سينګاپورياداسياپاريس
راليږونکی : ژباړه : محمدجاويدکمال
دسينګاپورپه هېوادکي يوپه زړه پوري قانون نافذدی . ددغه قانون دمخي په ټول سينګاپور کښي دژاولوپرژوولو ، په کوڅه اوبازارکي دناړوپرتوف کولوکلک بنديزدی . سينګاپور په نړۍکښي يوازنی هېواددی چي پکښي دژاولوژوول جرم ګڼل کيږي اوهرهغه پلورونکی که ژاولي وپلوري نود٢٩٤٠ سينګاپوري ډالرو (SD ) نقدي جرمانې اوددووکالودبندپه سزا محکومېږي . که چيري دسينګاپوريووګړی دلمړی ځل دپاره ددغه قانون څخه سرغړونه وکړي اوژاولي وژوي نودنيولوپه صورت کي يې محکمه ٥٠٠ (SD) ډالره جرمانه کوي .که ددوهمي پلادپاره دژاولودنه ژوولودقانون نه مراعتېدل پرثابت سي جرمانه يې ١٠٠٠ ډالره ، اوکه چيري بيا هم دژاولوڅخه استفاده وکړي نوجرمانه يې عيني ٢٠٠٠ ډالروته رسيږي . ددې عجايبه قانون تاريخ داسي دی چي : په ١٩٨٣ ميلادي کال کي سينګاپوري دولت دخپلو چارواکوداستوګني دپاره اپارتومانونه جوړکړل .په داغه دوران کښي ددغه هېواددولتي تراسپورټ ياملي بس هم په خدمت کولوپيل وکړ. په بسونوکښي به ښاريانواومسافروژاولي ژوولې اوکله به چي ژاولوخپل خوږوالی دلاسه ورکړنوبيابه يې داژاولي دبس پرچوکيو ، کړکيواوچت موښلولې .په دولتي اپارتومانوکي خوبياوضعه تردې لاخرابه وه . دهرکوردوره پرچوکاټ به دومره ژوولي ژاولي موښتي وې چي په مشکل سره به دکورورخلاصېدی اوتړل کېدی .دولت دغي ستري ټولنيزي ستونزي ته ديوه حل دموندلوپه منظورپه ټول هېوادکي دژاولوپرژوولودبنديزوړانديزوکړ.دغه وړانديزدتصويب دپاره په ١٩٩١ کال پارلمان ته وړاندي سوپوره يوکال غوراوخبري پروسوې اوپه ١٩٩٢ کال کښي په غوڅ اکثريت منظوراودقانون شکل ورکړل سو .دحيرانتياخبره خولاداده چي دغه قانون يوازي پرسينګاپوري اتباعونه تطبيقيږي بلکي په سينګاپورکښي دبهرنيوهېوادونودسفارتونوډيپلوماټان ،سوداګر او سيلانيان ددې قانون څخه مستثنا نه ګڼل کيږي .دغه قانون ته دنه درناوي په صورت کي ټول بهرني وګړي چي په هرموقف کښي هم وي دقانوني تعقيب اوسزاڅخه په امن نه دي .