خوست مېشتو فرهنګیانوته دمبارکۍ پيغام !

دخوست د تاریخي سیمې هڅاندو فرهنګ پالو، درنو مشرانو او خویندو اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته !

د لوېې پکتیا فرهنګي او خپرندویه ټولنې غړي ستاسې هڅې، کلک یوالی او فرهنګي هوډ ،چې د افغاني اصیل کلتور لپاره ېې ترسره کوئ ستایي او په دې لاره کې تاسو ښاغلواو اغلو ته د زړه له تله نور هم بريالیتوب غواړي.

درنوخوست مېشتومېلمه پالو!

دخدای(ج) بښلي باچاخان بابا وینا ده ،چې مړه قومونه مړه ستايي او ژوندي قومونه بیا دژونديو ستاینه کوي. زموږ ټولنه په تېر دور کې د باچاخان بابا د وینا مطابق په داسې حالت کې وه ، چې یوازې دهغه چا ستاینه به مو کوله ، کله به مو چې یوه وتلې څیره له لاسه ورکړه او د تورو خاورو لاندې به شوه.خو اوس تاسو فرهنګ پالو د پرله پسې هڅو او زيار په پایله کې حالاتو ډیری بدلون موندلی.                                               

 پخوانی ناسم کلتور مو چې یوازې له لاسه ورکړ دمړو کدرونو ستاینه به مو کوله اوس په دې بدل شوی ، چې دخپلو ژوندیو هڅاندو او ملي کدرونو د دوئ په ژوند کې د دوئ دهڅو ستاینه وکړو او د ژوندیو ټولنو په لیکه کې ځان وګڼو. داچې تاسو دوه دا په زړه پورې نوښتونه رامنځ ته کړي وو یودا چې د ښاغلي استاد لعل پاچا ازمون صیب او همدارنګه دروند او فرهنګ پال شخصیت محمد یار یار په ویاړمو نمانځغونډه اودڅنارکلنۍ مشاعره جوړه کړې وه دواړه غونډې موپه ډېرو شاندارو مراسمو سره ونمانځلې په لومړي سرکې دغو غوره کدرونو ته د دوئ دهڅو او قبول شويو کړنو مبارکي وایو او د اوږد عمرهيله ورته کوو. همدارنګه له هغو فرهنګي ، ادبي ، خپرندویه ټولنو اوبا احساسه تجارانو غوښتنه کوو، چې دخپل کلتور او خپلې ژبې د ودې  اوپیاوړتیا په موخه هرډول مرستې اوکار وکړي ورسره هغو خوست مېشتو کلتورپالو وګړوته چې دکار سړي يې ولس ته ور وپېژندل ترڅنګه يې دخپل وخت او دود سره سم دخپلې سيمې دچنارکلنۍ تاريخي مشاعره ونمانځله  د دې دواړونوښتونو مبارکي وایو. له ټولو خوست مېشتو فرهنګ پالو دزړه له کومې مننه کووچې له کوزې پښتونخوا اودافغانستان له ګوټ ګوټ څخه راغلو مېلمنويې ډېره ښه مېلمه پالنه وکړه په تېره بیا ‌ذاهد شاه انګار، امیربهیر ، افسرصادق،تواب الدین  غورځنګ ،نوراجان بهیراوداسې نورچې نومونه يې یادته نه راځي دمشاعرې او دکارسړي ترنامه لاندې لمانځغونډې دجوړېدا په برخه کې يې ډېرې زیاتې ستونزې ګاللې دي. له ښاغلي سخي سرور میاخېل صیب نه ډېره مننه چې مشاعره يې په ژوندۍ بڼه له غرغښت تلویزیون څخه ترپایه نشرکړه همدارنګه دخوست مېلمه پال والي عبدالجبارنعيمي صيب نه هم ډېره مننه کووچې دمشاعرې دځای او امنیت لپاره يې ترتیبات نيولي وو .  څښتن تعالی دې وکړي چې دا ډول دکار سړي دهرپښتون په کورکې پیداشي چې دخپلې خوږې ژبې پښتو توري په خپله ژبه کې وکري د پردیو دکلتوري یرغل څخه يې وژغوري اودهغوبې برخې پښتنوپه تیارو ذهنونوکې دفکر ډېوې روښانه کړي کوم چې اوس مهال دناپوهۍ په تیاروکندوکې پراته دي.                                                       

 دټوټې ټوټې پښتون ولس ديوځای کېدو په هيله

د لوېی پکتیا فرهنګي او خپرندویه ټولنې اداره