د ښځو نړیواله ورځ د چا لپاره؟

دمحمدالله ارین احمدزي لیکنه

نیژدې یوه لسیزه کیږي چې افغانان هم د ډیموکراسي تر ازمویښتوو لاندې دي. ډول ډول سیاستونه، موخې او وسلې پرې ازمویل کیږي. هیواد ته د لویدیځو سرتیرو له راتګ سره ځینې نوې پدیدې هم زموږ ټولنې ته راغلې چې د دوی له ډلې څخه یوه یې هم د ښځو نړیواله ورځ ده چې دا ده د دې لیکنې یانې د ۲۰۱۱ کال د مارچ تر اتمې پورې یې یوه سلیزه پوره کیږي چې لمانځل کیږي. چې د ولسمشر کرزي په مشري په تیره یوه لسیزه کې دا ورځ لمانځل کیږي او هره ورځ پکې په غربي، اروپايی او نورو ټولنو کې لویې شوې او لوبیدلې افغاني ښځې لمانځنه کوي او په دې شانداره مراسیمو کې ګډون کوي، څوک پکې شخصي ګټې لټوي، څوک پکې سیاسي، سمتي، قومي او نورې. د شته ادارې چارواکي هم د خپلو بهرنیو همکارانو سره یو ځای په دې ناستو کې ګډون کوي څوک د پرمختګ او څوک د شاته تګ خبرې کوي، د خبرو تضاد په دوی کې بیخي ډير دی. خو دلته پوښتنه داده دا ورځ چې څوک یې د ښځو لپاره لمانځي تر اوسه پورې افغاني میرمنې په دې خبرې هم نه دي او نه یې هم په ګټو تاوانونو پوهیږي نو دا ورځ د چا لپاره؟

که دا یو څو غربي الاصله او اروپايي الاصله ښځې د افغان میرمنو استازیتوب کوي بیا خو نو ښه ده او که داسې نه وي نو بیا دا ورځ څوک د چا لپاره لمانځي. تر اوسه زموږ په ټولنه کې ډيری ښځې له داسې ګواښونو سره مخ دي چې هیڅ اټکل یې نه شي کیدی. نور حقوق خو یې څه کوې په لرې پرتې سیمو کې دوی حتی روغتیايي خدماتو ته هم لاس رسی نه لري، تر اوسه زموږ خوندې او میندې د همدې د ښځو د حقوقو د غوښتونکو له لوري کونډې کیږي او بچیان، خاوندان یې ترې په یو او بل نوم اخیستل کیږي. څو ورځې مخکې به تاسو شاهدان واست چې په کنړ کې نهه ماشومان و وژل شول ایا په ذهن کې مو داسې درګرځي کنه چې دې نهو ماشومانو به میندې درلودې کنه. دا معلومه خبره ده چې دوی به میندې درلودې او میندې به یې د زړه په دې ټوکړو ډيرې غمجنې شوې وي.

