په هرڅه کې د ټولو خیر لټول په کار دي
د محمدالله ارین احمدزي لیکنه
افغانستان داسې یو هیواد دی چې له اوږد تاریخي، سیاسي، اقتصادي، مذهبي..... شالید سره سره پکې ډيرو خپلې شخصي ګټې لټولي دي او لا یې هم لټوي، چې د ګټو دا لټونه اوس په یوه ټولینزه کړنه بدله شوې، او هرڅوک د دې غوښتونکي وي چې ځان ته داسې څه پيدا کړي چې د ده پکې ګټه وي. څه موده وړاندې په ټول هیواد کې نارې سورې وې چې واوره نشته اوکیدی شي وچکالي یو ځل بیا زموږ هیواد له یو لوی اقتصادي بحران سره مخ کړي، دا بحثونه دومره ګرم و چې زموږ د کلي هوا پيژندونکو سپين ږیرو به یې هم په اړه ځينې وړاندوینې کولې، یو به یې ویل چې افغانستان له واورو ډک ښه دی نه له زرو، بل به ویل چې یو کال وچکالي کولای شي چې ان لس او شل کاله وروسته هم زموږ په کرنیزو محصولاتو بدې اغیزې وښیندي.... دې ته ورته تبصرې روانې وې خو د دوی په منځ کې یو هم دا نه ویل چې واوره، وچکالي، هرڅه د خدای له لوري دي او هغه دې خدای را پیښ کړي چې زموږ او ټول اهل اسلام او بیا په ټولیزه توګه د ټول بشریت پکې خیر وي، هیڅ یوه سپين ږیري، تورږیري او ځوان داسې نه ویل. ان داسې کیسې وشوې چې د ژمې په دې کړنګه څيله کې څو ځلې خلکو د روانو اوبو پر سر سره دبي او ډانګونه را واخیستل او په وچ ژمي کې یې په نویو کرل شویو غنمو اوبو سره په نوبت کړې وې، خو دوی بیا هم د خیر غوښتنه نه کوله. په کابل او لرې ولایتونو کې د جګړو، سیمه ایزو ناخوالو، اقتصادي ستونزو، بې کاري او نا امنیو له لاسه بې ځایه شویو کورنیو چې هر څه یې له لاسه ورکړي و او هیڅ یې هم نه لرل همداسې په بې خیري سره خولو پرانیسته او ویل به یې چې خدای دې څاڅکۍ په اوم اسمان کې وچ کړي څه به یې کړو، موږ نه لرګي لرو، نه کوټه او نه هم...... دې خلکو ته په ور پيښ شر کې هم دا یو لوی غنیمت و چې ونه وریږي، دلته د نظرونو تضاد دومره ډير لیدل کیږي چې په جنګ ځپلي، خوار زار، ړنګ او ړوچ افغانستان کې د دې خاورې اوسیدونکي حتی د خدای تعالی په کارونو کې هم کار لري. خو څه چې خدای کوي هغه به کیږي، له دې تبصرو ، دعاو، ښیراوو سره سره د هیواد په نیژدې ټولو ولایتونو کې داسې واوره او بارانونه و وریدل چې مه یې کوه پوښتنه د ډيرو سیمو لارې بندې شوې او ډير خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شول خو دلته بیا هم ځينې نه خوښ او نه هم ناخوښ کسان خفه شول، د تیرې شنبې په ورځ سهار وختي له کوره پلی را و وتم او د واورې ډيرښت دې ته اړ کړم چې پلی لاړشم، نو ما غوندي سړي ته چې په کابل کې ماموریت لري او له اطراف څخه کابل ته راځي د واوري کیدل ډير ستونزمن وي ځکه دې ته اړ شوم چې له کوره د موټرو تر تمځایه پلی لاړشم او بیا هلته په موټر کې کښینم لویې لارې ته په را وتو مې ولیدل چې په لوی سړک کې د واروې د ډير والي له امله هیڅوک هم نه دي تللي او یوازې زه مور مړی روان یم خو نه داسې نه وه لږ څه چې وړاندې لاړم و مې کتل چې څو تنو کټ په سر کړی دی او له واورې په دې ډکه لاره کې ښه ګړندي روان دي ما ویل خیر کړې خدایه ګینې کوم یوه له دې دنیا سره مخه ښه کړې او هدیرې ته یې وړي خو بیا مې له ځانه سره وویل چې که مړی وی نو دا څلور کسه خو دومره پياوړي نه دي چې دا مړی هم په اوږو مړستون( هدیرې) ته ورسوي او هم هلته ورته لحد جوړ کړي او خښ یې کړي لږ ور ګړندی شوم او په منډو منډو کې مې دوی را ګیر کړل نو مې د مرستې لاس ور وغځاوو یو تن چې پکې سپين ږیری و راته یې وویل چې بچیه راشه دا زما له اوږې څخه د کټ پښه واخله چې زه لږ ساه جوړه کړم، خو چې کټ ته ور لاندې شوم و مې لیدل چې په کټ کې پروت زما په اند مړی کرار کرار زګروی کوي، حیران شوم ورته مې وویل چې دا ولې څه پرې شوي دي چیرې یې وړی؟ دوی راته وویل چې دا خو له تیرې شپې را په دیخوا ناروغه ده اوس یې ناروغي زیاته شوه نو د موټر د لارې د بندوالي له امله اړشو چې په کټ کې پلې تر روغتونه ورسوو ځکه ناروغ ته نور یوازې زګروی کول ور پاتې و. دا خبره به لا نه وه خلاصه شوې چې سپين ږیرې خولو اسمان ته ونیوله پرته له دې چې خیر و وايي خولو یې خلاصه کړه چې څاڅکۍ دې په اوم اسمان شه.............. له همدې کټ سره یو ځای د موټرو تمځای ته را ورسیدم او په موټر کې تر ناستې وروسته سم دستي موټر چلونکی چې خولو یې له شنو نصوارو څخه ډکه وه او هرې خواته ترې غټې او وړې پارچې توییدلې وویل چې وروڼو واوره زیاته شوې نو کرایه هم ۱۵۰ افغانۍ ده، ټولو ورته وویل چې ولې استاده ویل یې واوره ده........... خو خیر بیا هم اړینه سورلی دې ته اړ وه چې په موټر کې کښیني او خپل سفر ته دوام ورکړي، په موټر کې ناست کسان ټول غلي ناست وو او همداسې مو په لاره ها خوا دې خوا کتل چې یو ځلې موټر چلونکي راډیو چالانه کړه راډيو یې چې چالانه کړه په راډيو کې سمدستي دا سندره هم ښه په زور سره چالانه چې ویل یې:
لاس د مینې راکړه رانه ټوله دنیا هیره کړه
دا د بارانه شپه ګله نن موږ کړه تیره کړه
سندرې ته ټول داسې را څک شول ځکه واوره، پوخ سړک، او په موټر کې ګرم ایرکنډيشن ته ناستو کسانو ټولو په دې شاعرانه دنیا کې هر یو د خپل خیال په زانګو کې وزنګاوو، خو سمدستي په راډيو کې سندره بنده او په ځای یې د عاجل خبر زیګنال پلې شو، ما رنګي خو دې ته هم د سندرې په څير را څک شول خو یو دوه ځوانانو پکې په غصه وویل:
لعنت دې وي په دې عاجل خبر، چې په داسې حساس وخت کې پلې شو.
خو ټول غوږ شول او د خبرونو ویاند د بسم الله تر ویلو وروسته په خبر داسې پيل وکړ:
-په سویلي سالنګ کې دسختې واورې د وریدو له امله لارې بندې شوي دي او په موټر کې بند مسافر بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري، که ورسره مرسته ونه شي نو د تیر کال په څير به یو زیات شمیر کسان د واورو لاندې شي.
د دې خبرو په اوریدو ټولو د خدایه خیر کړې، خدایه خیر کړې نارې پيل کړې، خو یو چې ماته داسې سم خبر غو ښکاریده سر را وچت کړ او ویې ویل:
-ګل مرجانه دا خلک هم مست دي څه کوي خدای وهلي دي خو کرار دې کور کې کښیني.
یو بل هم چې دې خبر پرې بده اغیزه کړې وه او داسې اغیزمن کړی غوندې یې و، د دې سړي دې خبرې داسې په غصه کړ او لومړي خبر لک ته یې داسې وویل:
-که دوی خدای وهلي نو ته څه خدای وهلی چې موټر کې سپور یې خو کرار به کور کې ناست وې. خلک به څه ستونزه لري.
خبرې تودې شوې او یو ځل بیا د تیر په څير په موټر کې د واورو په شر او خیر باندې تبصرې پيل شوې، خو ما په دې دومره موده کې له یوه څخه هم د خیر کړې خدایه خبره ونه وریده او په همدې بې خیري کې ښار ته را ورسیدو او له بې خیره موټر څخه کوز شو، خو له کوزیدو سره سم مې سمدستي بل موټر ته لاس ورکړ او پکې سور شوم. په دې موټر کې هم سندره غږیده او راډيو یې نیولې وه خو له ور ختو سره سم دې موټر چلونکي هم وویل چې وروره ۱۳۰ افغانۍ به درڅخه واخلم ورته مې وویل ولې ویل یې خو داسې واورې دي نو مې ورته وویل چې په واوره یې ستا څه کلی خو نه دی چې لارې بندې وي خو خیر ورسره جوړ شوم او په موټر کې ورسره کیناستم تر لږ حرکت وروسته بیا ځلې د عاجل خبر زیګنال په کومه راډیو کې وغږیده ژر ورته غوږ، غوږ شوم موټر چلونکی هم چې پاړسیوان و ژر یې وویل خیر خدایا. ما ویل چې د سالنګ په اړه به څه نوي جزییات وي خو داسې نه و دا یوه بله بې خیري وه په دې کې خبریال وویل چې د ټاکنیزو ستونزو د حل خاصې محکمې فیصله کړې چې له ولسي جرګې څخه به نیژدې ۸۳ تنه نوماندان و ویستل شي...........خو ولسي جرګې د دې محکمې د لغوه غوښتنه کړې او له ولسمشر څخه یې د شنو کارتونو په جګولو غوښتنه وکړه چې نور نو دا محکمه وتړي. نو په داسې یو تضاد هیواد، کې دا سیاسي، ټولنیزې،...... ناخوالې ډيری داسې حیران کړي ، خو ښه به دا وي چې په هره سیاسي، ټولنیزه، ادبي، اقتصادي........ برخه کې د ټولو خیر په نظر کې ونیول شي او د هرڅه غوښتنه داسې وشي چې د غوښتونکي په ګډون د یو څو نورو هم پکې خیر وي. نه لکه ایران او پاکستان چې تل د افغانانو په مجبوري، خواري........ کې خپلې ګټې لټوي د خیر، شر، جهاد، جګړې، ښونځي، مدرسي... ټولې فیصلې مو دوی را کوي.