخه کوم پلو ته لاړ شو
وخت زموږ په ارادو وهي میخونه
استاد په دې بیت کې د پښتون قوم د ژوند د څو زره کلن تاریخ یو داسې انځور وړاندې کړی دی چې له چنګیز څخه نیولې بیا تر مغوله، انګریزه، پروني روسي ښکیلاک او نني غربي ښکیلاک پورې پکې د پښتنو ژوند ډير ښه انځور شوی دی د وخت ښکیلاک چې څومره پښتانه ځپلي دي دومره به هیڅ قوم نه وي ځپلی تل د وخت نادودو د پښتون قوم پر سر لوبې کړې که تیر دیرش کلن تیر شوي وخت ته ځير شو تر ټولو ډیر ځپل شوي وژل شوي او ټپیان شوي به پښتانه وي خو هغه متل دی چې وايي( تورې دې لالا وهي مړۍ دې عبدالله) بس تل زموږ پر سر سودا شوې. د استاد په هر بیت که خبرې وشي په هر بیت یې زما په اند یوازې څو کرښې او څو مقالې نه شي خلاصه کیدي استاد نه یوازې یو نسل ته بلکله نسلونو او نه یوازې یو قرنه ته بلکه قرنونو ته شاعري کړې او د ده شعرونه به د قرنونو په سینو کې خوندي وي او هر څوک به یې د خپل وخت سره سم تفسیروي.
استاد سره چې لکه کله نه زما معرفت شوی دی نو تل مې ورته د زړه حال ویلی دی، ډير ځلې داسې شوي دي چې د استاد په لیدو مې ډک زړه تر ډيره ډک پاتې دی. استاد یوې سیمې او یو ولایت ته نه بلکه لر او بر پښتون ته ژمن سړی دی. چا چې زما په شان مخکې نه وي لیدلی او لومړۍ یې و ویني د ده له پاکې مینې او احساس څخه به سړی داسې درک وکړي چې په اوسني حال کې ماته ښه مرستیال، ښه ملګری، ښه لارښود او ان ښه معنوي پلار یوازې او یوازې استاد علم ګل سحر دی. په پای کې استاد ته د اوږد عمر غوښتونکی یم او په دې هیله چې پښتانه خپل دا ژوندي ماخذونه او ژوندي کتابتونو د دوی په ژوند ونازوي او د دوی په ژوند له دوی څخه ډيره ګټه واخلي او تل یې د عمر د اوږدیدو دعا وکړي.
په درنښت
محمدالله ارین احمدزی- کابل څلورمه کارته
دا لیکنه د تاند او سپین غر په ښکلو پاڼو کې هم کتلی شی د پاڼې په نوم کلیک وکړۍ ترڅو نیغ په نیغه لیکنې ته ورشی.