زما په اند د ښځو د نړیوالې د ورځې پر ځای کې هغه ورځ لمانځل شوې وی په کومه ورځ چې د خدای تعالی پيغمبر عربو او ټولې نړۍ ته پيغام راوړ او دوی یې له دې منع کړل چې نور به خپلې لورګانې ژوندۍ نه خښوي، ښه به دا وی چې په اسلامي ټولنې کې ښځې ته ورکړل شوي حقوقو په سمه توګه تبلیغ شوي وی او دوی له خپلو اسلامي حقوقو څخه خبرې شوې وی او دوی ته ښودل شوي وی چې څوک د دې حق نه لري چې دوی چاته په بدو کې ورکړي، دوی په زور سپین ږیري یا د خوښې نه سړي ته واده کړي او یا یې هم پلار د پیسو په مقابل کې وپيري. تر دې لمانځنو به یې ډیر اغیز کړی وی ځکه زما په اند دموکراسي د یو چا لخوا جوړه شوې چې تغیر،تبدیل، نقص ، کمی او زیاتی پکې شته دی خو د خدای په دین او د پيغمبر په کړنو کې دا شی نشته دي او دا ټول بشر، تور سپين، امریکايي، عربي، افغاني او پنجاپ ته یو پيغام لري هغه د الله تعالی د اصولو منل او له یو بل سره په پوره مینه او پاک زړه ژوند کول دي. د اوسنی ډموکراسي په دې کړنه به زما په اندې په لرې پرتو سیمو کې په ښځو چې کوم جبر کیږي او لا روان دی یو څو پتلون لرونکې او د قیچي کړې ویښته لرونکې ښځې هیڅ مثبت اغیز ونه شي لرلی. ځکه د لویدیځې نړۍ او اسلامي نړۍ ارزښتونه ډير فرق کوي په دې کې د ځمکې او اسمان په څير توپير شته دی د دوی قانون د بشر لخوا جوړ شوی قانون دی او د اسلامي ټولنې قانون د خدای لخوا جوړ شوی قانون دی په دې اړه لږ څه منطقي فکر کول په کار دي داسې نه چې ځينې ېې په لوستو خدای مه کړه احساساتي شي.

په اوس وخت کې  د افغان میرمینو د ژوند د ښه والي په موخه لاندې څو ټکي ډير مهم دي:

۱-ښونه او روزنه: ښونې او روزنې ته افغان میرمنې تر نورو ډيرو ټولنو ډيره اړتیا لري او په دې برخه کې باید دولت د محلي ښونکوي، دیني علماو څخه ګټه واخلي ترڅو میرمنې وکولای شي یو څه ولیکي او وېې لولي، که موږ یو نارینه با سواده کړو دا یوازې یو کس مو باسواده کړی دی خو که ښځه با سواده شی بیا نو ټوله کورنۍ مو باسواده شوه، تر نارینه په کور کې له خپلو اولادونو او د کورنۍ له نورو غړو سره د ښځې شتون ډير وي.

۲-میرمنو ته باید د روغتیا په برخه کې ډيره پاملرنه وشي.  په ډيری ولایتونو کې نسايي او ولادي برخې نشته دي یو څو ځایه خو ما لیدلي چې د ډاکټرې د نه شتون له امله پکې ډيری نارینه وی. میندو ته باید د ځينې طبي زدکړو په برخه کې چې دوی ته اړینې وي په کلیو کې وړوکي وړوکي سیمنارونه جوړ شي ترڅو میندې تر ګټه واخلي او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي کړي، او هم یې د اړتیا په وخت کې د ماشوم او خپلې کورنۍ ژوند ژغورلی وي. که سیمنار ته  د ښځينه و راتګ شونی نه وي یا هم امنیتي ستونزې وي راډيو یې تر ټول ښه وسیله او ډيری میرمنې راډيو او ټلیفون ته لاس رسی لري او کیدی شي له خپل کور څخه له راډيو سره اړیکې ونیسي خپلې ستونزې و وايي او د حل لارې یې وپوښتي.

۳-میندو ته د دوی د حقوقو د تبلیغ لپاره په لومړي سرکې باید ځينې اسلامي کتابونه چاپ شي او و ویشل شي او همدارنګه د راډيو، ټلویزون، ورځپاڼو او مجلو له لارې دوی ته د دوی د اساسي حقوقو او مکلفیتونو تبلیغ وشي، یوازې په پتلون، قیچي ویښتو، لوڅ سر ګرځيدو او له بهرنیانو سره په ناستي یا د وزارت په ورکړه د کلیوالو میرمنو حقوق نه شي په ځای کیدی. همدارنګه وړ کسان دې دوی ته د خپرونو په برابرولو د کورنیو ستونزو لپاره ځينې خپرونې جوړې کړي او په هره سیمه کې دې د ښځو له علمي کچې سره سم د راډيو، ټلویزون، اخبار، مجلې، سیمنارونو او......... وړاندې کړي.

۴-کلیوالو او په دودیزو ټولنو کې دې ښځو ژوند ته پام وشي ترڅو دوی وکولای شي په خپلو پښو ودریږي، او وکولای شي په خپل لاس یو څه وګټي او د ځان لپاره ترې ګټه واخلي، زه ځينې انجیوګانې، موسسې او سفارتونه پيژنم چې د ښځو په برخه کې تش په نامو  پروژې ورکوي خو تر اوسه یې زما په اند اغیز په سلو کې یوازې پنځه سلنه دی او داسې کوم ژور بدلون یې د دوی په ورځني ژوند کې نه دی راوستی، ډيری ځلې چې ښځې د تاوتریخوالي ښکار کیږي زما په تر ډيره یې ریښه اقتصادي ستونزې وي ځکه ښځې په ټولنه کې له نارینه و سره یو شانې بار نه شي اوچتولی که چیرې ښځې دومره وړتیا ولري چې دا کار وکولای شي زما په اند بیا به هیڅ ستونزه شتون ونه لري او نه به هم میرمنې د تاوتریخوالي ښکار شي.

۵-له دې سره سره چې افغاني ټولنه یوه دودیزه، اسلامي، او عنعنوي ټولنه ده د ښځو د حقوقو د مبارزې به برخه کې د ډموکراسي نوم له یادې شوې مبارزې څخه لرې شي. دا به سره ومنو چې دموکراسي ازادي ته وايي چې په افغاني ټولنه کې دموکراسي هم لکه پخوانی کمونیستي رژیم نوره ماتې خوړلې او خلک ترې کرکه کوي او اوس نو امریکا او اروپايي ټولنه په زور او د غونډو په جوړولو سره دا پدیده لکه څنګه یې چې دوی غواړي په افغاني ټولنه نه شي تحمیل کولای. ځکه د دموکراسي بنسټ ایښودونکي له همدې ډموکراسي څخه غلطه ګټه پورته کړه میرمنې یې کونډې کړې، په یو او بل نوم ترې غلطې ګټې پورته شوې. نو د همدې لپاره د ښځو لپاره دې ټولې هلې ځلې له اسلامي اصولو سره سمې وي ترڅو ټولنه دا کړنې او هڅې ومنی او ارزښت ورکړی.

۶-هغه څوک چې ښځې په بدو کې ورکوي دیني علما، دولت او خیره ټولنې باید ورته تبلیغ وکړي چې داسې ونکړي. که کوم کس کړي وي ژر دې په سزا ورسول شي. همدارنګه یوه بله ډيره زړه بوګنونکې پدیده کومه چې اوس اوس نو په افغاني ټولنه کې د صعود په حال کې ده هغه ولور دی چې د نجیلې د کورنۍ لخوا د هلک پر کورنۍ د کوژدې پر مهال د هلک او نجیلۍ له خوښې پرته د نجیلۍ د پلار له لوري د هلک په کور تحمیل کیږي او په پای کې د هلک کورنۍ د نجیلۍ په وړاندې  مخکې له مخکې کینې ته ځای ورکوي او دا دې لامل کیږي چې نجیلۍ د یوې کورنۍ د تاوتریخوالي ښکار شي. ځکه دا ولور زما په اند د خپل لور خرڅلاو دی او یوه کورنۍ له اقتصادي کړکیچ سره مخ کوي په ښارونو کې چې د ولور په نوم پدیده نشته دی خو بدیل یې شته دی هغه په شانداره هوټل کې په ډير لګښت سره د واده کول دي چې تر ټولو د دې مصرف لا پسې زیات دی.

په دې هیله چې  نور نو افغاني خوندې او میندې د تاوتریخوالي ښکار نه وي له سوکالیو او خوښیو څخه ډک ژوند ولري.